د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو لپاره حکومتي جرګې ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی


حکومتي جرګې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې له پرلتوالو سره د حکومت په استازيتوب خبرې اترې وکړې.
حکومتي جرګې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې له پرلتوالو سره د حکومت په استازيتوب خبرې اترې وکړې.

د شمالي وزیرستان پرلتوالو د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شاملو او د هغوی ملګرو ګوندونو ۱۶ کسیزې جرګې ته ۱۵ وخت ورکړی چې د دوی غوښتنې وزیراعظم او کورکمانډر ته وړاندې کړي.

دا پرېکړه د اګست پر ۱۲مه هغه مهال شوې چې یادې جرګې د شمالي وزیرستان په میرلي کې له پرلتوالو سره د حکومت په استازيتوب خبرې اترې وکړې.

د جرګې غړي او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې دوی به د پرلتوالو غوښتنې وزیراعظم ته وړاندې کوي او هغوی به یې پوره کوي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "موږ دوی ته دا خبره وکړه چې له موږ سره په لاس کې دومره واک نشته، ستاسو مسلې به وزیراعظم او یا ځايي انتظامیه هواروي."

میا افتخار حسېن وویل چې د پرلتوالو یوه غوښتنه دا وه چې دوی په جومات کې تړون کړی چې له خپلې سیمې به نه وځي بلکې کور کمانډر به دوی ته ورځي.

د میا افتخار حسېن په وینا، دا واک له وزیراعظم سره دی او دوی به هغه ته دا غوښتنه وړاندې کوي چې کور کمانډر پرلتوالو ته ورشي.

نوموړي وویل، "د پرلتوالو یوه غوښتنه وه او هغه امن دی او دا بلکل د حکومت ذمه واري ده او موږ د دوی د دې غوښتنې ملاتړي یو."

د پرلت یو مخکښ احمدالدین د شويو خبرو اترو په اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی د جرګې غړو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی دی چې د دوی غوښتنې پوره کړي.

ده وویل، سړکونه او بازارونه یې خلاص کړي، د ۱۴م اګست پر لمانځلو د بندیز پرېکړه یې بیرته اخیستې خو سوله ییز پرلت به یې روان وي.

ده وویل، "خبرې اترې ښې وې، تر ۱۵ ورځو به بازارونه او سړکونه خلاص وي، موږ هیله لرو چې دا خبرې اترې به پر ښه لوري ځي."

د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علما اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د یادې جرګې جوړولو اعلان کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی او احتجاجیان پر حکومت ټینګار کوي چې هلته دې امنیت ټینګ کړي.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي وو چې ۱۶ کسیزه جرګه "په بشپړ ډول واکمنه یا بااختیاره" ده چې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان میرلي ته ورځي چې هلته له پرلتوالو سره خبرې وکړي.

پي ټي اېم د ناامنیو ضد مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:37 0:00

په شمالي وزیرستان کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

هلته پولیس ادعا کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنې تورن پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

په دې لړ کې وروستی برید د اګست پر اتمه په میرلي کې وشو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې ځانمرګي بریدګر د ځواکونو قافله په نښه کړه چې پکې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG