د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ د پرلت ويناوالو پر حکومت د امنيت ټينګولو غږ کړی دی


په پرلت کې د سياسي ګوندونو غړي، مدني فعالان او ځايي اوسېدونکي ګډون کوي. د اګست ۱۹مې انځور
په پرلت کې د سياسي ګوندونو غړي، مدني فعالان او ځايي اوسېدونکي ګډون کوي. د اګست ۱۹مې انځور

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې روان پرلت ته د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشرانو په خپلو ويناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې په سيمه کې دې امنيت ټینګ کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونيسي.

د اګست پر ۱۹مه نېټه پیل شوي دې پرلت کې د جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمن)، جماعت اسلامي، پيپلز پارټۍ، عوامي نېشنل ګوند او د ځينو نورو سياسي ګوندونو په ګډون د سيمي سوادګران، ځوانان، مدني فعالان ګډون لري.

احتجاجي ناسته داسې مهال پیل شوې چې په ډمه ډوله کې په چاودنه کې دوه پولیسان وژل شوي ول.

د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې بمي چاودنه د اګست ۱۹مې پر مازیګر په چوترې کلي کې د پولیسو له پوستې سره نېږدې شوې ده چې پکې یو سرتېری ژوبل هم دی.

د بمي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

پرلت ته د اګست پر ۱۹مه ماښام مهال د وينا پر وخت د پيپلز پارټۍ د قبايلي ضلعو مشر اخوندزاده چټان وويل چې په سيمه کې يې د امنيت په خاطر په دروند زړه د ځينو حکومتي اقداماتو ملاتړ کړی وو خو د ده په ادعا، د دې سربېره هم حکومت ورته "امنيت ورنه کړ."

هغه زیاته کړه:"تاسو (حکومت) ويل چې ولس دې له موږ سره ودرېږي نو موږ به امن درکړو خو خلک له تاسو سره ودرېدل خو امن مو را نه کړ. بیا دې را ته وويل چې له افغانستان سره لاره خلاصه ده نو ځکه وسله وال راځي او تاسو وژني نو که په دې کرښه اغزن تار وغځېږي نو تاسو ته به امن راشي. د کرښې هغې غاړې ته زموږ وروڼه پراته دي، زما قام پروت دی خو د امن او ستاسو لپاره مو پر خپلو زړونو دغه کرښې هم راښکلې او اغزن تار غځولو ته مو غاړه کېښودله، له خپلو (پورې غاړې) وروڼه سره مو غم ښادي هم پرېښودله خو تاسو (حکومت) بیا هم امن را نه کړو."

په پرلت پیلولو کې مهم رول د جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمن) او جماعت اسلامي دی. په باجوړ کې له تيرې څه مودې راهیسې په وسله والو بريدونو کې زیاتره وخت د جې يو ای غړي په نښه شوي دي.

د اګست پر ۱۵مه د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د خار ښاروال سید باچا ګاډی د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی وو چې پکې نوموړی برسېرن ټپي شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

د جمعیت علمای اسلام (ف) د خار تحصيل امير مولانا ضیا والله د اګست پر ۱۹مه مشال رېډیو ته وويل چې په تېرو دوو کالونو کې يې تر ۱۰ زیات ملګري په نښه شوي دي.

د دې ټولو بريدونو ذمه واري نه چا منلې، نه حکومت څوک تورن کړي او نه يې په تړاو څوک نيولي دي.

پرلت ته د جميعت علما اسلام (ف) مشر مولانا عبدالرشيد په خپله وينا کې وويل چې د احتجاجي ناستې هدف يې په سيمه کې امنيت ټينګول دي.

هغه زیاته کړه:"زموږ د پرلت مقصد دا دی چې پولیس خوندي شي، زموږ پوځي هم محفوظ شي، دا ټول د دې قام سرمایه دي، که (قامی) مشر، که پولیس، که بل څوک د دې جنګ ښکار شوی نو په سر کې د دې قام تاوان شوی دی."

د باجوړ دې پرلت ته د اګست پر ۱۹مه ماښام مهال د عوامي نېشل ګوند د ضلعې پخواني مشر ملک عطاوالله خان هم وينا وکړه او وروسته يې له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل چې کله هم مذهبي او نورې سياسي ډلې يو ځای شي نو د ناامنۍ له دې ناورينه به خلاص شي.

ده وويل:"هر کله چی مذهبی او سیاسي ډلی رایو ځای شي، سیاست (ګوندي سياست) په کورونو کی پرېږدی، نو له دی غمیزې څخه به خلاص شو، له دې پرته بله لاره نه لرو."

د جماعت اسلامی د باجوړ نايب امیر محمد حمید صوفي په خپله وينا کې وويل چې نامعلومه کسان د سيمې خلکو ته دړکې ورکوي.

"زما تاجرانو وروڼو او قامی مشرانو ته د ټېلېفونونو له لارې دړکې ورکول کېږي چی یا خو موږ ته باج (پیسې) راکړئ او که نه نو وينې به مو توی کړو. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې قام ته تحفظ ورکول ستاسو ذمه واري ده."

د دې درپورټ د خپرولو تروخت پورې حکومت د باجوړ د پرلت په اړه هيڅ نه دې ويلي او نه يې هم د مذاکراتو لپاره له پرلتوالو تماس نيولی دی.

خو تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ټولو قبایلي ضلعو امنیت ته ژمن دی.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د کارګرانو چارو وزير شوکت يوسفزی ویلي ول چې پوځ او حکومت د امنیت ساتلو هلې ځلې کوي او د پخوا پرتله په قبايلي سيمو کې امنیت ښه شوی دی. نوموړي د جولای پر ۲۰ مه مشال رېډيو ته ویلي ول چې پوځ په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د امنیت لپاره پروت دی.

جمعیت علمای اسلام (ف) د جولای په وروستۍ اوونۍ کې هم د ناامنیو پرضد د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې مظاهرې کړې وې.

په خار کې پرلت پر داسې وخت پیل شوی چې د جولای له ۱۷مې راهیسې په شمالي وزیرستان کې هم د امنیت ټینګښت لپاره پرلت روان دی.

د هغې سیمې اوسېدونکو، سیاستوالانو او فعالانو د جولای پر ۱۴مه په یوه برید کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو قاري سمیع الله او قاري نعمان وژنې ضد پیل کړی وو.

په همدې حال کې پوځ د اګست پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د "یو مهم هدفي بريدګر" د وژنې دعوه وکړه. د پوځ یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي ول چې د هغه وسله وال یو ملګری یې نیولی دی او زیاته کړې یې وه چې دواړو وسله والو په یوشمېر هدفي حملو کې لاس درلود.

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د روان ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمینځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځېدلی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي. البته په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG