د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل الرحمان: رياستي ادارې دې هدفي بریدګر معلوم کړي


د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې له ۲۰۱۸ز کال راهيسې تر ۵۰۰ زيات وزيرستانيان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي ــ انځور له ارشيفه
د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې له ۲۰۱۸ز کال راهيسې تر ۵۰۰ زيات وزيرستانيان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي ــ انځور له ارشيفه

د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر ریاستي ادارو غږ کړی چې په قبايلي ضلعو کې دې د هدفي بریدونو تر شا وژونکي معلوم کړي او یا دې "خپله ذمه واري" ومني.

نوموړي د جولای پر ۲۱مه د خيبر پښتونخوا په بنو کې د هدفي بریدونو په اړه د شمالي وزیرستان د مشرانو په یوه جرګه کې تر ګډون وروسته خبرې غونډې ته وويل چې د "امن دعوې" هم کېږي خو له تېرو میاشتو راهیسې په باجوړ، مومند او شمالي وزیرستان کې "عام ولس او عالمان" هم وژل کېږي.

مولانا فضل الرحمان، چې د يوشمېر سياسي ګوندونو د اېتلاف پاکستان جمهوري غورځنګ مشر هم دی، د جولای پر ۲۱مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه د خبرې غونډې ويډيو خپرې کړې او زياته کړې يې ده چې په تېر يو کال کې يوازې په باجوړ ضلع کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ۱۶ غړي او عالمان وژل شوي دي. "په مومندو کې هم شهیدان کړل کېږي، موږ څوک وژني؟ د امن د راتلو د دعوو باوجود موږ په دې حال کې ولې يو؟ د امن خبرې اترې هم روانې دي او زموږ وينې هم بهېږي. په دې حواله دې موږ ته وويل شي چې زموږ قاتل څوک دی، ګنې بیا دې زما د وژنې ذمه واري ریاستي ادارې ومني."

مولانا فضل الرحمان وويل چې له ۲۰۱۸ز کال راهيسې تر ۵۰۰ زيات وزيرستانيان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې د جولای پر ۲۲مه دې ملا امامان د جمعې په خطبو کې په شمالي وزيرستان کې پر روانو هدفي وژنو خبره وکړي او "ولس دې بيداره" کړي. مولانا فضل الرحمان د دې ترڅنګ د جولای پر ۲۴مه په ټوله خيبر پښتونخوا کې د احتجاجي مظاهرو اعلان هم وکړ.

شمالي وزیرستان کې پرلت

مولانا فضل الرحمان دا خبرې غونډه په داسې حال کې کړې چې د شمالي وزيرستان په ميرلي عيدک سيمه کې ځايي خلکو د جولای له ۱۷مې احتجاجي ناسته پيل کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.

دا پرلت تر هغه وروسته پیل شوی چې د جولای پر ۱۴مه په يو هدفي برید کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان ووژل شول. پرلتوال وايي چې هغوی د دې وژنو په شمول د "ټولو وژل شويو حساب" غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې د هدفي بریدونو ضد احتجاجي ناسته روانه ده.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې د هدفي بریدونو ضد احتجاجي ناسته روانه ده.

پرلت ته د جولای پر ۲۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين هم ورغلی وو. نوموړي هلته په خپله وينا کې د پاکستان پر رياستي ادارو غږ وکړ چې هدفي بريدونه ودروي او عاملين دې یې په ډاګه کړي.

هغه زياته کړه چې "پښتانه په توره شپه او پټو مخونو قتلونه نه کوي." د نوموړي اشاره هغو مخپټو وسله والو ته وه چې په شمالي وزيرستان کې يې يوشمېر خلک په هدفي بريدونو کې وژلي دي.

د شمالي وزيرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد علي خان ويلي چې له احتجاج کوونکو سره يې مذاکرات پيل کړي دي. نوموړي د جولای پر ۲۰مه ویلي ول چې پولیس او امنیتي ادارې په شریکه لګیا دي چې د ناامنۍ مخه ونیسي. په همدې حال کې په هغه ضلع کې پوځي مشر هم په بیان کې ویلي دي چې د بریدګرو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري.

ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

بلخوا پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي، البته پوليسو او امنيتي ځواکونو په وار وار ويلي چې دوی د وسله والو پرضد ځانګړو عملياتو ته دوام ورکړی او په عين حال کې يې د يوشمېر وسله والو د وژلو ادعاوې کړې دي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت له ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي.

په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG