د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې هدفي برید: د جمعیت علمای اسلام (ف) دوه سیاستوالان او دیني عالمان وژل شوي


شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونه د ګزمې پر مهال ــ انځور له ارشيفه
شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونه د ګزمې پر مهال ــ انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، وسله والو پرون (د جولای پر ۱۴مه) په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) دوه سیاستوالان او دیني عالمان وژلي دي.

د میرلي تاڼې پولیسو بېګا په بیان کې ویلي چې قاري سمیع الدین او د هغه ملګری قاري نعمان له موسکي څخه عیدک ته روان ول چې وسله والو وویشتل.

د جمعیت علمای اسلام (ف) یوه ځايي مشر فرهاد حیدري بېګا مشال راډیو ته وویل چې قاري سمیع الدین په ۲۰۱۹ز کال کې د خيبر پشتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پر څوکۍ د انتخاباتو نوماند او په میرلي کې د یوې مدرسې مشر وو.

د ده په خبره، قاري نعمان بيا سږ کال (۲۰۲۲ز) په مارچ کې په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر پر څوکۍ منتخب شوی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دواړه کسان چا او ولې وژلي دي. خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان پرون په بیان کې ویلي دي چې د "نامعلومه" وسله والو ضد یې مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو او هدفي بریدګرو ضد "ځانګړو عملیاتو" ته دوام ورکړی دی.

د قاري سمیع الدین او قاري نعمان له وژنو سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر تر ۳۰ واوښت.

تر دې پېښې يوه ورځ وړاندې (د جولای پر ۱۳مه) د شمالي وزیرستان میرلي په عیدک سیمه کې نامعلومه وسله والو یو ځايي تن مرتضا خان په ډزو وژلی وو. نوموړی هلته په شويو وروستیو بلدیاتو انتخاباتو کې کونسلر منتخب شوی وو.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري.

ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

له شمالي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب استازي محسن داوړ نن (د جولای پر ۱۵مه) پر خپله فېسبوک پاڼې د قاري سمیع الدین او قاري نعمان د وژنو غندنه کړې او ليکلي يې دي چې "موږ وژل کېږو خو نړۍ مو په چوپتيا ننداره کوي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. د دوی په وينا په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي، البته پوليسو او امنيتي ځواکونو په وار وار ويلي چې دوی د وسله والو پرضد ځانګړو عملياتو ته دوام ورکړی او په عين حال کې يې د يوشمېر وسله والو د وژلو ادعاوې کړې دي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو څلورو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي.

په خيبر پښتونخوا کې وسله وال بريدونه نه دې درېدلي. په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG