د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارانونو او سیلابونو په بلوچستان کې ۱۸ کسان وژلي دي


په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه د سیلاب له امله د بندې شوې لارې د خلاصولو کوښښ‌کوي (انځور له ارشيفه)
په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه د سیلاب له امله د بندې شوې لارې د خلاصولو کوښښ‌کوي (انځور له ارشيفه)

په بلوچستان کې بارانونو او سیلابونو ۱۸ کسان وژلي او په سيند صوبه کې د بارانونو له وجې يو کان پریوتی چې پکې اته کان کيندونکي بند پاتې دي.

په بلوجستان کې د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ( پي ډي ایم اې) د جولای په شپږمه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې وايي چې د باران له امله په کوټه کې نهه کسان مړه شوي او ۲۰ نور کسان زخمیان شوي دي.

همداراز په کلا سیف الله کې څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، د دیوال پریوتو په پېښه کې مړه شوي دي. د دې سربېره په تربت کې هم د دریو ماشومانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

بلخوا د کوهلو سیمې مرستیال کمېشنر په بیان کې ویلي چې هلته په بارانونو کې دوه کسان مړه شوي او شپږ نور زخمیان شوي دي. په کچي کې هم د دریو او په خضدار کي د یو کس د مړینې اطلاعات دي.

په بلوچستان کي دجولای د څلورمې راهیسې د پشه کال د بارانونو دوېمه لړۍ شروع شوی ده. حکومت د پشه کال بارانونو او سیلابونو ممکنه خطرونو ته په کتو د صوبې سرښار، کوټه افت ځپلی ښار ګرځولی دی. چارواکو ويلي کوښښ کوي چې په ځينو حساسو سیمو کې خلکو ته د خبرداري او د ضرورت له مخې د مرستو چارې چټکې کړي.

په سيند صوبه کې د کان کيندونکو حال

د سیند صوبې چارواکي وايي، د ټټه ضلعې په جمپیر سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د ایسار پاتې مزدورانو د ویستلو لپاره مرستندویه کارونه دوام لري. د دې ضلعې ډيپټي کمېشنر غضنفر علي قادري د جولای پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ مازیګر مهال د سیلاب اوبه د سکرو په کان کې داخلې شوي او دننه پکې اته مزدوران ایسار پاتې دي چې د سوات او دیر اوسېدونکي دي.

د دغه کان یو کارکوونکي کاریګر رحیم الله پرون مشال راډیو ته وویل، د ایسار پاتې کسانو د پاسه ۴۰ فټه اوبه ولاړې دي او ملبه هم پرته ده خو حکومت یا کومې مرستندویه ادارې تر هغه مهاله څه ډول کارروايي نه ده کړې.

خو د سیند صوبې د انرژۍ وزیر امتیاز شېخ د جون په پينځمه مشال راډیو ته وویل چې د ایسارو پاتې کسانو د ایستلو لپاره یې ضلعي انتظامیې ته سپارښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "حکومت د مزدورانو په اړه ضلعي انتظامیې ته هدایات جاري کړي دي او د پېښې په ځای کې په بیړني ډول کار روان دی. موږ هڅه کوو چې ایسار پاتې مزدوران زر تر زره وباسو. د سیند حکومت به د دغو مزدورانو له کورنیو سره مالي مرسته هم کوي."

د پاکستان د کویلې په درنګونو کې د کارکوونکو مزدورانو د خیر ښېګړې د ادارې یو مشر عابد یار مشال راډیو ته ويلي چې د ایسار پاتې مزدورانو د ژوندي ایستلو هیلې مړې دي ځکه په وخت له درنګه د اوبو د ویستلو انتظامات نه دې شوي.

XS
SM
MD
LG