د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو د سکرو په کان کې درې مزدوران وژل شوي


په اورکزیو کې د سکرو د يوه کان تر پرېوتلو وروسته ځايي خلک په امدادي کارونو بوخت دي. عکس له ارشېفه
په اورکزیو کې د سکرو د يوه کان تر پرېوتلو وروسته ځايي خلک په امدادي کارونو بوخت دي. عکس له ارشېفه

د اورکزیو د شېخانو سيمې د سکرو په کان کې د اوبو جمع کېدو له وجې درې کان کيندونکي وژل شوي او دوه ژوبل دي.

ځايي پولیس وايي، پېښه د اپرېل پر ۱۹مه شوې او د وژل شویو کان کیندونکو مړي یې د هغوی کورونو ته لېږدولي دي.

انتظامي چارواکو ویلي، وژل شوي او ژوبل مزدوران د خیبرپښتونخوا د شانګلې دي.

د کان کیندونکو د اتحادیې یو مشر عابد يار مشال راډیو ته ويلي چې مزدوران په کان کې د اوبو ډب کېدو له وجې مړه شوي دي. نوموړي زياته کړې چې په کانونو کې د حفاظتي اقداماتو نه شتون د مرګ ژوبلې د ورته پېښو لامل کېږي.

بلخوا د ماینونو چارو یوه حکومتي مشر فضل رازق مشال راډيو ته ويلي، حکومت له خپلو ذمه واريو غافل نه دی، خو د کانونو مالکان، ټېکه داران او مزدوران هم بايد حفاظتي لارې چارې نه يوازې وپېژني بلکې عملي يې هم کړي.

د اورکزیو ترڅنګ د کواټ په دره ادم خېل کې هم د سکرو کانونه دي، چې ګڼ کسان پکې مزدوري کوي. خو رپورټونه وايي، په کانونو کې د حفاظتي انتظاماتو د نه شتون او د اړونده قوانینو نه عملي کېدو له وجې اکثر حادثې کېږي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG