د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت ۲۵ اربه روپۍ د څښلو اوبو کمي پوره کولو ته بیلې کړې دي


د پلان جوړونې صوبايي وزیر نور محمد دومړ د جولايي پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې زراعت نژدې له منځه تللی دی او اوس خلک د څښلو په اوبو حېران دي.
د پلان جوړونې صوبايي وزیر نور محمد دومړ د جولايي پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې زراعت نژدې له منځه تللی دی او اوس خلک د څښلو په اوبو حېران دي.

د بلوچستان حکومت وايي، په دې کلني بجټ کې یې د کوټې په ګډون په نورو وچکالۍ ځپلو ضلعو کې د څښلو اوبو کمي پوره کولو لپاره شاوخوا ۲۵ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

د پلان جوړونې صوبايي وزیر نور محمد دومړ د جولايي پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې زراعت نژدې له منځه تللی دی او اوس خلک د څښلو په اوبو حېران دي.

ده وویل، دوی مني چې د دې مسلې د هواري لپاره بېلې کړل شوې پیسې بس نه دي خو د ده په وینا، په صوبايي‌ بجټ کې هم دومره ممکنه وه.

هغه وویل، "د هر ښار او علاقې استازو موږ ته وړاندیزونه کړي دي کوم ته چې د اوبو د وړې وړې وړې منصوبې ویل کېږي، پر هغه به عمل کوو، پخوا به یوازې په کوټه کې مسله وه خو اوس ټولې ضلعې د اوبو په بحران کې دي، زراعت تباه شو او اوس خلک د څښلو اوبه نه لري."

نور محمد دومړ وویل چې د عمران خان په حکومت کې د مرستو ژمنه ورسره شوې وه او دوی د یو شمېر ډېمونو لپاره د امکاناتو ارزونه کړې وه.

ده وویل، په دې کې د نورې صوبې ترڅنګ په ځانګړې توګه کوټې لپاره یو داسې ډېم وو چې لګښت یې شاوخوا ۷۰ اربه روپۍ وو. خو د ده په خبره، د وفاق له خوا د فنډ د نه ورکړې له کبله پر هغو پروژو کار نه دی شوی.

ده زیاته کړه، "مرکز ته چې موږ دا ځل ورغلو نو هغوی له موږ سره ښه چلند ونکړ او موږ ته یې هیڅ نوې پروژه رانکړه او موږ یې له پامه وغورځولو نو د صوبې بجټ محدود دی او هغه موږ ته د دومره لویو پروژو ترسره کولو اجازه نه راکوي."

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م مالي‌ کال په بجټ کې د اوب و هوا له بدلون سره د تړلو ټولو چارو لپاره یوازې ۹.۶ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

د کار او کور جوړونې له وفاقي وزیر مولانا عبدالواسیع څخه مې وپوښتل چې دوی په بلوچستان کې د څښلو اوبو کمي پوره کولو لپاره څه کړي او که نه؟

هغه وویل، په اسمبلۍ او د کابینې په غونډو کې یې د دې مسلې په اړه خبره کړې ده خو د ده په وینا، وفاقي حکومت ورته ځکه ځانګړی فنډ نه دی بېل کړی چې ملک په اقتصادي بحران کې دی.

خو مولانا عبدالواسیع وویل چې ډېر په مشکل یې په ترقیاتي بحټ کې دا شامل کړي چې په بلوچستان کې د سلو ډېمونو جوړولو لړۍ باید جاري وساتل شي. ده وویل، د بلوچستان د اوبو کمی یوازې د ډېمونو په جوړولو ممکن دی او هغه هم هغه وخت چې که مناسب بارانونه وشي.

مولانا واسیع وویل، "دا هر څه په دې پورې تړلي دي‌ چې ډېمونه جوړ شي او باران وشي، که ډېم وي او باران نه وي نو مسله نه هوارېږي او که باران وي او ډېم نه وي‌ هم مسله نه هوارېږي نو چې ډېمونه جوړ شي، باران وشي او هغه ډک شي نوبه پایپونه ورڅخه راوستل کېږي."

په بلوچستان کې له شاوخوا ۲۰ کالو راهسې د پشه کال یا وسې بارانونه د نه برابر دي چې له کبله یې د صوبې زیاتره ضلعې او په ځانګړې توګه پښتنه سیمه له سختې وچکالۍ سره مخامخ ده.

د زراعت ختمېدو له کبله خلک په ګڼ شمېر ښارونو ته کډه شوي او هلته اوس د څښلو د اوبو داسې کمی رامنځ ته شوی دی چې د ځايی خلکو په وینا، ورځ تر بلې زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG