د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم اې وايي د پشکال بارانونو پر مهال له خلکو سره د مرستو لپاره يې غيرمعمولي تيارۍ نيولي


دا د ۲۰۱۵ کال تصویر دی. په چارسده کې د هغه کال سخت بارانونه شوي وو او سیلابونه راغلي وو.
دا د ۲۰۱۵ کال تصویر دی. په چارسده کې د هغه کال سخت بارانونه شوي وو او سیلابونه راغلي وو.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ پر خلکو غږ کوي چې د بارانونو او سېلاوونو په اړه د دې ادارې خبرداري جدي ونيسي او پر حفاظتي لارښوونو يې عمل وکړي.

د خيبرپښتونخوا په حکومت کې له قدرتي ناورينونو سره د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د پشکال روانو بارانونو او په راتلونکو شپو ورځو کې د لا ډېرو بارانونو او په ځينو سيمو کې د سېلاوونو راوتلو خطرونو ته په کتو يې غير معمولي تيارۍ نيولې دي.

د دې ادارې وياند احسان داوړ د جون پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د موسمياتو ادارې د معلوماتو پر اساس روان دوبی د صوبې پشمول په ټول ملک کې د زياتو بارانونو اټکل شوی دی. داوړ زياتوي، د صوبې يو شمېر ضلعې د بارانونو او سېلاوونو له وجې له زيات خطر سره مخامخې دي او دا چې دوی تر خپلې وسې اغېزمنو خلکو ته د بېړنيو مرستو رسولو لپاره تيارۍ نيولې دي.

هغه مشال راډيو ته وويل: "په کوهاټ، بنو، کرک، ميرلي، ميرامشاه، پاړه چينار، ملاکنډ، سوات او چترال، په دې ټولو سيمو کې د زياتو بارانونو او سېلاوونو خطر دی. د دې ضلعو انتظامي افسرانو ته خبرداري جاري شوي دي. د دې سيمو اوسېدونکو ته هم د ميډيا او سوشل ميډيا له لارو اطلاعات ورکړل شوي. موږ تياری نيولی چې د ضرورت پر وخت خلکو ته خېمې، کمپلې او د خوراک سامان ورکړو. زموږ اداره د پاکستان له پوځ سره هم په رابطه کې وي او د اړتيا په صورت کې پوځي هيلي کاپټرونه هم کارولی شو. همداراز د ايمبولينس او محفوظ ځايونو ته د خلکو د انتقالولو لپاره د ګاډو بندوبست هم کوو. د بېړني حالت لپاره غيرمعمولي تيارۍ نيسو، شپه او ورځ کار کوو، کارمندان مو چوټي هم نه شي کولی."

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ پر خلکو غږ کوي چې د بارانونو او سېلاوونو په اړه د دې ادارې خبرداري جدي ونيسي او پر حفاظتي لارښوونو يې عمل وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان په مرکزي حکومت کې د ماحولياتي بدلون چارو وزارت د جون پر ۲۰مه صوبايي حکومتونو او اړونده ادارو ته د زياتو بارانونو او له وجې يې د سېلاوونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړ. د ماحولياتي بدلون چارو وزيرې سېنېټرې شيري رحمان په خپل بيان کې ويلي، د نړيوالې تودوخې په کچه کې زياتوالی د موسمي تغير لامل شوی چې په خبره يې، اثرات يې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم ليدل کېږي. نوموړې له همدې امله وېره څرګنده کړې چې راوتوونکي سېلاوونه ښايي د ۲۰۱۰ز کال د هغو په څېر د پاکستان وګړو ته په زياته اندازه مالي او ځاني تاوانونه واړوي.

د سوات د شانګلې سردار زيب، چې شاوخوا ۱۲ کاله يې له پي ډي اېم اې سره د ملاکنډ ډويژن لپاره د ايډمينېسټريټر په توګه کار کړی دی او دا مهال يې د اپر سوات ډيولپمنټ اتارټي په نوم د صوبايي حکومت په يوه پراجيکټ کې د مرستيال ډايرکټر دنده سنبال کړې، وايي چې سېلاوونه په سوات او چترال کې زيات خطرناک ثابتېدای شي.

نوموړی زياتوي، د سوات د کالام او شاوخوا سيمو په وروستۍ دوره کې يې ځايي خلکو ته د ممکنه سېلاوونو او له هغو څخه د حفاظت چارو په اړه معلومات ورکړل. "بلې هرې سيمې چترال ځکه زيات زيان مومي چې خاوره يې کچه او لږ باران ته هم د ټينګې نه ده. شانګله کې هم ډېر نقصان کېږي. په سوات کې بيا ابادي سېوا شوې او ځنګلونه يې هم وهل شوي، ځکه نو سېلاوونه پکې زيات راوځي. بله دا چې د ۲۰۱۰ز کال سېلاب د سوات سيند ته شګه او خاوره راوړې او که اوبه پکې لږې هم سېوا شي نو مسله ترې جوړېږی. موږ په وروستيو کې ګبرال، اتروړ، مټلتان او کالام ته ولاړو او ځايي خلک مو پوه کړل چې د سېلاب په صورت کې به خپل ځانونه، ماشومان او څاروي څنګه محفوظ ساتي. پي ډي اېم اې د ليرې پرتو ضلعو خلکو ته په بېړني حالت کې د مرستو رسولو لپاره وار له مخه ضروري سامان د مرستيال کمېشنر دفتر ته لېږلی وي."

دا چې د موسمياتي بدلون موضوع څومره جدي ده او له وجې يې د بېوخته او ډېرو بارانونو مسله څنګ کنټرولېدای شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور په ايي اېم ساينسز انسټيتيوټ کې استاد او چاپېريال پوه ډاکټر رفيق خان وايي، ساينسدانانو درک کړې چې انسان د ترقۍ په زغل کې ځانته چاپېريال خراب کړی دی.

د ده په وينا، خلک بايد زياتې ونې ولګوي او د اوبو په استعمال کې له احتياطه کار واخلي. "د وچکالۍ، د ځنګلونو وهل کېدل او د زياتو بارانونو کېدل، دا مسلې د موسمياتي بدلون زېږنده دي او يوازې زموږ په ملک کې نه بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دي. ساينسدانان وايي، د ځينو هېوادونو ترقي موږ ته ګرانه تمامه شوه، ځکه چې په نتيجه کې يې زهرجن ګيسونه فضا ته ولېږل شول او له وجې يې په موسمونو کې تغير راغلو. په راتلونکي کې به د خيبرپښتونخوا په شمالي او هم جنوبي سيمو کې د تودوخې کچه نور هم لوړيږي. يوازېنی حل دا دی چې موږ زياتې ونې ولګوو، د خپلو اوبو خيال وساتو او د زراعتي او صنعتي فضلې د پرځای کولو سم بندوبست وکړو."

د پاکستان د ماحولياتي بدلون چارو وزارت ويلي چې د پشکال بارانونو لړۍ به د راتلونکې اګست مياشت تر پای پورې جاري وي. د وزارت له بيان سره سم، دا ځل به په پاکستان کې تر معمول زيات بارانونه او په نتيجه کې يې ښايي سېلاوونه راووځي.

XS
SM
MD
LG