د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دکۍ څماولنګ کې زهرجن ګیس څلور کان-کیندونکي وژلي


د کوټې په څنډو کې کان-کیندوکي په کار بوخت دي: تصویر له ارشیفه
د کوټې په څنډو کې کان-کیندوکي په کار بوخت دي: تصویر له ارشیفه

له کوټې شمال ختیځ پلو د دکۍ په څماولنګ سیمه کې د کویلې په یوه کان کې څلور کان -کېندونکي مړه شوي دي.

د مشال راډیو خبريال وايي، پېښه د سېپټېمبر پر ۲۱مه په یوه کان کې د زهرجن ګیس له امله رامنځته شوې ده. په وژل شوو کې دوه سکني وروڼه عصمت الله او نعمت الله هم شامل دي چې د ږوب قمرالدین کارېز اوسېدونکي ول.

بلخوا په کوټه کې د بلوچستان معدنونو ادارې مشر عبدالغني شاهواني د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وويل، پېښه په يو بند زاړه کان کې رامنځته شوې، دوی يې پلټنې پیل کړې او د ذمه وارو کسانو پرضد به قانوني کارروايي کوي.

د شاهواني په خبره بندو او زړو کانونو ته چې کله کانکیندونکي کښته کېږي نو پکار وي چې لومړی پکې د زهرجنو ګیسونو کچه ولټول شي خو د نوموړي په وینا په دې کان کې د زهرجنو ګیسونو پلټنه نه ده شوې.

د کویلې کانکیندونکو ژغورنې اتحادیې (پاکستان سېنټرل ماین فیډرېشن) مشر سلطان لالا مشال راډیو ته وویل چې د حکومت او د کویلې کانونو د مالکانو د بې غورۍ له امله هرکال په لسګونه کان کېندونکې خپل ژوند له لاسه ورکوي او معزوران کېږي.

دی زیاتوي چې د هر کان څښتن باید لومړی د خپل کان د خوندیتوب ضمانت ورکړي بیا کان- کیندونکي پرېږدي چې ورکښته شي. خو دلته په ۱۰ کې ۸۰ کانونه د ګیسونو کچې مالومولو لپاره هېڅ سامان الات نه لري. د ګیس ایستو جلا لارې او سوړې نه شته.

سلطان لالازیاته کړه چي د سپریم کورت د فیصلې له مخي مخه په دغه ډول پېښو کې د وژل شوي یوه مزدور کورنۍ ته به ۱۱ لکه روپۍ معاضه ورکول کېږي خو لاهم نه عملي کېږي.

د پاکستان سېنټرل ماین فیډرېشن د شمېرو له مخې پرو سږکال (۲۰۲۰) د بلوچستان کویلې په کانونو کې د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې ۲۰۸ کسان او سږکال (۲۰۲۱) ۱۴۹ کسان وژل شوي دي.

د یادې اتحادیې په وینا چې ډېری پېښې نه رپوټېږي او ځینې یې شپږ میاشتې پس رپوټ شوې دی.

بلوچستان له کویلې او نور معدن څخه ډکه صوبه او د سکرو او نور معدنو کان-کیندونکو شمېر څه نا څه یولک ۵۰ زره دی چې بیا بیا د صوبې په ګڼو کانونو کې د ناسمو او کمو حفاظتي تدابیرو له کبله له مرګونو او ژوبلېدو سره مخامخېږي.

د پاکستان بشري حقوقو کمیشن په خپل سږني راپور کې ویلي چې په بلوچستان صوبه کې د کویلې کان-کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي خو د خوندیتوب لپاره یې د کارګرانو نړیوال سازمان د قانون له مخې عمل نه کېږي.

په کوټه کي د بشري حقوقو کمیشن د بلوچستان څانګي مشر حبیب طاهر ایډوکیت په وینا که پر قانون عمل وشي نو په صوبه کې به کان کیندونکو ته د رسېدونکو زیانونو کچه راټیټه شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG