د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په بارانونو او زلزله کې یو کس وژل شوی، یوشمېر ژوبل


د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې د بارانونو سلسله روانه ده - پخوانی انځور.
د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې د بارانونو سلسله روانه ده - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان او خیبر ضلعو کې د بارانونو او زلزلې له وجې یو سرتېری وژل شوی او یوشمېر کسان ژوبل دي.

د میرامشا پوځي چارواکو د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي چې په دته خېلو کې د زلزلې له وجې د یوې پوستې چت پرېوتو په پېښه کې یو سرتېری مړ شو او دوه نور ژوبل شول.

هلته د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د باړې په اکاخېلو کې د جون ۲۲مې پر سهار د یو کور دېوالونو پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان ژوبل شوي چې ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه قبایلي ضلع کې پرله پسې بارانونه روان دي او د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته زلزله هم راغلې. خو چارواکو دا نه ده روښانه کړې چې ایا د اکاخېلو د ضلع دار کورنۍ د غړو ژوبلېدو لامل زلزله وه او که نه د کور دېوالونه د بارانه له وجې پرېوتي.

د شمالي وزیرستان په ګډون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا او پنجاب په یوشمېر ښارونو کې لکونه خلکو زلزله محسوس کړې ده.

زلزلې تر ټولو زیات تاوان د ډېورنډ کرښې هغې خوا ته په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې اړولی دی. هلته د طالبانو د حکومت چارواکو مشال راډیو او نورو رسنیو ته ویلي دي چې زلزلې لسګونه کورونه ړنګ کړي او پکې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې ژغورندویه او مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی او وژل شوي او ژوبل کسان روغتونونو ته انتقالوي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو. د ادارې په وینا، د زلزلې ژورتیا د ځمکې له سطحې ۱۰ کېلومیټره لاندې وه. هلته د پاکستان د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې د زلزلې شدت ۶،۱ وو.

په همدې حال کې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د بیړنیو چارو چارواکي شعېب خان ویلي چې د جون پر ۲۲مه سهار له تیرا څخه د باړې پر لوري روان پېک اپ ګاډی له مماڼې امنیتي پوستې سره نېږدې له سړکه ښویېدلی او کندې ته پرېوتی چې پکې ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې ژوبل کسان یې د باړې ډوګرې روغتون ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG