د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې بارانونو او سیلاب ۳ ښځې وژلې دي


د شمالي وزیرستان غلام خان سيمه (انځور له ارشيفه)
د شمالي وزیرستان غلام خان سيمه (انځور له ارشيفه)

د شمالي وزیرستان چارواکي‌وايي په غلام خان خان کې دوه ښځې سیلاب وړې او يوه بله مېرمن د ديوال پريوتو له وجې مړه شوې ده.

انتظامیې او په میرامشاه کې مېشت یو پوځي چارواکي د جولای په شپږمه مشال رېډيو ته وویل چې دغه پېښه د جولاۍ پر پنځمه ماښام مهال مخې ته راغلې ده. په مړو شویو مېرمنو کې یوه د خوست او بله هغه یې د میرلي د ایپي سیمې اوسېدونکې وه چې په خپلو کې سره خپلوان وو.

د چارواکو په وينا دغه کورنۍ له خوسته وزيرستان ته ورغلې وه او دوه نور غړي یې ژوبل شويدي چې په میرامشاه هسپتال کې یې علاج روان دی.

چارواکو وویل چې یوه بله پېښه په میرامشا کلي کې د باران له امله مخې ته راغلې ده چې یوه ښځه د دیوال پرېوتو په پېښه کې مړه شوې ده.

چارواکو وویل چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼو کورونو ته هم نقصان رسېدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG