د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې بارانونو او سېلاوونو تر ۱۰ زیات کسان وژلي


په پروان ولايت کې خلک په باران کې د خپل ويجاړ شوي کور مخې ته ناست دي (انځور له ارشيفه)
په پروان ولايت کې خلک په باران کې د خپل ويجاړ شوي کور مخې ته ناست دي (انځور له ارشيفه)

په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وایي، په اتو ولایتونو کې د وروستیو بارانونو او سېلاوونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او اووه ټپیان دي.

د دې وزارت معین مولوي شرف الدین مسلم د جون پر ۲۱مه رسنيو ته په لېږدولي پیغام کې ويلي چې د ورښتونو او سېلاوونو په نتیجه کې ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د هغه په خبره، په سېلاوونو کې شاوخوا ۳،۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

اخوا په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت باختر دولتي اژانس د جون پر ۲۲مه ویلي دي چې د سې شنبې پر شپه په اچین ولایت کې د یو کور چت پرېوتو په پېښه کې یو کس وژل شوی او پینځه ژوب دي.

اژانس وايي، په دره نور ولسوالۍ کې د سختې واورې له وجې یوشمېر څاروي مړه شوي دي.

تر دې مخکې، د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د پلازمېنې کابل، بدخشان، کندوز، بامیان، غزني، کندهار، ننګرهار او پنجشېر په ګډون په شاوخوا ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاوونو اټکل کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG