د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: پر غرونو د واورو له ویلېدو په جون، جولای کې سېلابونه راتلای شي


په چترال کې د سکاوټس ځوانان د واورین ګټانو خوییدو وروسته لارې پاکوي. انځور: ارشیف
په چترال کې د سکاوټس ځوانان د واورین ګټانو خوییدو وروسته لارې پاکوي. انځور: ارشیف

د پاکستان وفاقي حکومت په خیبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان کې د زیاتې ګرمۍ له وجې واورین غرونه او کمرونه په ویلېدو دي چې د سېلاوونو لامل کیدای شي.

د موحولیاتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان ویلي د زياتې ګرمۍ له کبله په خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان کې په غرونو د واورې ګټان له وخته مخکې او ډېر په تېزۍ سره ويليکېدل پیل شوي دي چې له کبله يې د واورې اوبه جمع کولو لپاره د جوړو ډنډونو د ماتېدو او په نتيجه کې يې د سېلاوونو راتلو امکان دی.

شېري رحمان د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان په ټولو۳۰۴۴ واورین ډنډونو کې د شا و خوا ۳۳ د ماتېدو خطره ده.

هلته د پاکستان د موسمیاتو ادارې یوه مشر مشتاق شاه ویلي دي چې په هېواد کې ۵۰ داسې ډنډونه دي چې حساسه بلل کېږي ځکه چې د ګرمۍ له وجې د غرونو واورې ویلېدو له وجې پکې د اوبو زېرمې لوړېدای شي او په خیبر پښتونخوا کې د سېلاو لامل کېدای شي.

په پېښور کې ماشومان پر سېلابي اوبو له سړکه اوړي. انځور:ارشیف
په پېښور کې ماشومان پر سېلابي اوبو له سړکه اوړي. انځور:ارشیف
سېلاوونه چارسده، نوښار او سوات اغېزمنولای شي
مشتاق شاه

ده د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د جون او جولايې مياشتو کې د چترال په بوني،ګولېن دره ،ګرم چشمه ،ګلګت،سوات او د دير په ځينو سيمو کې د واورین ډنډونو د ماتېدو او له دې سره په نږدو سيمو د سېلاب راتلو امکان دی.

نوموړي زیاته کړه که ياد ټول حساسه ډنډونه ماتيږي او پر دغه ورځو کې بارانونه هم وي نو بيا د خېبرپښتونخوا پيښور او نورې سيمې هم سلابونه اغېزمنوالی شي "سېلاوونه چارسده، نوښار او سوات اغېزمنولای شي او که د سېلاو اوبه د ورسک بند له لارې وبهېږي نو د پېښور او مومندو یوشمېر برخې ځپلی شي"

بلخوا وفاقي وزيرې شېري رحمان د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې پی ډی اېم اې ته امر کړی چې پر وخت داسې موثره ګامونه واخلي چې له ممکنه سېلاب څخه چاته مالي او ځاني تاوان ونه رسي.

د پي ډي اېم اې وياند تیمور خان وايي چې د ياد وفاقي وزارت لخوا تر خبرداري وروسته یې د چترال ،کوهستان،دير ، سوات او ځینو نورو غريزوسیمو د بيړني خدماتو ادارې چمتو کړي دي چې د ممکنه سېلاب پر مهال د خلکو ژغورلو ته تيار وسي.

د ده په خبره ځايي انتظاميو ته یې هم وېلي چې خلک پر دې خبر کړي چې ځانونه له ډېمونو،سېندونو او خوړونو لرې وساتي.

تېمور د اپریل پر ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې د مې میاشت کې د ګرمۍ زياتېدو او په غرونو د واورین ګټانو ( ګلیشير ) په نورې تېزۍ سره د ویلي کېدو امکانات دي.

نوموړی وایي که څوک اوس څه قسمه انديښنه يا د سلاب پرمهال مرستو ته اړتيا لري نو له دوی سره رابطه کولای شي" ۱۷۰۰ باندې تاسو موږ سره رابطه کولای شئ او موږ به بيا مخکې کاروايي کوو، متعلقه ضلعي چارواکو ته به ستاسو خبره رسوو"

په پېښور کې په ۲۰۱۳م کال کې سېلاب یو پل وران کړی. انځور:ارشیف
په پېښور کې په ۲۰۱۳م کال کې سېلاب یو پل وران کړی. انځور:ارشیف

په چترال ضلعه کې ځايي خبريال ګل حماد فاروقي وايي چې لا هم په سيمه کې د حکومت لخوا د ممکنه سېلاب په اړه خبرداری نه دی جاري کړل شوی خو چې ګرمي سیوا شوې او واورې هم په تېزۍ سره ویلي کېږي نو د شیمې شتمن خلک د ممکنه سلاب له ویرې خوندي ځايونو ته کډې کړي.

نوموړي د اپرېل په ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې که څه هم چارواکو خلکو ته ویلي چې له سیندونو سره په دوه سوه فټه کې ابادي جوړه نه کړي خو بيا هم غريب خلک له ډنډونو او سیندونو سره نږدې ژوند کوي.

د حماد فاروقي په خبره هلته په سېلاوونو کې لویه ستونزه د لارو بندېدل وي " چې کله سلاب راشي نو لارې بندې شي چې ورسره خلکو ته د خوراک،دوايانو او بنيادي شيانو رسد هم بند شي"

د پاکستان د اب و هوا د بدلون د مخنیوي چارو وزيرې شېري رحمان په دې وروستیو ورځو کې دا هم ویلي چې په پاکستان کې د تودوخې درجه له اوسط څخه تر اته ډګري سنټي ګریډه پورې سیوا کېدای شي.

نوموړې د موسمياتو ادارې د راپورونو پر اساس زياته کړه چې د روان کال مارچ مياشت له ۱۹۶۱ کال وروسته تر ټولو ګرمه مياشت وه.

د دې په خبره هم دغه وجه ده چې په مارچ مياشت کې د سپرلي موسم پر ځای ګرمي وه او له وخته مخکې په غرونو د واورین ګټانو (ګلیشیرز) ویلېدل پیل شول چې اوس يې اوبه د ممکنه سېلاو سبب کېدای شي.

XS
SM
MD
LG