د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د پاکستان آیین کې د لیکل شویو اصولو نه منونکی مجرم دی


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته انلاین وینا کوي: ۲۰۲۱، ۲۱م نومبر
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته انلاین وینا کوي: ۲۰۲۱، ۲۱م نومبر

په لاهور کې د عاصمه جهانګیر کنفرانس په دوران د پاکستان مسلم لیګ ن یو مشر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ويلي، د آئین او جمهوریت لپاره به یو موټې کېدل پکار وی، او د قانون احترام په هر چا لازم دی.

میا نواز شریف ویل، هر څوک، چې د پاکستان په آیین کې لیکل شوي اصول نه مني، هغه مجرم دی، ځکه په آئین کې لیکل شوي دي، هر هغه تن مقدس دی، چې په آئین عمل کوي.

میا نواز شریف دا هم ويلي، اوس وخت راغلی چې د آئین، قانون او جمهوریت لپاره باید ټول یوموټي شو.

د عاصمه جهانګیر کنفرانس کې د تر ټولو وروستۍ وینا د میا نواز شریف وه. نوموړي له لندنه دغه کانفرنس ته په ویډیو لینک وینا وکړه خو کله چې یې خبرې پیل کړې نو انټرنیټ کې خرابې راغله، او د انټرنیټي لیکې له سمېدو پس یې بیا وینا وکړه.

نواز شریف د وکیلانو ټولنې ستاینه وکړه چې کله هم په ملک کې د قانون واکمني، د عدلیه ازادۍ لپاره مبارزه، د بیان ازادۍ اظهار په خطر کې وينو دوی تل د مخکښه لښکر په توګه میدان ته راوتلي دي. ده وویل نن چې موږ تر کومې دورې تېرېږو دا له بده مرغه د تاریخ یو پرېکنده پړاو دی.

د نواز شریف وینا وه! چې د پوښتنو د راپورته کولو پر سر خلک ورکول کېږي، غایبېږي، د نوموړي په خبره ستاسو څه خیال دی چې د خلکو په ورکولو سره به سوالونه ختم شي؟

میا نواز شریف وویل، له بده مرغه دا مهال په ملک کې د بیان د ازادۍ او بشري حقونو په حواله توره دوره ثابته شوې. سیاسي مخالفین، صحافیان یا هر څوک چې رښتیا وایی، او پوښتنه راپورته کوي نو غایبېږي، یا بندي کېږي، داسې تور قوانین تیار کړل شوي چې مقصد یې د ریښتیا ویوونکو ژبه بندول دي.

عاصمه جهانګیر کنفرانس د نومبر په شلمه شروع شوی وو، چې د نومبر په یویشتمه ماښام ختم شو چې ورته د پاکستان د سپریم کورټ او های کورټ ججانو، سیاسي ډلو، وکیلانو، سماجي او د انساني حقونو مبارزینو هم ویناګانې وکړې.

یاده دې وي چې پاکستان کې د اپوزېشن ګوندونه پر پوځ په سیاست کې بیا بیا د لاسوهنې تورونه لګوي او د پوځ عامه اړیکو ادارې په خپلو بیانونو کې له دې انکار کړی او ویلي یې دي چې دوی د جمهوري حکومت پلوي دي.

د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري پر خپل ټوېټر ويلي، ده د عاصمه جهانګیر کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، چې وروستۍ وینا به ورته یو فراري مشر کوي. د نوموړي اشاره نواز شريف ته وه: "ښکاره ده چې دا لکه پر ملک او آیین ملنډې وهل دي، ځکه مې کنفرانس کې له ګډونه معذرت وکړ."

د نومبر په دوه ویشتمه دغه کنفرانس ته د پښتون ژغورنی غورځنګ مشر منظور پښتین هم وینا وکړه. هغه ویلي، دوی هر وخت د مظلومه خلکو لپاره غږ پورته کړی دی، هغه که پښتانه دي، بلوڅان دي، هزاره دي، سیندیان دي او که د پنجاب مظلومه طبقه ده او په وینا یې چې دغه غږ به یې تل اوچتېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وويل، په ملک کې په ناقانونه توګه ورکونې (تری تمونې) او وژنې کيږي، خلک په نښه کېږي او دوی ته ترهګر ويل کېږي، او که دوی د پلټنو د کمېشن جوړولو غوښتنه کوي نو غدار ورته ويل کېږي.

هغه وويل که د خپلو مظلومو، محکومو خلکو ترجماني کول غداري وي نو دوی په دې وياړي.

منظور پښتین پر ریاست غږ وکړ چې لا درکه خلک دې عدالت ته وړاندې کړل شي، که څوک پکې مجرم وي، د پاکستان آئین له مخې دې سزا ورکړل شي، که یوڅوک بې ګناه دی، هغه دې پرېښودل شي.

لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس
لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم دغه کنفرانس کې په خپله وینا کې د خیبر پښتونخوا په شمول د وړو صوبو د محرومیانو ذکر وکړ.

محسن داوړ وويل، په پښتنه سيمه کې که تندروي راځي نو هلته پوځي عمليات کيږي او په زرګونو وژنې پکې کيږي، خو دغه کارکه په پنجاب کې کيږي تحریک لبیک په خپلو مظاهرو کې د پوليسو وژنې کوي نو د هغو سره بيا بدله رويه ساتل کيږي د هغه په وېنا ځکه چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ او سياسي مشران پنجاب نه خپه کول غواړي.

هغه وويل د تحريک لبیک د مشر سعد رضوي ضمانت په یوه شپه کې وشي خو د علي وزير مقدمې ته په مياشتو مياشتو د اورېدنې لپاره نېټه نه ټاکل کېږي.

د بلوچستان پخواني وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ هم دغه کنفرانس کې د لادرکه خلکو یادونه وکړه.

عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په خپل تقریر کې د ګلګت بلتستان اوسیدونکي او عوامی ورکرز پارټئ یو مشر بابا جان په خپل تقریر کې وویل چې ګلګت بلتستان صوبه تر دا وخته د پاکستان له آئینه بهر ساتل شوې ده، دغلته نه خو عدالت آزاد دی، نه یې عبوري صوبایي اسمبلۍ آزاده ده. نه یې په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې نمایندګي شته دی، بس په اسلام آباد کې ناست یو وفاقی وزیر سره د دغه صوبې ټول واک اختیار دی.

دغه غونډه د سپریم کورټ وکیلانو اتحادیې جوړه کړې وه، چې پکې د انساني حقونو مبارزې عاصمه جهانګیر ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کول او د هغې په خدماتو رڼا اچول وو. ټولو مقررینو د عاصمه جهانګیر غږونه تر دې وخته ژوندي او ګټه ور وبلل.

عاصمه جهانګیر د ۲۰۱۸ز کال په فرورۍ میاشت کې مړه شوې وه، چې تل یې د مظلومه خلکو لپاره غږ پورته کړی وو. نوموړې د سپریم کورټ وکیله وه، د وکیلانو ټولنې او د هیومن رایټس کمیشن آف پاکستان مشره هم پاتې شوې وه.

XS
SM
MD
LG