د لاسرسي ځای

تازه خبر

خاقان عباسي: د ججانو، جنرالانو او بېوروکرېټانو احتساب دې هم وشي


خاقان عباسي وويل چې د احتساب په اړه چې کومې پوښتنې له سياستوالانو کېږي بايد هغسې تپوسونه له ججانو، جنرالانو او بېوروکرېټانو هم وشي.(عمس ارشېف)
خاقان عباسي وويل چې د احتساب په اړه چې کومې پوښتنې له سياستوالانو کېږي بايد هغسې تپوسونه له ججانو، جنرالانو او بېوروکرېټانو هم وشي.(عمس ارشېف)

د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غوښتنه کړې چې د سیاستوالانو په شان د ججانو، بېورکرېټانو او پوځي افسرانو مالي احتساب دې هم وشي.

د مسلم ليګ نواز دې مشر د پاکستان احتساب قامي ادارې "نېب" تور پورې کړ چې د ده په وينا، د سياستوالانو د بدنامولو هڅې يې پېل کړې دي.

خاقان عباسي د جنورۍ پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د احتساب عدالت بهر رسنیو ته وویل چې پر سیاستوالانو د درغلیو کوم تورونه لګول کېږي هغه په هېواد کې د سیاست د ناکامولو یوه هڅه ده.

هغه زياته کړه چې د احتساب ادارې بايد پخپله احتساب وشي. نوموړي وويل چې که په پاکستان کې د مالي احتساب خبره کېږي نو بايد بيا په دې کې له براډشیټ کمپنۍ سره د شوي تړون تفصيلات هم په ډاګه شي.

براډ شېت يوه برتانوي کمپنۍ دی چې ورسره د پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف په واکمنۍ د پاکستان د احتساب قامي ادارې نېب په ۲۰۰۰م کال کې تړون کړی وو چې له مخې يې د فيس اداکولو په صورت کې به کمپنۍ د هغو پاکستاني سياستوالانو او نورو بانفوذه کسانو بهر هېوادونو ته په ناقانونه توګه لېږدول شويو پیسو په اړه مالومات کوي او پاکستان ته به يې سپاري. په دې کسانو کې د مسلم ليګ نواز مشر نواز شريف هم وو چې په هغو ورځو کې جلاوطنه وو.

خو څو کاله وروسته نېب له براډشيټ سره تړون ختم کړ چې پرضد يې کمپنۍ د فيس د غوښتلو لپاره د برتانيا په عدالت کې مقدمه وکړه او عدالت د براډشيټ په حق کې فيصله ورکړه خو پاکستان د فیصلې پر ضد اپيل وکړ خو لندن های کورټ فیصله واروله چې پاکستان دې کمپنۍ ته ۲۸ اشاريه اوه ملينونه ډالر ورکړي.

د عمران خان په مشرۍ وفاقي کابینې د سږکال جنورۍ پر لومړۍ نېټه براډشيټ ته د ۲۸ اشاريه اوه ملينه ډالر اداکولو منظوري ورکړه چې له دې وروسته د دې کيس په اړه نور تفصيلات مخې ته راغلل.

د پاکستان ځينې رسنۍ وايي، کابینې د براډ شیټ د کیس د پلټنو لپاره د کمیشن جوړولو منظوري ورکړې ده.

شاهد خاقان عباسي ويلي چې که د براډشيټ په اړه پوره تفصيلات په ډاګه شول نو د ده په خبره، د نېپ درې مشران به زندان ته ځي. د ده په خبره، په دې کې د پخواني پوځي امر جنرال مشرف نوم هم راځي چې د د ده په وينا، هغه هم بايد زنداني شي. دا رنګه د خاقان عباسي په خبره، د براډشيټ په قضيه کې د نېپ د پراسېکېوټر جنرل نوم هم راځي چې له کمپنۍ سره پر تړون لاسليک کړی وو.

شاهد خاقان عباسي وويل چې سياستوالان غوښتنه کوي چې د نېب په عدالتونو کې دې کېمرې ولګول شي او ټول ولس ته دې ښکاره کړل شي چې سياستوالانو څنګه درغلي کړې ده؟

ده وويل چې په عدالتونو کې چې څنګه پوښتنې له سياستوالانو کېږي بايد دغسې پوښتنې دې له ججانو، بېوروکرېټانو او جنرالانو هم وشي او دا هرڅه دې په ټي وي ولس ته مخامخ ښکاره کړل شي.

شاهد خاقان عباسي دا خبره په داسې حال کې کړی چې د مسلم لیګ نواز او د ځینو نورو اپوزیشن ګوندونو مشران او غړي دا مهال د درغلیو په تور په جیلونو کې دي او په ځینو بیا یوازې مقدمې روانې دي.

په پاکستان کې تل حکومتونو د اپوزیشن ګوند پرضد د درغليو کېسونه کړي دي. پيپلز پارټۍ په خپله واکمني د مسلم ليګ نواز او مسلک ليګ نواز بیا په خپل حکومت کې د پيپلز پارتۍ پرضد مقدمې جوړې کړې وې.

دا لومړۍ ځل دی چې تحريک انصاف حکومت په واک کې راغلی دی او د دواړو مهم اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ د مشرانو پرضد د درغليو مقدمې جوړې شوې دي.

دا چې په پاکستان کې د روان احتساب تر شا عوامل څه کیدای شي؟ د ډان ورځپاڼې د پېښور دفتر مشر اسماعیل خان وايي چې د حکومتي غړیو پر ځای د اپوزیشن خلاف د زیاتو کارروایانو کېدو له وجې د نېب اداره تر شکونو لاندې راغلې ده.

دده په خبره،

"د احتساب عمل د مشرف په واکمنۍ کې د نیشنل اکاونټبلټي ارډیننس له لارې پېل شوی وو چې هدف يې د هغو لوړ پوړو چارواکو یا سیاستوالانو پلټنې کول وو چې رشوت اخیستې وې او يا یې د پاکستان دننه یا بهر اثاثې جوړې کړې وي."

خو د اسماعيل خان په خبره مخالف ګوندونه وايي چې په احستاب کې يوازې دوی په نښه کېږي. د نوموړي په وينا، تراوسه داسې ثبوتونه راغلي دي چې نیب د بې طرفه ادارې په توګه خپل تشخص له لاسه ورکړی دی او متنازعه شوی دی.

هغه زياته کړه چې داسې نه ده چې پر چا چې تور لګیدلی نو هغه به غلط وي خو نیب چې کومه پروسه روانه کړې ده، چې کوم طریقه کار یې خپل کړی دی پر هغې نیوکې کېږي او دا تنقید بې ځایه هم نه دی.

خو نېب تل دا ويلي چې د دوی طریقه کار سم دی او د هيچا پرضد انتقامي کاروايي نه کوي بلکې په شفافه طريقه د احتساب عمل پر مخ وړي.

په پاکستان کې ځینې سیاستوالان د تیرې څه مودې راهیسي دا تور هم پورې کوي چې له پوځي افسرانو د درغلیو د تورونو په اړه پوښتنې نه کېږي او نه د هغوی پر ضد کومه کارروايي شوی خو پخوانۍ پوځي افسر ریټایرډ لیفټینیټ جنرل طلعت مسود وايي چې پر پوځي جنرالانو یا نورو افسرانو د درغلیو په اړه د لګیدلو تورونو پوځ پخپله پلټنې کوي.

هغه زياته کړه،

"پوځ په خپلو ادارو کې دننه پلټنې کوي.که پر چا تور ولګېږي نو پلټنې يې کوي او بیا یو اصولي اقدام کوي. پوځ سزاګانې هم تر خپل قانون لاندې ورکوي. نیب اداره پر پوځ نه لاګو کېږي او دوی ته د ججانو او پوځیانو دومره کیسونه هم نه دې ورغلي. وړاندی د سمندري ځواکونو پر یو مشرانو او نورو پوځي افسرانو تورونه پورې شوي دي خو پوځ د هغې خلاف پخپله کارروايي کړې ده."

څه موده وړاندی وزیراعظم عمران خان د نېب ادارې ستاينه کړې وه او ويلي ول چې نیب د حکومت تر کنټرول لاندې نه بلکې يوه خپلواکه اداره ده.

د نېب مشر جاوېد اقبال هم په بېلا بېلو وختونو کې په بیانونو او ویناګانو کې ویلي چې له هېڅ سیاستوال یا سیاسي ګوند سره ملګرتیا نه پالي او همداراز مخالفت یې هم نه کوي.

اقبال وايي، د درغلیو ختمولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي او د هېچا تر فشار لاندې نه راځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG