د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم نواز: ثاقب نثار دې ووايي چې نواز شریف او د دې سزا کولو لپاره چا مجبورولی؟


پخوانی وزیر اعظم نواز شریف د خپلې لور مریم نواز د وینا اورېدو پر مهال. تصویر له ارشیفه
پخوانی وزیر اعظم نواز شریف د خپلې لور مریم نواز د وینا اورېدو پر مهال. تصویر له ارشیفه

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مشرې او د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف لور مریم نواز د سپریم کورټ له مخکیني چیف جسټس ثاقب نثار څخه غوښتنه کړې ده چې هغه دې ولس ته ووايي، چا دې ته مجبورولی چې د نواز شریف او مریم نواز که سزا نه جوړېږي هم، سزا دې کړي او تا ته چا وویل چې عمران خان به راولي؟

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خپل ګوند له نورو مشرانو سره په ګډه مطبوعاتي کنفرانس ته په خپله وینا کې مریم نواز ویلي، لومړی ثاقب نثار ویل چې په غږییز ټوټه کې غږ د ده نه دی. د دې وینا وه، که نن نه وي نو سبا به هغه ته رښتیا ویل وي.

مریم نواز وویل چې دجسټس شوکت عزیز ویډيو هم درواغ وه؟ او جنرل فیض حمید د هغو درواغجنو تورونو کله هم تردید وکړ؟

یاده دې وي چې د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۱مه نېټه د اسلام اباد های کورټ جج شوکت عزیز صدیقي د پوځ پر جاسوي ادارې ای اېس ای تور پورې کړی چې په قانوني کېسونو کې لاسوهنه کوي. د نوموړي په ادعا د یادې ادارې چارواکيو غوښتل چې د مسلم ليګ ن رهبر نوازشريف او د هغه لور مریم نواز دې تر عامو انتخاباتو وړاندې له زندانه خوشې نه کړل شي.

هغه مهال د دې تورونو په ځواب کې د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې په خپله ویبپاڼه لیکلي ول چې جج شوکت عزیز صدیقي د استخباراتي ادارې د پاکستان پر جاسوسي ادارې ای اېس ای او عدليي په ګډون په ریاستي ادارو تورونه لګولي دي او پوځ له سپریم کورټه غوښتنه کوي چې د هغه د تورونو د جاج اخیستو لپاره دې مناسبه کارروایي وکړل شي.

د فېکټ فوکس په نوم ويبپاڼې د نومبر پر ۲۱مه نېټه د پیته شوي غږ (اډيو ريکارډینګ) پر اساس چې پکې دوه کسان خبرې کوي یو ځانګړی رپورټ خپور کړی دی.

په اډيو ريکارډنګ کې د فېکټ فوکس په خبره ثاقب نثار بل کس ته وايي ((زه به سپينه خبره وکړم چې دلته فیصلې ادارې کوي او وايي چې په دې کې به میا صیب (نواز شريف) ته سزا ورکول وي او وايي چې موږ خان صيب (عمران خان) راولو. سزا يې جوړېږي نه خو اوس به يې ورکوو.))

میا ثاقب نثار تازه اډيو ريکارډنګ جعلي بولي. د نومبر پر۲۱مه د فېکټ فوکس ويب پاڼې تر رپورټ سمدستي وروسته مشال راډيو له ثاقب نثار څخه د ټيليفون له لارې پوښتنه وکړه نو هغه وويل چې دا (جعلي ږغ) دی او ده په دې اړه (نواز شريف او مريم نواز ته د سزا) له هېچا سره خبرې نه دي کړي.

خو چې کله مو ورڅخه وپوښتل چې په اډيو کې خو کټ مټ ستاسو غږ ښکاري نو هغه وويل: ((دا چې څوک یې اوري هغه ته به داسې لګېږي خو ما ته داسې نه ښکاري.))

د دې غږیزې پیتې په باب د قانونپوهانو نظر

د پاکستان قانونپوهان په دې اند دي چې د هغه هېواد د ستر عدالت د پخواني مشر میا ثاقب نثار رابرسیره شوي صوتي پیغام لرونکي اډيو تر هغې څه قانوني ارزښت نه لري چې تر څو يې کره کتنه نه وي شوي. خو فيکټ فوکس ويبپاڼې په خپل راپور کې دعوه کړې چې دا اډيو ريکارډنګ ورته دوه میاشتې مخکې تر لاسه شوی او دا ادعا هم کوي چې د دې غږیزې پیتې ساینسي کره کتنه یې کړې او دا غږ د ثاقب نثار دی.

د نومبر په ۲۳مه مشال راډيو سره په خبرو کې د سپریم کورټ بار پخواني مرستیال مشر عابد ساقي وويل چې د دې اډيو ريکارډنګ عدالتي ارزښت تر هغې نشته تر کومه چې د دې کره کتنه (فرانزک) د عدالتي معیار مطابق نه وي شوي. د نوموړي په وینا تر هغو په عدالت کې د دې (ریکارډنګ)هېڅ حیثيت نه شته تر څو چې دا ثابت شوي نه وي چې دا صحيح دی که غلط.

عابد ساقي زیاتوي، د ډيجیټل ثبوتونو په اړه د معاینې(فرانزک) مشخص معیارونه دي، لکه په ۲۰۱۹ز کال کې سپریم کورټ د جج ارشد ملک او اشتیا ق مرزا د مقدمې پر مهال وضع کړي دي، په دغه معیارونو کې دا ثابتول دي چې دا ریکارډنګ چا کړی دی، په کومو الاتو يې کړی دی او په کوم ځای کې شوی دی. دا هر څه که ثابت شول نو بیا به هله د دې یوڅه قانوني ارزښت وي.

د سپریم کورټ پخواني چيف جسټس میا ثاقب نثار دا اډيو ريکارډنګ جعلي بللې او دا ي رد کړې چې ګوندي هغه د چا سره د نواز شریف او د هغه د لور د سزا په اړه خبرې کړي خو د نواز شریف د سزا په اړه د دې نه مخکې هم د احتساب د یو عدالت قاضي ارشد ملک او بیا د جج شوکت صديقي لخوا دا خبره شوې وه چې په هغه هیواد کې څه قوتونه په عدالتي نظام کې مداخلت کوي. د هغو څرګندونو نه پس هم څه عدالتي یا قانوني کارروايي ونه شوه خو اوس پوښتنه دا ده چې آیا دا اډيو ريکارډنګ به هم بغیر د څه منتطقي انجام ته د رسېدو نه مخکې له پامه وغورځول شي؟ په ځواب کې يې د پېښور های کورټ وکيل سنګين خان وايي:

((چې کوم حد ته دا خبرې ورسېدې، نو اوس په دې عدالتي نظام د ولسي اعتماد د ختمېدو خبره ده، که د یو ملک په چیف جسټس دا تور لګېږي او بیا بیا لګېږي، د قاضي شوکت عزیز صدیقي او بیا د جج ارشد ملک لخوا تور ولګول شو او بیا په جج قاضي فايز عيسي رنګ رنګ بریدونه وشول، نو دا هر څه د ملک د آییني او عدالتي نظام تر پښو لاندې کولو په معنا دي، دا هم حقیقت دی چې د دې هېواد د عدليي کردار د ستاينې وړ نه دی، همیشه يې غیر آییني ګامونه قانوني ګرځولي دي او د پوځ د ملاتړو کردار يې لوبولی دی خو اوس وخت راغلې چې موجوده اعلا عدالتونه په دې اړه پلټنې وکړي او د عدليي په کردار لګېدلي تور داغونه پاک کړي.))

د نومبر په ۱۵مه نيټه د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز انټر نيشنل د ګلګت بلتستان د پخواني چیف جج رانا شمیم یو لاس لیک شوې حلف نامې په بنیاد جوړ شوي راپور کې ويلي ول چې ثاقب نثار د خپلې کاري مودې پر مهال د هغه(رانا شمیم) مخکې یو چاته د ۲۰۱۸م کال د عامو ټاکنو نه مخکې د نواز شریف د ضمانت نه منظورولو ويلي ول ، میا ثاقب نثار دا تور هم رد کړی، دا چې ایا د دې اډیو ريکارډنګ د کره ختو نه پس نواز شریف، مریم نواز شریف او کپټن صفدر ته ورکړل شوې سزا ګانې کالعدم کېدلای شي؟ په اړه يې د بلوچستان های کورټ وکيل منیر کاکړ وايي، که خپلواکه عدالتونه دا قضیه په ساينسي بنیادونو وګوري نو ممکنه ده د شریف خاندان ټولې سزاګانې منسوخ شي:

((که چيرې پلټنې وشي او ثابت شي چې د میا ثاقب نثار دا اډیو کلپ په حقیقت مبني دې نو دا د نواز شریف او مریم نواز په مقدمه کې د ثبوت په توګه شامیلېدی شي چې دا د هغوي پر خلاف سازش شوی وو نو زما په اند که ازاد او خپلواکه عدالتونه وي نو د هغه پرضد سزاګانې ختمولای شي او په هغه چې کوم بندیزونه دي هغه هم ليرې کېدای شي.)) د پاکستان د قانون پخوانی وفاقي وزیر او اټارني جنرل افتخار ګيلاني د نومبر په ۲۳مه مشال راډيو ته په ليکلې بڼه ويلي چې که د کره کتنې نه پس دا اډیو ريکارډنګ د میا ثاقب نثار غږ ثابت شو نو دا کړنه د غدارۍ په زمره کې راځي او د هغه پرضد د آیین تر شپږمې مادې لاندې کاروايي کېدلای شي. په لاهور کې عاصمه جهانګیر نړیوال کنفرانس ته د نومبر پر ۲۰مه (۲۰۲۱) د پاکستان چیف جسټس ګلزار احمد په خپله وینا کې ويلي ول چې د ملک عدالتونه ازاد دي او هغوي د چا په حکم او خوښه پرېکړې نه کوي. بلخوا د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري او یوشمیر حکومتي چارواکو دا اډیو ریکارډنګ جعلي او د شریف خاندان لخوا د ملک د عدليي او نورو ادارو پرضد سازش بللی دی.

XS
SM
MD
LG