د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په سياست کې د پوځ لاسوهنه څومره ده؟


د ای ایس ای مشر جنرل فېض حميد، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او وزیراعظم عمران خان
د ای ایس ای مشر جنرل فېض حميد، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او وزیراعظم عمران خان

د پاکستان پوځ وايي په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي او نه په دې لړ کې چا سره په رابطه کې دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فرورۍ په اتمه له يوه شخصي ټيليويژن سما سره په یوه مرکه کې د خبرو پر مهال ويلي چې په ملکي حکومتي‌چارو کې ګوتې نه وهي. ''له سیاست سره د پاکستاني پوځ هېڅ تعلق نه شته او د دې لپاره هېڅ ډول د پټو دروازو شاته رابطې نه کارول کيږي. هغه خلک چې په دې اړه اټکلونه کوي هغوی ته مو مخکې هم خواست کړی وو او بيا هم ورته وایم چې پوځ سیاست ته مه ورکشوئ.''

موږ بيا بيا ويلي چې سیاست ته مو مه ورکشوئ
مېجر جنرل بابر افتخار

د پاکستان پوځ په داسې مهال دا وضاحت کړی چې له ځينو اپوزیشن ګوندونو جوړ، پاکستان جمهوري تحريک خپل دې دريځ‌ ته زور ورکړی چې پوځ په سياسي چارو کې مداخله کوي او د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت تر شا ولاړ دی.

د دې تحريک مشر، مولانا فضل الرحمن، د فرورۍ په اتمه د پوځ د دې تازه بيان په غبرګون کې په يوه خبري غونډه کې وويل: ''زما په اند دوی له خپله دا سوچ او فکر پکار دی چې د دوی په اړه په [سیاسي کې د مداخلت] تاثر ولې موجود دی؟ دوي په سیاست کې مداخلت کوي. په انتخاباتو کې درغلۍ کوي. د درغليو په بنیاد ناجايزه حکومتونه په ولس تپي. دوی دې دا مداخله بس کړي. نو موږ د ادارو احترام کوو او ادارو سره زموږ هيڅ جنګ نشته.

کودتاوې او تاریخ

د پاکستان په ۷۵ کلن تاريخ کې پوځ ۳۳ ځله نېغ په نېغه د کودتاوو له لارې حکومت کړی دی. دلته هيڅ ‌منتخب وزیراعظم خپله اييني دوره د بېلابېلو وجوهاتو له امله نه ده پوره کړې. په دوی کې د مسلم ليګ (ن) رهبر، نواز شريف هم شامل دی. هغه چې د درغليوو په کېسونو کې په ضمانت لندن ته د زړه ناروغۍ د د درملنې لپاره تللی، په دې وروستيوو کې پر پوځ ډېرې نيوکې کوي.

نوازشریف د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې آن دا ادعا هم وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې د ده د حکومت په خلاف د عمران خان د پلويانو د ۱۲۶ ورځو دهرنو پر مهال ترې، د هغه وخت د جاسوسي ادارې، ای اېس ای مشر، جنرل ظهیرالاسلام استعفا غوښتې وه خو ده رد کړه. ظهیر الاسلام چې له پوځه ريټایرډ شوی، په دې اړه څه نه دې ويلي. پوځ هم د دې تور ځواب نه دی ورکړی.

دا د خندا وړ ده چې په سیاست کې د پوځ د مداخلې په اړه دې ثبوتونه وغوښتل شي. د دوی جرنېلانو پخپله دا خبرې تاييد کړې
ضياالدین

د نوموړي په وينا له دې معلومېږي چې د پاکستان پوځ په سياست کې څومره ګوتې وهي.

مشال راډيو چې کله د دې ګوند له چيرمين، راجه ظفرالحق څخه د فرورۍ په نهمه وپوښتل چې د هغه ګوند سره پر پوځ د لګولو تورونو ثبوتونه شته او کنه، نو لومړی هغه وخندل او بيا یې وويل: ((د ټولنې د هرې طبقې بیلا بيل دریځ وي. په روزمره معاملاتو کې هغه دریځ او عمل په ډاګه کيږي. که پوځ وايي چې په سیاست کې مداخلت نه کوي نو دا خو ښه خبره ده. بايد پوځ په خپله خبره ولاړ پاتې شي. له دې علاوه نور څه ويل نه غواړم ځکه چې بیا که څه ووايم نو ماملات ترې خرابيږي.))

د سیاسي ګوندونو ماتېدل

د پاکستاني پوځ ځينو پخوانيوو جنرالانو په مرکو او کتابونو کې داسې ګڼې حوالې، کيسې او پېښې په ډاګه شوي دي چې دوی پکې په تفصیلي توګه په سیاست کې د پاکستاني پوځ د ځينو افسرانو لاس لرل بيان کړي دي. ده په دغو کې د آي ايس اي د پخواني مشرانو جنرل اسد دراني ، جنرل عبدالرحمن، جنرل حميد ګل، د پوځ پخواني مشر جنرل پرويز مشرف چاپ شوي کتابونه او مرکې شاملې دي.

د ډان ورځپاڼې پخوانی ايډيټر ضیا الدين وايی د جنرل ضیا الحق له مارشل لا نيولې بيا جنرل حميد ګل پورې ډېرو پوځي افسرانو په پوځ کې لاسوهنه منلې ده. ((د اي ايس اي پخواني مشر جنرل اسد دراني خو په سپریم کورټ کې اقراري بیان ورکړی دی نو دا ډیره د خندا خبره ده چې پوځ وايي موږ له ثبوت راکړئ. د دې څه مطلب دی؟ دوي له کوم ډول ثبوت پکار دی؟))

د پاکستان پوځ د کاروبار په حواله هم شهرت لري. څيړونکې عایشې صدیقې د ملټري اينک (اینکارپورېشن) په نوم د پوځ د دې کاروبار تفصيل ليکلی دی. د هغې په وېنا پوځ له بېمې او بېنکونو واخله تر سيمټو پورې کاروبارونو لپاره کمپنۍ لري. هغه په خپل کتاب کې هم دا هم زیاته کړې چې د دې مالي سلطنت د قایم ساتلو لپاره پوځ همېشه په سياست او حکومت کې ښکېل پاتې شوی.

د فرورۍ په نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان پييپلز ګوند يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر فيصل کريم کنډي وويل چې هره اداره بايد په خپلې اييني حدونو کې کار وکړي.

هغه زیاته کړه: ((پاکستان پيپلز ګوند مات کړل شو، پيټریاټ ترې جوړ کړل شو. مسلم لیګ ماتولو کې، مسلم ليګ ق جوړولو او ماتولو کې ، د ايم کيو ايم په ماتولو کې د دوی کردار شته. اوس هغه زمانه نه ده چې ميډيا به ازاده نه وه. که دوی کوم ميډیا چينل یا کوم اينکر چوپ کړي نو ټولنيزه ميډیا نه شې بندولی. خو زه دا خبره کوم چې که هره اداره خپل ايیني حد کې کار وکړي نو په هیڅ چا الزام نه شي لګيدی.))

XS
SM
MD
LG