د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د نوې وفاقي‌کابینې غړو سوګند واخیست


د وزيراعظم شهباز شريف په کابینه کې ۳۴ غړي شامل دي
د وزيراعظم شهباز شريف په کابینه کې ۳۴ غړي شامل دي

په کابينه کې د مسلم لیګ نواز ګوند ۱۳، د پاکستان پیپلز ګوند نهه، د جميعت علما اسلام ف ډلې څلور، د متحده قامي مومنټ دوه او د بلوچستان عوامي ګوند، جمهوري وطن پارټۍ او د مسلم لیګ (ق) یو یو غړي شامل دي.

د پاکستان سینټ چېرمين صادق سنجراني نن (د اپریل پر ۱۹مه) د نوې وفاقي کابینې لپاره له ۳۴ غړو سوګند واخیست.

د پاکستان سرکاري ټيليويژن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په دې کې ۳۱ وفاقي وزيران، درې د مملکت وزيران او دوه سلاکاران دي.

په کابينه کې د مسلم لیګ نواز ګوند ۱۳، د پاکستان پیپلز ګوند نهه، د جميعت علما اسلام ف ډلې څلور، د متحده قامي مومنټ دوه او د بلوچستان عوامي ګوند، جمهوري وطن پارټۍ او د مسلم لیګ (ق) یو یو غړي شامل دي.

د کابینې په غړو کې خواجه محمد اصف، رانا ثنا الله، احسن اقبال، شیري رحمان او مریم اورنګزیب ترڅنګ د قبایلي ضلعو ساجد حسین توري او مفتي عبدالشکور هم دي.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي که څه هم د کابینې د غړو نومونه تاييد کړي وو خو له وزيرانو یې سوګند وانخیست.

هغه د تحريک انصاف سره تعلق لري چې حکومت او وزيراعظم یې د اپريل په ۱۰ په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو لخوا د عدم اعتماد په نتيجه کې ختم شو.

ولسمشر علوي تر دې وړاندې د مسلم لیګ نون له مشر شهباز شریف څخه هم د نوي وزیراعظم په توګه د سوګند له اخیستو انکاري شوی وو.

د ولسمشر دفتر هغه وخت په يو بیان کې ویلي وو چې د ولسمشر ډاکټر عارف علوي ناروغ دی نو ځکه له وزیراعظم څخه سوګند نشي‌ اخیستلای.

له وزیر اعظم شهباز شریف څخه هم سوګند د سېنېټ مشر صادق سنجراني اخیستی وو.

له کورمې قبايلي ضلعې په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند غړي او په نوې کابينه کې شامل ساجد حسېن توری د اپرېل پر ۱۸مه لا مشال راډیو ته ویلي وو چې ولسمشر عارف علوي له نوې کابینې سوګند نه اخلي.

ده وویل، "دا ډیره د افسوس خبره ده ، چې مخکې ولسمشر علوي له وزیراعظم شهباز شریف څخه هم د ناروغۍ په پلمه د سوګند اخيستو نه انکار کړی وو ، او اوس بیا موږ ته معلومه وه چې څه نه څه پلمه به جوړوي ، نو دا له ايین څخه سرغړونه ده."

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ دا نوی حکومت له بېلابېلو ګوندونو جوړ دی. دوی د اپريل په لسمه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد په راوړلو سره د هغه مهال وزيراعظم عمران خان له دندې ليرې کړ.

عمران خان د هغه د ليرې کېدو تر شا د امريکې او اپوزیشن شريک سازش بولي. خو نه یوازې دوی بلکې د پاکستان پوځ هم دا رد کړې ده او ويلي یې ده چې سازش نه دی شوی.

تر دې وروسته عمران خان د وزيراعظم شهباز شريف حکومت په خلاف مظاهرو ته دوام ورکړی دی. هغه تر اوسه په پېښور او کراچۍ کې لویې جلسې کړې او وايي دا حکومت به تر هغه چلېدو ته نه پريږدي تر څو یې د عمومي ټاکنو اعلان نه وې کړی.

XS
SM
MD
LG