د لاسرسي ځای

تازه خبر

مبارزه مو د ايين ماتوونکو له غلامۍ څخه د خلاصون لپاره ده: نواز شریف


د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شریف. انځور - ارشیف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شریف. انځور - ارشیف

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهبر، نواز شريف يو ځل بيا ويلي چې مبارزه یې د ايين ماتوونکو له غلامۍ څخه د خلاصون لپاره ده.

نوموړي د اګست پر دويمه پر ټويټر ليکلي چې په خپل عزت نفس به جوړجاړی و نه کړي او غواړي د تاريخ په سمه خوا کې ولاړ وليدل شي.


نواز شريف دا خبرې تر هغه یوه ورځ وروسته کړې چې د نوموړي ورور او د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف له جيو نيوز ټېلېويژن سره په يوه مرکه کې وويل چې ګوند یې بايد د مزاحمت پر ځای د قامي مفاهمت سیاست خپل کړي.

هغه دا خبره په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې په اړه د نوازشریف او د هغه د لور مريم نواز د توندو بیانونو په باره کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

د پاکستان پوځ درې ځله د مارشل لا لارې تر ۳۰ کلونو زیات وخت په واک کې پاتې شوی دی. همدراز ځينو پخوانيو پوځي مشرانو په بېلابېلو رسنیزو مرکو کې منلي چې په خپل دور کې یې له بېلابېلو سیاستوالو او ګوندونو سره د انتخاباتو په وخت په مستقسم يا غیرمستقیم ډول همکاري کړې ده.

د سیاسي چارو پوه اویس توحيد وايي‌، نوازشريف دغه تاريخ ته په کتو په اصولي ډول سمه خبره کوي. خو هغه زیاتوي چې د عدالت له خوا له حکومتي چوکۍ نا اهل ګرځول شوي ۷۱ کلن سیاستوال، نوازشريف لپاره مزاحمتي سياست ډير ناوخته دی.

"نوازشريف په داسې عمر کې دی چې فکر کوي د نوموړي د پارليماني سیاست دور ختم دی. کېدای شي هغه بيا هېڅکله په عملي سیاست کې برخه وانخلي. نو ځکه نوموړی غواړي چې په مزاحمتي او توندو بیانونو سره یې لور، مريم نواز رامخې ته شي او هغه وزیراعظمه شي. نو د هغه جارحانه سیاست د خپلې لور د سیاست د ازادۍ لپاره دی."

نوازشريف ته د درغليو په کېس کې سزا شوې او د تل لپاره له سرکاري عهدې درلودو نااهله ګرځول شوی دی خو نوموړی دا د هغه په خلاف سياسي سازش بولي.

نوازشريف د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د زړه ناروغۍ د درملنې لپاره په ضمانت ترخوشې کېدو وروسته لندن ته لاړ. له هغه ځايه یې په خپلو تقریرونو کې پر پوځ نيوکې کړې چې په سیاست کې مداخله کوي او جمهوري اقدار تر پښو لاندې کوي خو پوځ دا ردوی او وايي، کار یې د امنيت تر ساتنې محدود دی. د پاکستان په ټېلېويژنونو کې د نواز شريف تقریرونو په خپرولو بندیز دی.


د سیاسي چارو پوه، خبریال حامد میر وايي، د نوازشريف خبرې سمې خو اغېز به یې ځکه اوږدمهاله نه وي چې اکثره سیاسي ګوندونه په دې قانع دي چې پوځ دومره زورور دی چې پرضد یې خبرې کول سیاسي زیان لري.

نوموړي د اګست پر درېيمه مشال راډیو ته وويل چې د خپلې بيانیې د عامولو لپاره دې نوازشريف پاکستان ته ستون شي: "هر پاکستانی چې د ايين په لاسبرېتوب باور لري، غواړي چې پوځ په سیاست کې مداخله و نه کړي خو داسې نه ده. مداخله روانه ده چې پاکستان ته یې ګڼې مسلې جوړې کړې دي. د نواز شريف چې کومه بيانيه ده دا نوې نه ده. د دې پېل له فاطمه جناح شوی وو چې د جنرل ايوب خان په خلاف کړو تقریرونو کې یې ويلي چې پوځ بايد په سیاست کې ګوتې و نه وهي. له دې معلومېږي چې د پوځ مداخله څومره زړه ده. نواز شريف ته پکار ده چې له لندنه راشي او دلته د خلکو په مخ کې دا خبرې وکړي. داسې به فايده و نه لري چې شهباز شريف يوه او دی بله خبره کوي."

نواز شريف درې ځله د پاکستان وزیراعظم پاتې شوی خو یو وار یې هم خپله اييني دوره نه ده بشپړه کړې.

نوموړی او لور یې مریم نواز چې د مسلم ليګ (ن) مرستياله مشره ده، غوښتنه لري چې د پاکستان منتخبو حکومتونو د ښه کار او جمهوریت ټينګېدو لپاره ضرور ده چې پوځي په سياست کې مداخله ونه کړي.

دوی د دې مبینه لاسوهنې تازه مثال د ۲۰۱۸ز کال ټاکنې بولي او وايي، د تحريک انصاف بریالي کولو لپاره درغلۍ شوې او پوځ د عمران خان د حکومت ملاتړ جاري ساتلی دی.

خو د انتخاباتو کمېشن وايي، تېرې ټاکنې شفافې وي او حکومت وايي چې پوځ ورسره همغږی دی مګر د پرېکړو په کولو کې پرې فشار نشته.

XS
SM
MD
LG