د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د پاکستان پوځ به په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي؟


د پاکستان د پوځ ویاند وايي په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي خو یوشمېر ګوندونو تور پورې کاوه چې عمران خان د پوځ په مرسته واکمن شوی وو - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ یو ځل بیا ویلي دي چې د هېواد په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه دې یې څوک پکې د ښکېلولو هڅې کوي.

د اپرېل پر ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار وویل، په پاکستان کې نور د پوځي قانون (مارشل لا) له لارې د واکمنۍ دور پای ته رسېدلی دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان پوځ په ۱۹۴۷ز کال کې د هېواد له جوړېدو راهیسې څو ځلې ملکي حکومتونه ړنګ کړي او لسیزې واکمن پاتې شوی او همداراز، پر سیاسي چارو له خورا زیات نفوذه برخمن ګڼل کېږي.

خو ایا د افتخار تازه دریځ د دې ښکارندويي کوي چې اوس په سیاست کې مداخلت پوځ ته ستونزمن ښکاري او واقعي غواړي چې جمهوري منتخب حکومتونه په اصلي معنا د هېواد چارې پر مخ یوسي او که څنګه؟

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبریال او شنونکی نوید صدیقی وايي، داسې ښکاري چې امنیتي اېسټیبلېشمنټ پر دې پوه شوی چې د هېواد اقتصادي ستونزې او پر نړیوال کچ د ګوښه کېدو مسله یوازې جمهوري حکومتونه هوارولای شي.

په کار ده چې په استخباراتي ادارو کې پولېټیکل وېنګز (سیاسي څانګې) هم ختمې شي.
نوید صدیقي

نوموړي د اپرېل پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، البته دا خبره باید عملي هم شي. "دا ښه خبره ده او د بلاول بوټو زرداري په ګډون یې یوشمېر سیاسي مشرانو هرکلی کړی دی. خو د دې لپاره په کار ده چې په استخباراتي ادارو کې پولېټیکل وېنګز (سیاسي څانګې) هم ختمې شي."

د صدیقي په خبره، پوځ هم پر دې پوه دی چې "پرمختګ له جمهوریت او اقتصادي ودې سره تړلی" دی.

له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې د پاکستان اقتصادي وضعیت خراب شوی دی، همداراز، ټولنه له کلونو راهیسې د سیاسي او مذهبي عدم برداشت ښکار ده او پاکستان په نړیوالو چارو کې هم له یوشمېر چیلېنجونو سره مخامخ دی.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکتر دروېش اپرېدی وايي، پر عمران خان د بې باورۍ د تحریک په معامله کې د "پوځ بې طرفي" او د سپریم کورټ له لوري د ډېپټي سپیکر قاسم سوري امر ناقانونه ګرځول ښيي چې په پاکستان کې جمهوري او اییني ارزښتونه د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

دی وايي، امنیتي اداره (اېسټبیلېشمنټ) هم پر دې پوه شوې چې "په یوازې سر چارې پرمخ وړل" اسانه نه دي او بېلابېل اغېزونه لرلای شي.

خو د سیاسي چارو بل شنونکی او د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد ډاکتر عرفان اشرف وايي، په پاکستان کې نور د مارشل لا اړتیا ځکه نه ده پاتې چې په هغه هېواد کې د پوځ او منتخبو ملکي سیاستوالانو یو غبرګ نظام (هایبرډ رژیم) جوړ دی چې پکې امنیتي اداره د پردې ترشا وي او خپله د کورنیو او بهرنیو چارو زیاتره معاملې پرمخ وړي.

دی وايي، په دې صورت کې که یو کار خراب شي، نو بیا یې پوځ پړه پر منتخب حکومت اچوي.

ډاکتر اشرف ګڼي چې ښايي په مستقبل کې هم "ټول ستراتیژیک واک له پوځ سره" پاتې شي.

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک بریالي کېدو او تر هغې یوه ورځ وروسته د نوي وزیراعظم په توګه د مسلم لیګ (ن) د یوه مرکزي مشر شهباز شریف له منتخبېدو پس په پاکستان کې سیاسي ناکراري تر یوه حده کمه شوې، خو لا ختمه نه ده او تحریک انصاف ګوند احتجاجي جلسې پیل کړې دي.

دا د ۱۹۷۳ز کال د ایین تر منظورېدو وروسته لومړی ځل وو چې قامي اسمبلۍ یوه وزیراعظم ته د نه باور رایه ورکړه او حکومت یې ورړنګ کړ.

XS
SM
MD
LG