د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شمالي وزيرستان دوکاندارانو ته د معاوضې ورکولو رپورټ چمتو شوی"


د ضرب عضب عملياتو پر مهال د ميرامشاه او ميرعلي بازارونه ړنګ کړل شوي ول (ارشېف عکس)
د ضرب عضب عملياتو پر مهال د ميرامشاه او ميرعلي بازارونه ړنګ کړل شوي ول (ارشېف عکس)

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان وايي، هغو خلکو ته به معاوضې ورکوي چې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال یې په میرامشا او میرعلي بازارونو کې دوکانونه او پټرول پمپونه نړېدلي ول.

نوموړي دا خبره د سېپټمبر پر ۳۰ مه ڼېټه په پېښور کې مشال راډیو ته وکړه.

هغه وویل، په دې اړه جوړې شوې حکومتي کمېټۍ صوبايي کابینې ته خپل راپور وړاندې کړی دی.

د يوې مرلې مځکې قيمت ۱۵ او د يوه دوکان د سامان د تاوان اندازه درې لاکه روپۍ لګول شوې ده.
يو چارواکی

نوموړي د رپورټ له جزياتو ورکولو انکار وکړ البته وې ويل چې پکې د شمالي وزيرستان د خلکو لپاره په زړه پورې خبر دی.

يوه حکومتي چارواکي د نوم ښودلو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې صوبايي حکومت د ميرعلی او ميرامشاه بازار د معاوضې لپاره درې اربه روپۍ بيلې کړې دي.

په دې کې يې د يوې مرلې مځکې قيمت ۱۵ او د يوه دوکان د سامان د تاوان اندازه درې لاکه روپۍ لګول شوې ده چې د چارواکي په وينا دا به په ۸۰۰۰ کسانو کې وېشل کېږي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکو د میرامشا او میرعلي بازارونو د دوکانونو او پټرول پمپونو د معاوضو ترلاسه کولو لپاره په پېښور او اسلام اباد کې مظاهرې او احتجاجي غونډې هم کړې وي.

XS
SM
MD
LG