د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان په پوځي عملیاتو کې د ورانو دکانونو تاوانونه غواړي


په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې لسګونه زره کورونه او دکانونه له خاورو سره خاورې شول
په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې لسګونه زره کورونه او دکانونه له خاورو سره خاورې شول

په شمالي وزیرستان کې د میرامشاه، میر علي او دېګان بازارونو دکانداران وايي، چې د پاکستانیو پوځي عملیاتو په نتیجه کې شا او خوا څوارلس زره (۱۴۰۰۰) دکاندرانو د لسګونو کروړونو روپیو سامانونه له خاورو سره خاورې شول، خو متاثرین وايي چې دولت یې تش په خبرو تېر باسي، او هېڅ معاوضه يې نه ده ورکړې.

دوی وايي د عملیاتو او خلکو بحالۍ په نامه راغلې پېسې چېرته ولګېدلې، د دوی په خبره چې دکاندارانو ته خو یوه ټکه هم نه ده ورکړل شوې.

د میر علي یو لوی کاروباري کس سید امیر خان چې د ګارډرو، ټي ایرنو او چادرو یو لوی ګودام یې لرلو، وايي، یوازې د ده تر درېنیمو کروړو زیات سامانونه ختم او ورک شول. دی دعوه کوي چې د پاکستانیو پوځیانو ډېرې مورچې او پوستې د ده په ګارډرو جوړې شوي دي، خو نه ورته خپل سامان ورکول کېږي او نه هم معاوضه. د نوموړي په وینا له کنګالېدو پس له خپلو قرضدارانو په پټ مخ ګرځي.

سید امیر خان وايي دی په دې سوګند کوي چې له سیدګۍ څخه تر دته خېلو پورې ډېری مورچې او پوستې د ده د ګودام په ګارډرونو او چادرونو تعمیر شوې دي. او نوموړي د خپل تاوان غوښتنه وکړه.

"ملګري ملتونه دې په وزیرستان کې سرغړونو ته پام وکړي"

یو بل دوکاندار محمد رحمان وايي چې د شا او خوا څوارلس زره دکاندارانو کاروبار ډوب شوی دی، هره سرکاري دروازه یې وټکوله خو هېڅوک یې نه ږغ اوري او معاوضه ورته ورکول کېږي.

یو بل سوداګر مختار ایوب وايي له درې درېنیمو کلونو راهیسې یې هره دروازه ټکولې ده، خو ورته ځواب نه مېلاوېږي. ټوله سرمایه يې ډوبه شوي، کنګال شوی دی، سرکار دې رحم ورباندې وکړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکیو هم په خپلو خبرو کې وویل چې زرګونه دکانداران واقعي متاثره شوي، د دکانونو سامانونه يې خاورې شوي او لږ ډېر سامان محفوظ کړل شوي، چې په سلو کې لس فیصده دي، نو د دکاندارانو جرګې له ډېره وخته روانې دي او خپل حق یا معاوضې غواړي. دی زیاتوي د دکاندارانو د تاوانو تفصیلات یې ټولو اړوندو محکمو ته لېږلي دي، خو تر دې دمه هېڅ ځانګړی طریقه کار یا پالیسي نه ده راغلې، چې د دکاندارانو تاوانونو ازاله څنګه وشي.

د میرامشا بازار اوسېدونکي کورونه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیاتو له قبله که یو اړخ ته لاکونو خلک بې کوره کړل شول، خو بلخوا یې په سیمه کې د خلکو زرګونه کورونه هم ړنګ کړل شول، چې ډېری یې لا هم د معاوضو په انتظار دي.

د دې ترڅنګ په عملیاتو کې میرامشاه، میرعلي او دیګان سیمې بازارونه هم لا له مځکې سره هوار کړل شول، چې له وجې يې هغه خلک چې د مارکیټ یا جائیداد څښتن ول، له تاوانونو سره مخامخ شول، خو بل طرف شا او خوا څوارلس زره دکانداران چې دغه بازارونو کې يې په کرایه دکانونه اخېستي ول، او پکې يې کاروبار کولو. د دویپه وینا د کروړونو اربونو سرمایه يې ډوبه شوه، چې ډک دکانونه او مارکیټونه يې پرېښودلي ول، او په درېو ورځو کې یوازې هغوی د سر پناه په عرض له سیمې ووتل. او د پاکستانیو پوځونو په عملیاتو کې د کاروبارونو او کورونو له ړنګېدو پس ډېره کاروباریان کنګال ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG