د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د میرامشا ړنګ بازار تخمینه ۲۰ اربه روپۍ وه، هم هغه غواړو'


د میرامشا کنډواله بازار
عکس له ارشیفه
د میرامشا کنډواله بازار عکس له ارشیفه

د میرامشا بازار کاري کمېټۍ مشرانو او د مارکیټونو مالکانو د میرامشا پرېس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه کوله چې په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې د دوی د ړنګول شوي بازار معاوضه دې د سرکاري او پوځي چارواکیو له کړې ژمنې سره سم دوی ته ادا کړل شي.

دوی وايي کله چې پوځي او سرکاري چارواکو د دوی د ړنګو بازارونو تخمینه ټاکلې نو هغه وخت یې د دوی د یوې مرلې جایداد قیمت ۴۵ لاکه روپۍ ټاکلۍ وو خو اوس د یوې مرلې پر سر تش ۱۵ لاکه روپۍ ورکوي چې دوی به یې هېڅکله و نه مني.

دوی پر سرکار د خپلې ژمنې او وعدې ماتولو تور پورې کړ او یې ویل چې کله به هم ۱۵ لاکه روپۍ وانخلي. د دوی په وینا چې په پوځي عملیاتو کې ورسېدلي تاوانونه خپله سرکاري چارواکيو لیکلي دي او د دوی د جایدادونو ټول حساب کتاب یې کښلی دی.

د میرامشابازار کاري کمېټۍ مشر ډاکټر عمران وايي چی د دې تاوانونو په لیکلو یې د انتظامیې تر سیوري لاندې دوه، دوه نیم کاله لګولي دي خو نن ورته خپلې جایزې پیسې نه میلاوېږي.

د ډاکټر عمران به خبره دوی د های کورټ په امر یوه کمېټۍ جوړه کړه، له ځايي انتظاميې او پوځي مشرانو سره یې د دوهدوه نیم ماله چنې ووهلې او په پای مې یې د دوی ټول تاوانونه وشمېرل. افسرانو پرې دستخطونه کړي دي. صوبايي حکومت ته یې استولي دي او ورسره ژمنې وشوې.

که څه هم د مارکېټونو مالکانو تاوان تر دې څو چنده زیات شوی خو د دوی د شوي تاوان هومره تخمینه نه ده لګول شوې ده.ډاکټر عمران زیاته کړه چې سرکار دې له خپلې وعدې نه پر شا کېږي ګنې بیا به یې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو پورې احتجاج کوي.

د یادې کمېټۍ جنرل سېکرېټري سخي رحمان وايي، د دکانونو سامانونه یې تالا ترغه شول، خاورې اېرې شول،د اربونو روپیو تاوانونه یې وشول. له خپلو جایدادونو محرومه شوي، انتظامیې په خپله تاوانونه هم شمېرلي او لیکلي دي. خو اوس یې خپلې کړې وعدې ته شا کړې.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت څو ورځې وړاندې د میرلي او میرامشا بازار تاجرانو، دکاندرانو او مارکیټ مالکانو لپاره جلا جلا مغاوضې اعلان کړې، او د مرستو چیکونه یې ووېشل، چې د میرلي تاجرانو قبول کړل خو د میرامشا تاجرانو او مارکیټ مالکانو د دغو پیسو له اخېستو انکار وکړ.

د ضلعي انتظاميې په وینا د میرامشابازار تاجران چې دوکانونه او سامانونه یې ویجاړ شول، وايي، دولت خپله د دوی تاوان ۲۰ اربه روپۍ تخمینه کړی وو خو اوس یې تش پنځه روپۍ ورته اعلان کړې دي، نو دغه پیسې به دوی هېڅکله وانخلي.

شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر عبدا لناصر خان وايي چې د میرامشا بازار سوداګرو د سامانونو تاوان له نوې سره تخمینه کېږي، خبرې روانې دي، تمه کړي، چې دغه ستونزه زر حل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG