د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميرانشاه دوکانداران: معاوضې مو د ځنډ ښکار دي


د شمالي وزيرستان دوکانداران د مظاهرې پر مهال
د شمالي وزيرستان دوکانداران د مظاهرې پر مهال

د شمالي وزیرستان میرانشاه بازار دوکانداران وايي ، دوی ته د تاوان ورکړه یو ځل بیا د ځنډ ښکار شوې ده.

دوی وايي، صوبايي حکومت تر پوره معلوماتو او پخلي وروسته د دوي د تاوان ازالې لپاره ( پنځه اربه او شپږ اویا کروړه) روپۍ جاري کړې دي خودوی د تصديق په پلمه په ورکولو کې له ځنډه کار اخیستل کېږي.

که د يو چا ۱۴ لاکه روپۍ تاوان جوړېږي نو هغه ته اته او که د چا اته لاکه جوړېږي نو هغه ته درې لاکه روپۍ ورکول کېږي.
امشادالله

د دوکاندارانو کمېټۍ یو غړي ملک امشادالله د اګست پر ۱۷مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دوی د اسنادو بیا کتلو په پلمه ځورول کېږي.هغه زیاته کړه چې د صوبايي حکومت له خوا ورکړل شوې پیسې د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر بېنک اکاونټ ته ورغلي خو تراوسه پورې يوازې ۱۰۰۰دوکاندارانو ته همنه دې ورکړل شوې.

نوموړي وويل،

"موږ سره ظلم کېږي. که د يو چا ۱۴ لاکه روپۍ تاوان جوړېږي نو هغه ته اته او که د چا اته لاکه جوړېږي نو هغه ته درې لاکه روپۍ ورکول کېږي."

نوموړي وويل چې چارواکيو شاوخوا ۵۰۰ يا ۶۰۰ دوکانداران د ځنډ په فهرست کې اچولي دي. د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان مشال راډيو ته وويل چې دوی اسناد له سره ځکه ګوري چې داشانحقدارانله معاوضې محرومه نشي.

دوکانداران د وران شوۍ ميرانشاه بازار تاوان ۲۱ اربه روپۍ يادوي
دوکانداران د وران شوۍ ميرانشاه بازار تاوان ۲۱ اربه روپۍ يادوي

د شمالي وزیرستان میرانشاه بازار د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې ړنګ کړل شوی وو.

خو کله چې عمليات ختم شول او د بېکوره شویو خلکو ستنېدل پېل شو نو دوکاندارونو له حکومته دمالي تاوان غوښتنه وکړه. په دې لو کې دوی تر شاوخوا درې کالونو پورې احتجاج وکړ چې وروسته يې له حکومت سره موافقه وشوه.

دوکانداران ادعا کوي چې ۲۱ اربه روپۍ يې تاوان کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG