د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر خوشې کولو لپاره اسلام اباد ته لاريون کوي


منظور پښتين د کراچۍ په جلسه کې د سیند صوبې پر حکومت غږ وکړ چې پښتنو ته د حقونو ورکول دې یقيني کړي
منظور پښتين د کراچۍ په جلسه کې د سیند صوبې پر حکومت غږ وکړ چې پښتنو ته د حقونو ورکول دې یقيني کړي

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ کې په يوه جلسه کې د خپلو بندي ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه تکرار کړه.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنورۍ پر دویمه جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وينا کې وويل چې د پاکستان ریاست دې د وسله والو پر ضد د بې توپيره کار، د پښتنو بنديانو خوشې کولو او نورې غوښتنې ومني. ده وویل، اوس هم وخت شته دی "هسې نه چې سبا اوبه له سره تېرې وي." خو نوموړي د خپل دغه خبرداري وضاحت ورنکړ.

اوس هم سر وخت دی. هسې نه چې سبا اوبه له سره تېرې وي.
منظور پښتین

د پاکستان حکومت تر اوسه د پښتین د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو پخوا یې په بيا بيا ويلي چې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.

پښتين زیاته کړه چې د علي ‌وزیر تر څنګ دې اویس ابدال، حنيف پښتين او د بشري حقونو نور ټول فعالان بې له ځنډه خوشې شي. هغه د سيند صوبې پر حکومت غږ وکړ چې پر علي‌ وزیر او نورو پښتنو درج شوې مقدمې دې واپس واخلي. "دلته ډېر پښتانه اوسېږي. دوی ته خپل حقونه ورکړئ."

تر اوسه په سيند صوبه کې د پيپلز پارټۍ د هغه د خبرو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې د دغه ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري ويلي ول چې د علي وزیر د قضيه په اړه وزیراعلی ناخبره ساتل شوی وو.

پښتين اعلان وکړ چې پلان لري چې د سیند اسمبلۍ مخې ته به احتجاجي پرلت وهي او که بیا یې هم ملګري خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لانګ مارچ کوي. د هغه په وينا، په دې لاريونونو کې به سينديان او بلوڅان هم له ځان سره ملګري کوي. هغه د لاريون نېټه و نه ښوده خو ویې ويل چې تيارۍ یې روانې دي.

پي ټي‌ اېم د کراچۍ جلسې لپاره پر ديوالونو د ځينو وژل شوو پښتنو تصویرونه لګولي ول
پي ټي‌ اېم د کراچۍ جلسې لپاره پر ديوالونو د ځينو وژل شوو پښتنو تصویرونه لګولي ول

پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پارلېمان غړی علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دیسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيولی وو او وروسته یې کراچۍ ته ولېږداوه. پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې په سهراب ګوټ کې د یوې جلسې په وخت د پاکستان د امنيتي ادارو پر ضد په وينا خلک راپارولي وو.

خو نوموړی دا تورونه بې بنياده بولي. د کراچۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې د هغه د مقدمې اورېدنه به د جنورۍ په ۱۵مه کېږي. البته په ورته یو بل کېس کې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو. د هغه کورنۍ مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي‌ چې علي وزیر د پاکستان ايين لاندې د پښتنو د حقونو غوښتنه کړې نو په زندان کې ساتل یې تعصب دی.

پر علي وزیر برسېره، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې نور غړي لکه اویس ابدال، او حنیف پښتين هم په ورته تورونو کې په جېلونو کې دي. خو غورځنګ دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او سوله ییزو لارو د پښتنو حقونه غواړي.

د کراچۍ په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په ویناګانو کې د پاکستان له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په وسله والو کې دې "ښه او بد" نه ګوري او امن دې پر ځای کړي. د پاکستان پوځ همېشنی دريځ دی چې د امنيتي لپاره "زرګونو سرتېرو قربانۍ" ورکړې چې له وجې يې په قبايلي ضلعو کې له ۹۰ فېصده زياته خاوره له وسله والو پاکه شوې ده.

د بندي علي وزیر په کورنۍ څه تيريږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:40 0:00

XS
SM
MD
LG