د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو او شناختي کارډونو بلاکولو امر کړی


د پي ټي اېم مشران علي وزیر، منظور پښتین، محسن داوړ او ثنا اعجاز
د پي ټي اېم مشران علي وزیر، منظور پښتین، محسن داوړ او ثنا اعجاز

د جمعې په ورځ د فېبرورۍ پر ۱۹مه نېټه (نن) په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر او د نورو ملګرو په زندان کې دننه د قضیې اورېدنه وشوه او د بلې اورېدنې لپاره یې د مارچ نهمه نېټه ورکړې ده.

په قضيه کې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د پي ټي اېم د مشر منظور پښتين، محسن داوړ ، ثنا اعجاز ، یاسين، سيفيان او نورو ملګرو د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی او د دوی د شناختي کارډونو بلاکولو امر یې کړی دی.

دا خبره له مشال راډیو سره د پي ټي اېم وکیل قادر خان اېډوکېټ د قضيو تر اوريدنې وروسته وکړه.

نوموړی زیاتوي، چې په قضیه کې پوليس دعوه لري چې د دسمبر پر شپږمه په سهراب ګوټ کې د پي ټي اېم غونډې ته له علي وزير سره منظور پښتين، محسن داوړ او نورو هم ويناګانې کړې وي او په ۷ دسمبر د سهراب ګوټ پوليس په کښلې په مقدمه کې یې نومونه هم شامل دي.

له علي وزیر سره په زندان کې د پي ټي اېم د کراچي پینځه غړي محمد طاهر، نعمت الله، ابراهيم خان، محمد سرور او جاويد رحيم د جنورۍ پر ۳۱ مه د سهراب ګوټ پوليسو تر هغه وروستو ونيول چې د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد یې احتجاج کاوه.

له علي وزير سره هم په دغه مقدمه کې د کراچۍ غړي نورالله ترين، محمد شېر مسيد، بصيرالله، شېر ايوب او حسن الله د ترهګري ضد عدالت د فبرورۍ پر درېیمه په ضمانت د پرېښودو امر وکړ خو له زندانه د فېبرورۍ پر ۱۷مه نېټه ازاد شول.

علي وزیر د دسمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته نیول شوی وو چې نوموي د پېښور د ارمي‌ پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو د شپږم تلین په غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

خو پېښور پولیسو ویلي چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی وو.

پولیسو پر علي وزیر او ملګرو یې د پروسږ کال (۲۰۲۰) د دسمبر په شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست پرضد د وینا کولو تور پوری کړی دی.

خو په قضيه کې د هغوي وکيل قادر خان ايدوکيټ دا تور ردوي او وايي چې په جلسه کې هېچا هم د رياست خلاف وينا نه وه کړې.

پښتون ژغورنه غورځنګ هم دا تور ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه چې په زرګونه خلک پکې شریک وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر د ګرفتارۍ پر ضد د هيواد په جلا جلا سيمو کي احتجاج هم کړې وو او د علي وزیر د خوښي کولو غوښتنه کړې دي.

XS
SM
MD
LG