د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مظاهرې: علي وزیر او د بشري حقونو نور فعالان خوشې کړئ


منظور پښتين د نومبر پر ۱۴مه په پېښور کې مظاهرې ته وينا کوي
منظور پښتين د نومبر پر ۱۴مه په پېښور کې مظاهرې ته وينا کوي

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون دې د غورځنګ ټول ګرفتاره غړي او پلویان ژر تر ژره خوشې کړي.

د غورځنګ مشرانو دا غوښتنه د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ، پېښور او کوټه کې د احتجاجي مظاهرو پرمهال کړې ده.

عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنګل ډلې او د بلوڅ زده کوونکو سازمان (بي اېس او) هم د نومبر پر اتمه د غورځنګ له لوري د مظاهرو د لړیو ملاتړ اعلان کړی او مخکښه مشران او پلویان یې مظاهرو ته ورغلي ول.

د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ کې د پي ټي اېم مظاهره
د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ کې د پي ټي اېم مظاهره

په دې لړ کې تر ټولو لویه مظاهره په کراچۍ کې وشوه. په کراچۍ کې لسګونه کسانو له سهراب ګوټه تر پرېس کلب پورې ۲۴ کیلومیټره لاریون وکړ او بیا یې هلته ویناګانې وکړې.

په پېښور کې لسګونه کسانو د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه. د غورځنګ مظاهرې ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک په ګډون د ګوند یوشمېر نور مخکښان هم ورغلي ول. بابک مظاهرې ته په وینا کې وویل، ګوند به یې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي او د غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د خوشې کولو لپاره اواز پورته کوي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین له حکومته وغوښتل چې وزیر دې ژر تر ژره خوشې کړي. نوموړي په خپله وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې سوله خوښي کسان دې نه ځوروي. هغه زیاته کړه چې علي‌وزیر او د پي ټي ايم نورو بندي کسان د بشري حقونو فعالان دي چې په پاکستان کې په سوله ییز ډول حقونه غواړي نو ځکه بايد په جېل کې ونه ساتل شي.

سوله خوښي خلک زندان ته اچول کيږي او شرخوښو سره تړونونه کيږي
ميرکلام وزیر

حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په مختلفو مقدمو کې نيولي دي. په دوی کې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازی علي وزیر هم دی چې د سيند پوليسو ورباندې پروسږ کال د دیسمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د يوې جلسې پر مهال د رياست او ریاستي ادارو پرضد د وينا مقدمه درج کړې او دی دا مهال د کراچۍ په زندان کې دی.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د غورځنګ یوه غړي میرکلام وزیر د نومبر په ۱۴مه مشال راډیو ته وویل حکومت له هغو کسانو سره مذاکرات کوي چې ورڅخه وېره لري. هغه په دې لړ کې له مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان سره د حکومت وروستۍ موافقه او له وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره اوربند او مذاکرات یاد کړل او زیاته یې کړه چې حکومت له سوله ییزو ډلو او غورځنګونو سره خبرې نه کوي او غوښتنې یې نه مني.

په کوټه کې د غورځنګ، عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړو او پلویانو له پرېس کلبه احتجاجي لاریون پیل کړ او بیا یې په باچا خان چوک کې مظاهره وکړه.

د سیاسي ګوندونو مخکښانو د کوټې مظاهرې پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ او غړو یې بندیزونه لیرې کړي ځکه چې په وینا یې هغه محدودیتونه د پاکستان له ایین سره په ټکر کې دي. دوی دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د بلوچستان حکومت د منظور پښتین په ګډون د غورځنګ پر یوشمېر مخکښانو هغې صوبې ته پر ورتګ بندیز ته دوام ورکړی دی.

د نومبر پر ۱۴مه په کوټه کې د پي ټي اېم، عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مظاهره
د نومبر پر ۱۴مه په کوټه کې د پي ټي اېم، عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مظاهره

مظاهرې ته په وینا کې د غورځنګ او ګوندونو مخکښانو وویل چې د پاکستان له ایین سره سم، هر وګړی د بیان ازادۍ حق لري او د دې حق د استعمال له وجې باید څوک بندي نه شي او و نه ځورول شي. دوی وویل، علي وزیر د ریاست ضد وینا نه ده کړې بلکې د بیان د ازادۍ حق یې کارولی دی نو ځکه باید سمدستي خوشې شي.

خو حکومت دريځ لري چې پر علي وزیر او نورو مقدمې روانې دي او د عدالت په کارونو کې ګوتې نه وهي.

XS
SM
MD
LG