د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر په ویل چیېر کې د زندان دننه عدالت ته وړاندې کړل شو


علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۰۸م اپرېل
علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۰۸م اپرېل

د ترهه ګرۍ ضد یوه عدالت د کراچۍ په زندان کې د قامي اسمبلۍ د غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر د مقدمې اورېدنه وکړه.

دا اورېدنه نن (اګست ۴) په داسې حال کې وشوه چې علي وزیر د ناروغانو پر کرسۍ (ویل چیېر) ناست قاضي ته وړاندې کړل شو.

د علي وزیر وکیل قادرخان مشال راډیو ته ویلي چې موکل یې د ملا ناروغي لري او ډاکټرانو ورته د فزيوتراپي او درملنې مشوره ورکړې ده خو په زندان کې دننه دغه اسانتیاوې نشته. نوموړي زیاتوي، عدالت ته یې خواست کړی دی چې د ده موکل (علي وزیر) دې روغتون ته منتقل کړل شي.

یاده دې وي چې علي وزير د جون پر ۱۱ مه د وفاقي بجټ په وخت د قامي اسمبلۍ غونډې ته چې د اسپيکر په پروډکشن ارډر وربلل شوی وو او هغه مهال هم نوموړي د ورپيښې ناروغۍ په اړه ویلي ول.

علي وزير له تېرو اوو مياشتو راهيسي د کراچۍ په زندان کې دی. د هغه پرضد پروسږ کال د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې په یوه جلسه کې تر وینا وروستو مقدمې درج کړل شوي دي. پوليس ادعا کوي چې علي وزیر د رریاست ضد څرګندونې کړي دي خو د نوموړي وکیل دغه تورونه رد کړي دي.

علي وزیر پروسږ کال د دسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی وو چې بيا یې کراچۍ ته یووړ. له هغه سره نيول شوي د کراچي پي ټي ايم ټول غړي په ضمانت خوشې کړل شوي دي.

د علي وزير د ضمانت لپاره د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ ته یو خواست ورکړل شوی دی او د جون په ۲۵ مه یې وړومبۍ اورېدنه هم شوې ده.

له دې وړاندې سيند هاي کورټ او د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير په ضمانت د خوشې کولو خواست رد کړی وو.

XS
SM
MD
LG