د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر د ضمانت پر خواست سپریم کورټ له اورېدنې معذرت وکړ


د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر په کوټه کې د اپرېل پر اتمه نېټه (۲۰۱۸ز کال) غونډې ته د وینا پر مهال.
د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر په کوټه کې د اپرېل پر اتمه نېټه (۲۰۱۸ز کال) غونډې ته د وینا پر مهال.

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ علي وزير د ضمانت په درخواست د نومبر پر ۲۹مه (نن) سپريم کورټ په اسلام اباد کې اورېدنه کوله خو عدالت معذرت ښودلی او د هغه درخواست یې له نوملړه اېستلی (ډي لسټ) دی.

د پاکستان په سپريم کورټ کې د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډه پور وویل چې نن د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه د درې کسيزه ججانو دوهم بینچ کوله. خو د اورېدنې پر مهال یې معذرت وکړ.

هغه وویل چې سبا به سپریم کورټ ته د اورېدنې لپاره بل درخواست وروړي.

د یاد عدالت د درې کسيزه ججانو یوه پخواني بینچ د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ د نومبر پر ۲۶مه نېټه لومړۍ اورېدنه کړې وه او د بلې هغې لپاره یې نن ورځ ټاکلې وه.

د پاکستان په سپريم کورټ کې د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډه پور وايي، چې نن به د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه د یوه درې کسيزه ججانو دویم بینچ د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې به کېدله ځکه چې د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ د پخواني بینچ موده پوره شوې وه او له تکنيکي پلوه یې اورېدنه نه شوای کولای خو دغه بینچ هم له اورېدو معذرت وکړ.

تر دې وړاندې سږ کال د مارچ پر لومړۍ نېټه د سيند های کورټ د دوه کسیزه ججانو یو بینچ او بیا هم روان کال په فېبرورۍ کې د کراچۍ په یوه زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير په ضمانت د پرېښودو درخواست رد کړی وو.

د علي وزير په ضمانت د پرېښودو لپاره د هغه وکيل صلاح الدين ګنډه پور د سپريم کورټ اسلام اباد رجسټرۍ ته د اورېدنې لپاره درخواست یووړ.

پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني‌ استازی د ۲۰۲۰م کال له دسمبره بندي دی او زیاته موده یې د کراچۍ په زندان کې تېره کړې ده.

هغه د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه د پېښور پوليسو د سیند حکومت په خواست په دې تور نیولی وو چې د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۶مه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د علي‌ وزیر تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر نور غړي هم له ډېرې مودې راهیسې په بېلا بېلو زندانونو کې بندي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د خپلو ملګرو راخوشي کولو لپاره د نومبر پر اتمه د احتجاجي‌ مظاهرو لړۍ اعلان کړې ده.

د هغه له اعلان کړې لړۍ سره سم پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې او د نومبر پر ۲۸مه نېټه یې هم په کوټه کې یوه لویه جلسه وکړه چې پکې په لوی شمېر د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نیشنل پارټۍ د کارکنانو په ګډون د بلوڅانو او هزاره ګانو سیاسي او مدني فعالانو هم برخه واخیستله.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول ګرفتار غړي او پلویان دې ژر تر ژره پرېښودل شي.

ټاکل شوې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ له دې وروسته د دسمبر پر ۱۲مه په ټانک او د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې کوي.

تر هغه وروسته به پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر ۲۶مه د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان کړی چې که د هغه پرلت پر مهال په لس ورځو کې علي وزیر او د غورځنګ نور غړي خوشي نه شول نو به له کراچۍ د بلوچستان پر لور او له هغه ځایه د خیبر پښتونخوا له لارې د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون پیلوي.

د پاکستان حکومت او پوځ پښتون ژغورنې غورځنګ د ملک ضد راپورته شوی تحریک بولي او تور پورې کوي چې ګواکې دا خلک د ملک دښمن قوتونو پر ایجنډا روان دي. خو غورځنګ دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG