د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خيبره تر چمنه ولسونه په احتجاج مجبور شوي: منظور پښتین


منظور پښتين په جمرود کې د کوکیخېلو احتجاجي ناستې ته وينا کوي.
منظور پښتين په جمرود کې د کوکیخېلو احتجاجي ناستې ته وينا کوي.

د جمرود په باب خیبر کې د تیراه کوکيخېلو کډوالو احتجاجي پرلت نن [د اګست پر ۲۶مه] په ۵۷ مه ورځ هم دوام لري.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې یې ژر تر ژره خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي.

د خیبر سیاسي اتحاد تر سیوري لاندې د اګست پر ۲۶مه دې احتجاجي پرلت ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې دا مهال د اپرېدو او وزیرو قامونو په ګډون د چمن ولسونه په احتجاج مجبوره شوي او په باجوړ، کورمه او مومندو کې هدفي وژنې رواني دي خو د ده په وينا حکومت ورته غوږ نږدي.

نوموړي پر کوکيخېل قام غږ وکړ چې که حکومت د ستنېدو اجازه نه ورکوي نو همداسې به تیرا ته ورستنېږي.

"دا ټول کوکيخېل قام دې پریکړه وکړي، که جلسه غواړي، ټول پښتون قام درته خیبر ته راغواړم او که تاسو تیرا ته ځئ نو په لومړۍ ګاډې کې درته زه کېنم او ورځو ځکه کوکيخېل سیمه خلاصه ده."

پښتين زياته کړه چې دوی همېش د امن او عدم تشدد له لارې احتجاجونه او جلسې کوي او د سوله ييزې لارې د خپلو حقونو غوښتنه کوي. نوموړي د پاکستان د ځېنو حکومتي او امنيتي چارواکو هغه خبره رد کړه چې ګواکې د پي ټي اېم ژبه سخته ده.

د کډوالو غوښتنې

خیبر سیاسي اتحاد وایي، چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي.

کډوال وايي، د خپلو غوښتنو پوره کیدو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي
کډوال وايي، د خپلو غوښتنو پوره کیدو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي

د خیبر سیاسي اتحاد یو مشر غفران الله چې په دې پرلت کې موجود دی، د خپلو ستونزو په اړه نن مشال راډیو ته وویل، "د تیرا کوکيخېل متاثرینو بحالۍ لپاره تر اوسه حکومت څه رابطه نه ده کړې، کورونه مو ړنګ شوي، ځنګلات مو خلکو ووهل شول، پټي مو خراب شول، پکار ده پوره مرسته راسره وشي."

حکومتي دریځ

بلخوا د سېنېټ د سرحدي او قبایلي چارو د قایمه کمېټۍ مشر سېنېټر تاج محمد اپرېدي په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دوی د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د يادې کمېټۍ غونډې ته د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې او د خيبر پښتونخوا صوبایي حکومت چارواکي وربللي ول او هغوی باور ورکړ چې د تیراه کډوالو هره ممکن مرسته به کوي.

په ۲۰۱۳ز کې په تیراه کې د ناامنۍ او جګړو له امله خواوشا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بېکوره شوي وې چې دا مهال په جمرود کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG