د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند هایکورټ د پي ټي اېم د ۳۳ غړيو په ضمانت د خوشې کولو امر وکړ


د ارشیف انځور: د کراچۍ زندان یوه څنډه
د ارشیف انځور: د کراچۍ زندان یوه څنډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه نور غړي هم د کراچۍ له زندانه په ضمانت خوشې شول. د اپرېل په دويمه نېټه سيند هایکورټ د دغو کسانو په ضمانت د خوشې کولو امر وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکثرو نیولو شويو کسانو د خلاصون لپاره وکیل قادرخان اېډوکېټ هلې ځلې کوي، نوموړي د اپرېل پر درېيمه د دې خبرې پخلی وکړ چې د پي ټي اېم ۳۳ نور غړي په ضمانت خوشې شوې دي.

له پښتون ژغورنې غورځنګ سره تړاو لرونکي دغه کسان د جنورۍ پر ۳۱مه هغه مهال د کراچۍ پولیسو نیولی ول چې هغوی د علي وزیر د نیول کېدو خلاف د دې ښار په سهراب ګوټ سيمه کې مظاهره کوله.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم یو غړي نورالله ترين له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چي اوس یواځې علي وزير په زندان کې پاتې دی.

تر دې وړاندې د روان (۲۰۲۱ز) کال د فېبرورۍ پر درېیمه نېټه، په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد عدالت، د علي وزیر په ضمانت د خوشې کولو درخواست رد کړی و. خو بیا وروسته په سيند هایکورټ کې په ضمانت د علي وزیر د خوشې کېدو لپاره د درخواست اورېدنه وشوه. د مارچ پر پينځمه نېټه عدالت پر دې درخواست خپله پرېکړه محفوظه وساتله چې تر دې دمه يې نه ده اورولې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اپرېل پر دویمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې د کراچۍ عدالت د علي وزیر د ضمانت پرېکړه د مارچ پر پينځمه محفوظه کړې وه خو تر اوسه یې ولې او د چا په خوله ځنډولې ده؟ نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان جاسوسي ادارې د ملک د نورو چارو تر څنګ په عدالتونو کې هم لاسوهنه کوي.

د پاکستان جاسوسي ادارو او حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي او وايي چې علي وزیر یې د ریاست خلاف وینا په تور زنداني کړی دی.

له جنوبي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پولیسو نیولی و. هغه مهال د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی دی. نوموړی دا مهال د کراچۍ په زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي.

د کراچۍ پوليسو پر علي وزیر او ملګرو یې پروسږ کال (۲۰۲۰ز) د ډېسېمبر په شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد وینا تور پورې کړی دی خو په قضيه کې د هغوی وکيل قادر خان اېډوکېټ دغه تور ردوي او وايي چې پر سټيج د چا خلاف او د ریاست پرضد وینا نه وه. پښتون ژغورنې غورځنګ هم دا تورونه ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG