د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيوو څه کم شل زره اکاونټونه بند کړل شوي دي


د ټولنيزو رسنيوو بېلابېل اېپس
د ټولنيزو رسنيوو بېلابېل اېپس

د ټکنالوژۍ کمپنيانو فېسبوک، ټويټر او ګوګل د پاکستان حکومت په غوښتنه د ټولنيزو رسنيوو ۱۹۷۲۷ اکاونټونه يا حسابونه او پاڼې ليري کړې دي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې (NACTA) د اپرېل په ۲۴مه رسنيوو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې له دغو حسابونو مذهبي کرکې او سختدريځۍ زیاتولو لپاره مواد خپرېدل نو ځکه دوی او د پاکستان ټيلي کمېونيکېشن اتارټي یې د بندولو خواست وکړ.

د ناکټا پر ویبپاڼې خپرو شوو معلوماتو ترمخه دا اداره پر انټرنيټ د معلوماتو د چاڼولو لپاره يو طريقه کار لري ‌چې له مخې یې دوی د ټولنیزو رسنیوو د لويو کمپينوو سره رابطه کوي او د مشکوکو تورنو اکاونټونو تفصيل ورته د ارزونې لپاره لېږي. که دغو اکاونټونو د ټولنيزو رسنيوو د يادو کمپنيوو له اصولو سرغړونه کړې وي نو بند یا بلاک کېږي.

دې ادارې زیاته کړې چې ۹۶۳۳ فېسبوک پاڼې د مذهبونو ترمنځ د کرکې او ۱۰۰۹۴ ټويټر، يوټیوب او فېسبوک اکاونټونه د ترهګرۍ د هڅونې په تور ليري شوي دي. دا نه دې ويل شوي چې دا اکاونټونه په څومره وخت کې بند کړل شوي دي خو زیاتوي‌چې په ۲۰۲۰ کال کې ورسره خلکو ۲۴۰۰۰ شکايتونه جمع کړي وو. دا شکايتونه د هغو موادو په اړه وو چې د دې ادارې په خبره په ټولنه کې د سختدريځئ زیاتېدلو سبب کېدلی شي.

فېسبوک د ۲۰۲۰ کال په مې مياشت کې د څارنې يوه ډله جوړه کړې وه چې د جعلي خبرونو (Fake News)، بې لارې کوونکو معلوماتو (Disinformation) او سختدريځۍ مخنيوي لپاره پر خپرېدونکو معلوماتو نظر ساتي. په دې شل کسیزه ډله کې د پاکستان د ډيجيټل رايټس په نامه غيرسرکاري ادارې مشره، نګهت داد هم شامله ده. هغې مشال رېډيو ته وويل فېسبوک د داسې موادو په اړه هيڅ زغم نه لري چې خلک تشدد ته هڅوي.

د ټولنیزو رسنيو د ټولو ویب پاڼو د اصولو له مخې هيڅوک تشدد ته هڅونکي مواد نه شې خپرولی
نګهت داد

هغې زیاته کړه: ((د فېسبوک لارښوونې واضحه دي چې يو چاته زیان رسوونکي شيان بايد خپاره نه شي. نو زه خلکو ته ويل غواړم چې داسې څه مه خپروئ چې له وجې یې په ټولنه کې د خلکو ترمنځ کرکې زیاتېدلی او يا هم تشدد پراخېدلی شي. فېسبوک نه یوازې داسې مواد ليري کوي بلکې په ډېر لږ وخت کې مو اکاونټ هم بندولی شي.))

د پاکستان ټيليکيميونیکېشن اتارټي د ویبپاڼې ترمخه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ترمياشتې پورې راجمع کړي معلومات ښيي چې په دې ملک کې ۹۸ ميليونه خلک براډبېنډ انټرنيټ ته لاسرسی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټي د اپرېل په ۱۶مه د درې ساعتونو لپاره فېسبوک، ټويټر، يوټيوب، ټيليګرام او وټس اپ بند کړل. د دې کار مقصد د تحريک لبېک د ناقانونه ګرځولو د اعلان په وخت د عامه ګډوډۍ مخنیوی کول ښودل شوي وو.

د جمهوريت د ودې لپاره کارکوونکې نړيوالې ادارې،‌ فرېډم هاوس د ۲۰۲۱ کال راپور ترمخه په پاکستان کې خلک د اظهار جزوي ازادي لري او له همدې امله یې له سلو څخه ۳۷ نومرې اخیستې دي.

په پاکستان کې پر انټرنيټ د بيان ازادۍ لپاره کارکوونکې غېرسرکاري ادارې، بولو بهی! مشر اسامه خلجي وايي دغو شمېرو ته په کتو ويلی شي چې د سختدريځۍ مخنيوي لپاره د ټولنیزو رسنيوو څارل ښه خبره ده خو په پاکستان کې اکثره وخت په دې بهانه د معلوماتو د مخنيوي او تنقیدکوونکو خاموشه کولو هڅې کېږي.

هغه زیاتوي: ((موږ ليدلي دي چې څوک پر حکومت تنقيد کوي، د هغوی د خاموشه کولو کوښښ کېږي. د ځينو خبريالانو او مدني فعالانو په خلاف کېسونه جوړ شوي. دا کارونه عام خلک ويروي چې بيا پر انټرنيټ د خبرو کولو خپل فکر محدودوي.))

د پاکستان حکومت هيڅکله پر رسنيوو بندیز لګول نه مني. د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د اپرېل په ۲۴مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې د خپل حکومت هغه دريځ‌ تکرار کړ چې وايي هر وګړی ازاد دی چې خپله خبره وکړي. نوموړي د اپرېل په ۱۶مه د درې ساعتونو لپاره پر ټولنيزو رسنيوو د بندیز له امله هم بخښنه غوښتې وه.

XS
SM
MD
LG