د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان سرکار دې د مذهب سپکاوي په نامه ټولنيزې رسنۍ نه چاڼوي'


د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په دې وروستيوو کې د مذهب سپکاوي په تورونو د ځينو انټرنيټ استعمالوونکو نيول غندلي دي. د دې کمېشن مشرې، زهره يوسف تېره ورځ مشال ريډيو ته وويل چې حکومت بايد د مذهب په نامه د بيان ازادي او نيوکې کوونکي خاموشه نه کړي.

زهره يوسف زياته کړه: ((دا يو ډير خطرناک رجحان دی. که يو څوک د مذهب په سپکاوي تورن شي، د هغه ژوند ته خطر پيښيږي. ډېره مشکله وي چې پر هغه دې په انصاف ولاړه مقدمه وچليږي يا دې ورته پوليس امنيت برابر کړي. د حکومت د پاليسۍ يوه برخه دا هم ده چې د بيان ازادي کنټرول کړي او هغه خلک غلي کړي چې د ملي امنيت پر پاليسيوو نيوکې کوي. دا د حکومت په تعبير او تعريف پورې اړه لري چې کوم شی په ملي امنيت کې راځي.))

د پاکستان کورنيوو چارو وزير، چودري نثار علي خان تېره اونۍ اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په دې وروستيوو کې يې ۴۵ ويب سايټونه او ۶۵ فيس بوک پاڼې په دې تور بندې کړي چې مذهب ته سپکاوي والا شيان يې خپرول.

پاکستان په ټولنيزو مطبوعاتو کې د مذهب سپکاوي موادو مخنيوي په اړه خبرو لپاره د اسلامی هيوادونو سفيران هم ورغوښتې وو

پاکستان تېرکال د انټرنيټي جرمونو مخنيوي لپاره يو قانون جوړ کړ. د بشري حقونو ادارې پرې نيوکې کوي چې دا قانون حکومت د خپلې ګټې لپاره کاروي. خو د معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وياند، صغير انور پرون مشال ريډيو ته وويل چې دوی يوازې پاليسي جوړوونکې اداره ده او دا د حکومت کار دی چې قانون څنګه کاروي.

په قامي اسمبلۍ کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ کمېټې غړی او د حکمران مسلم ليګ (ن) يو مشر، ميجر ريټايرډ طاهر اقبال نن مشال ريډيو ته وويل چې د دې قانون د غلط استعمال تورونه سم نه دي. هغه زیاته کړه: ((زه فکر نه کوم چې قانون دې بې ځايه استعمال شوی وي. که ته د مذهب سپکاوي څه خپاره کړي نو ځينې اسلام کاري ډلې او خلک دا را اخلي او تشدد راپارولو لپاره يې کاروي. دوی وايي دا وګوره. داسې شيان خپريږي. له دې وجې پاکستان ته د ترهګرۍ په روان جګړه کې ستونزې پيدا کيږي.))

پاکستان کې ځيني بلاګ ليکونکي د مذهب سپکاوي په تور بنديان شوي هم دي چې په ټولنيزو مطبوعاتو کې يې په مخالفت او ملاتړ کې بحثونه شوي دي.

په دې اړه اسلام اباد هايي کورټ کې روان يو کيس کې د کورنيوو چارو وزارت چارواکو ويلي چې د ټولنيزو اړيکو ويب سايټ، فيس بوک ډاټ کام ادارې د دوی په غوښتنه ۸۵ فیصده د مذهب سپکاوي مواد ليري کړي دي.

د فېسبوک د عامه اړيکو يوې چارواکې، کريسټين چين پرون مشال ريډيو ته ليږلي ايميل کې ويلي چې که د فیسبوک مواد د کوم حکومت د قانون خلاف وي نو دوی یې په هغه ملک کې بندوي.

په ولي خان پوهنتون کې د ټولنيزو مطبوعاتو مضمون درس ورکوونکی استاد، ضياالله همدرد وايي په پاکستان کې تل مذهب د سياسي موخو لپاره استعمال شوی دی. هغه زياته کړه: ((دلته مشهورې بريښنايي رسنۍ څارل کيدای شي خو ټولنيز مطبوعات نه. نو ځکه حکومت کوشش کوي چې پر خلکو د بحث او ازادۍ دايره راتنګه کړي.))

پاکستان کې پخوا هم د اوږدې مودې لپاره فيس بوک او يوټيوب پاڼې بندې شوي وي چې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو ادارو پر له پسې نيوکو وروسته پرانيستل شوې.

XS
SM
MD
LG