د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سختدریځۍ ختمولو لپاره به پاکستان رياستي بيانيه بدلوي: مروت


له ارشیفه
په یوه پاکستانۍ مدرسه کې زده کوونکي
له ارشیفه په یوه پاکستانۍ مدرسه کې زده کوونکي

پراګ: په پاکستان کې وفاق المدارس په دغه هېواد کې په سرکاري کچه د دیني مدرسو اصلاحات یوه ګټور ګام وباله.

که په مدرسو کې دغه پلان شوي حکومتي اصلاحات عملي شي نو د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخه نيول کېدلی شي

د دې سازمان جنرل سېکرېټري قاري محمد حنيف جالندري د مې پر اتمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې د دې اصلاحاتو له مخې به به ديني مدرسې له تعليم وزارت سره رجسټرډ شي. او د دیني مدرسو په نصاب کې به عصري مضامين لکه انګرېزي، ساينس او رياضي شامل کړل شي.

د ده په اند: ''دا به يو داسې نصاب وي چې زموږ عصري او ديني دواړه تقاضې به پوره کوي.''

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز د شورو پر ورځ مشال رېډيو ته وويل که په مدرسو کې دغه پلان شوي حکومتي اصلاحات عملي شي نو د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخه نيول کېدلی شي.

نوموړی وايي کله چې مدرسې رجسټر شي نو بيا چې دوی ته کومې مالي مرستې راځي نو د هغو حساب او لګښت به په ډاګه وي او مدرسې به نه شي کولی چې دغه پيسې وسلوالو ډلو ته ورکړي. د ده په خبره بله دا چې د مدرسو په نصاب کې د عصري مضامينو له شاملولو سره به د زده کونکیو سوچ پراخ شي: ''که څه هم ديني مسلکي اختلاف له اوږدې مودې راهيسې راروان دي. ديوبنديان، برېلويان او اهل حديث والا جلا جلا مدرسې لري او د دوی ترمنځ مسلکې اختلاف سمدستي ختمول اسان کار نه دی. خو که دوی ته جديد علوم ورکړل شي نو دغه مسلکي اختلاف به په ګڼرنګۍ بدل شي. لکه څنګه چې د مصر الاظهر پوهنتون دی چېرته چې د هر مسلک زده کونکي علم ترلاسه کوي.''

که پاکستان سختدریځي ختمول غواړي نو د سکولونو او تعليمي مدرسو له نصابونو دې د سختدريځۍ مواد لري کړي، سختدريځه ډلې دې له منځه يوسي

د پاکستاني وزيراعظم د اطلاعاتو او نشرياتو ځانګړې مرستیالې فردوس عاشق اعوان د مې په ۷ مه یوې خبري غونډې ته وويل چې د مدرسو په اصلاحاتو کې دا خبره هم شامله ده چې زده کونکي به يې له ټولنيزو رسنيو سره اشنا کوي چې دارنګ د دوی سوچ پراخ شي. خو په خېبر پښتونخوا کې د تعليمي چارو پوه فضل رحيم مروت وايي داسې ډېر ځوانان شته چې په ساينس کې يې اعلا زده کړې کړي خو بيا هم سختدريځه دي او هم ټولنيزې رسنۍ د سختدريځۍ خورولو لپاره کاره وي.

مروت وايي ترڅو چې رياست خپله بيانيه او پاليسي نه وي اړولې نو تر هغو په مدرسو کې اصلاحات ګټه نه شي رسولی: ''ړومبۍ پوښتنه خو دا ده چې ايا حکومت اراده لري چې د سختددريځۍ مخه ونيول شي. ايا زموږ دا سيمه به نور مېدان جنګ وي او کنه؟ په پاکستان کې خپل رياست، ځينو مسلمان هېوادونو او نورو نړيوالو حکومتونو چې په جنګ څومره خرچه کړې هومره کې د امن پر راوستو ولګوله نو هله به سختدريځي ختمېږي.''

فضل رحيم مروت زياتوي که پاکستان سختدریځي ختمول غواړي نو د سکولونو او تعليمي مدرسو له نصابونو دې د سختدريځۍ مواد لري کړي، سختدريځه ډلې دې له منځه يوسي او د جوماتونو امامان دې د دې پابنده کړي چې د سختدريځۍ پرځای به د ورورګلوۍ درس ورکوي.

XS
SM
MD
LG