د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار ټولنیزې رسنۍ په لنډمهاله توګه وتړلې


د پاکستان کورنیو چارو وزارت، د مواصلاتو ادارې ته امر کړی چې سر له ننه دې د سهار له یوولس بجو د ماسپښین تر درېوو بجو ټولنیزورسنیو لکه فېسبوک، ټویټر، وټساپ، یوټیوب او ټیلیګرام ته رسایي بنده کړي.

وزارت د پي ټي اې مشر ته په استولي لیک کې کښلي چې د دوی پر غوښتنه دې سمدستي ګام واخلي.

د پاکستان کورونیو چارو وزارت لیک
د پاکستان کورونیو چارو وزارت لیک

د کورنیو چارو وزارت له هدایاتو پس د انټرنیټ اسانتیا رسولې ادارې نیاټېل خپلو کاروونکیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو څانګې یې د پاکستان مواصلاتو ادارې په لارښوونه تړلي دي.

په پاکستان کې په تېر کې څو ځلي یوټیوب او ټیک ټاک تړل شوي چې وجه یې د لانجمنو مذهبي ویډیوګانو خپرول ښودل شوې خو د وروستي اقدام لاهم پته نه لګېږي.

د پېښور ښار ځینو اوسېدونکیو د ټولنیزو رسنیو تړل کېدلو سره مخالفت ښودلی او غوښتنه کوي چې سرکار دې بې له ځنډه دا لګېدلی بندیز پای ته ورسوي. د دوی په خبره نن سبا خو له ټولنیزو رسنیو پرته د ژوند چارې په ټپه ولاړې وي. او بله دا چې که یوڅوک لارې تړي نو د دې په بدل کې ټولنیزې رسنۍ تړل هېڅ جواز نه لري.

سرکار دې ژر تر ژره ټولنیزې رسنۍ له بندیزه وباسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG