د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ولې ټولنیزې رسنۍ تر نورو زیاتې څاري ؟


د ځینو ټولنیزو شبکو نښې
د ځینو ټولنیزو شبکو نښې

د رسنیو د قانوني چارو کارپوه محمد افتاب عالم وايي ، په اصولي توګه پر داسې شبکو چاپې نه دي په کار خو پاکستاني حکومت په دې اړه په دې وروستیو کې یو قانون منظور کړی دی.

پراګ: په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د پنځو فعالانو تر تښتول کېدو وروسته په دې اړه بحث تود شوی دی چې له ولس څخه د اظهار ازادي باید وانه خیستل شي.

دا له هغه وروسته ده چې په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو چاپو او د هغوی لا درکه کولو نه یوازې په پاکستان کې بلکې له پاکستانه بهر هم د بشري حقونو د سازمانونو غوصه را وپاروله.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او فعالانو وویل ، پاکستان کې ځان ته جمهوري ملک وايي نو باید د بیان او اظهار ازادۍ ته درناوی وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې تر پنځوس زیات ټي وي چېنلونه ، په لسګونه ورځپاڼې او راډیوګانې دي خو د انټرنیټ پرمخ ټولنیزې شبکې ولې تر هر څه زیاتې څارل کېږي؟

د انټرنیټي حقونو د چارو کارپوهه نګهت داد وايي ، ټولنیزو رسنیو په دې وروستیو کې په پاکستان کې ډېره وده کړې ده او خلک غواړي چې د خپلې رایې اظهار وکړي.

د نګهت داد په وینا ، هم دا لامل دی چې په پاکستان کې د ځینو کړیو دا نده خوښه چې خلک دې د هر مسلې په اړه په ازاده توګه بحث وکړي

نګهت داد وویل ، ډېر خلک په عامه روایتي میډیا کې د خپلې رایې اظهار نشي کولای نو ټولنیزې رسنۍ هغه ځای دی چې دوی پکې خپله خبره کولای شي او د خپله رایه څرګندولای شي. هغوی چې پر هره مسله څه فکر او یا رایه لري هغه هم هلته څرګندوي نو ځکه دلته ټولنیزې رسنۍ تر نور څه زیاتې څارل کېږي.

په پاکستان کې د اظهار ازادۍ موضوع له هغه وروسته ډېره توده شوه چې د جنورۍ په پیل کې پنځه فعالان وتښتول شو او تر ډېرو شپو په نامالوم ځای کې تر بند وروسته خوشي کړل شو.

د پاکستان حکومت لا هم تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی چې دا کسان چا تښتولي وو او ولې یې تښتولي وو؟

نهګت داد وايي ، د دې کسانو د تښتول کېدو د هدف په اړه وايي ،زما په خیال د دې ګام هدف دا وو چې خلک ووېروي او خاموش یې کړي خو خلکو د هغه په اړه پراخ غبرګون وښود.

نوموړې زیاته کړه چې د یو جمهوریت ملک په توګه پاکستان باید د اظهار ازادۍ درناوی وکړي او که یې ونه کړي نو دا نه یوازې په نړۍ کې د ملک د بدنامۍ سبب ګرځي بلکې په ولس کې وېره هم خپروي.

پر ټولنیزو رسنیو د څارنې او محدودیتونو په اړه په پاکستان دننه او دباندې هم غبرګون مخې ته راغلي وو او پر پاکستانیو واکمنو ټینګار شوی وو چې بشري حقونو ته د درناوي په توګه دې د اظهار ازادۍ مخه نه نیسي.

د رسنیو د قانوني چارو کارپوه محمد افتاب عالم وايي ، په اصولي توګه پر داسې شبکو چاپې نه دي په کار خو پاکستاني حکومت په دې اړه په دې وروستیو کې یو قانون منظور کړی دی.

محمد افتاب عالم وویل ، ټولنیزې رسنۍ یو داسې ځای دی چې خلک پکې له یو بل سره خواله کوي. نو پر داسې شبکو نه چاپې په کار دي تو نه هم د هغوی بندل په کار دي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د یو شمېر خلکو پر اندېښنو سربېره په دې وروستیو کې داسې قوانین جوړ او منظور شو چې له مخې یې اوس چارواکي پر انټرنیټي شبکو هم نظر ساتلای شي او هم د دې پر اساس عملیات کولای شي.

د محمد افتاب عام اشاره د انټرنیټي جرمونو مخنیوي هغه قانون ته وه د کوم پر ضد چې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو تر څنګ قانون پوهانو ، ټولنیزو او سیاسي فعالانو احتجاج کړی وو.

د پاکستان حکومتي چارواکو وویل ، دا قانون یې ځکه رامنځته او منظور کړ چې د دوی په وینا ، دا د نړۍ په یو شمېر نورو هیوادونو کې هم شته.

XS
SM
MD
LG