د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ګډون ګڼ هېوادونه د انټرنیټ ازادي کموي


د جمهوريت او بيان ازادۍ لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې فریډم هاوس د اکتوبر په ۱۴مه خپاره کړي راپور کې ويلي چې د کورونا وایرس له امله راولاړ شوي حالت څخه په ګټه اخیستو ځينو هېوادونو معلوماتو ته لاسرسی کم کړی. دې ادارې ويلي چې پاکستان په هغو هېوادونو کې شامل دی چې انټرنيټ کنټرولوي او آن لاين خپرېدونکي مواد‌ چاڼوي.

فريډم هاوس ويلي چې د پاکستان پر جاسوسي اداره (ای اېس ای) تور دی چې د ترهګرۍ ضد قوانينو په استعمالولو سره د ټيليفون سیسټم څارنه کوي چې د خلکو موقعیت او حرکت معلوموي. په راپور کې ويل شوي حکومت يو داسې بايومیټريک سیسټم ته لاسرسی لري چې پکې د ۲۰۰ ميليونو وګړو په اړه معلومات پراته دي چې د راپورونو ترمخه د بېلابېلو ادارو سره شريک شوي هم دي. تر اوسه د پاکستان امنيتي ادارو په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

په پاکستان کې د انټرنيټ کاروونکو د حقونو لپاره کارکوونکې، د غیرسرکاري ادارې، ډيجيټل رايټس مشره نګهت داد وايي د فريډم هاوس دې راپور ځکه نه ده حېرانه چې په دې ملک کې د بيان ازادي تروړل نوې خبره نه ده. هغې د اکتوبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: ''دا ښيي‌چې په پاکستان کې انټرنيټ‌ ازادي تر هر تېر کال نوره پسې کمېږي. د کورونا وایرس پر مهال هم چې کوم اېپ جوړ شوي او مريضان چې په کومه طريقه تعقیبیږي، هغه د خلکو شخصي ازادي په خطر کې اچوي. قوانين داسې جوړ شوي دي چې حکومت ادارو ته د بيان ازادۍ ماتولو ډېر واک ورکوي. خو خلک بايد دا رقم کارونه کېدو ته پرېنږدي او بايد چې عدالت ته ولاړ او خپل حق واخلي.''

د پاکستان ټيلي کميونيکېشن ادارې د اکتوبر په نهمه د ويډيو پورته کولو پر تفريحي اېپ، ټيک ټاک بندیز ولګاوه. د دې وجه یې د غیراخلاقي موادو خپريدل ښودلي دي خو دوی د اکتوبر په ۱۲مه پر ټويټر ليکلي‌چې د ټيک ټاک چارواکو ورسره تماس نيولی خو په اړه یې خبرو ته دوام ورکوي.

د فريډم هاوس په راپور کې پاکستان پر انټرنيټ د بيان ازادۍ لپاره له سلو څخه په شپږویشتم نمبر دی او ويل شوی چې ازادي نه لري. حکومت د اليکټرانيکي جرمونو د مخنيوي لپاره د پيکا په نامه يو قانون جوړ کړی دی. خو د انټرنيټ ازادۍ لپاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې، بولو بهي! مشر،‌ اسامه خلجي د اکتوبر په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې دا او ځيني نور قوانين په غلط ډول کارېږي. ''موږ ګورو چې پر ټيليويژن چېنلونو او ورځپاڼو تر قدغنونو وروسته اوس پر انټرنيټ‌هم ځيني قوانين عملي‌کېږي. د پيکا په نوم قانون څلور کاله مخکې پارليمان منظور کړی وو. اوس دا د بشري حقونو د فعالانو، خبريالانو او سياستوالو پر ضد کارېدلی. له دې وجې ډېر خلک ويريږي او خپله د زړه خبره نه شې کولی.''

د پاکستان ايين ۱۹م ارټيکل وايي چې د مذهبي اقدارو او ملي امنيت ته په پام سره هر وګړی د بيان ازادۍ حق لري. د اليکټرانک ميډيا د څارنې لپاره د پيمرا اداره د دې مادې او خپلو قوانينو د عملي‌کولو دنده لري. دې ادارې پر ټيليويژن چينلونو د ګڼو خبريالانو پروګرامونه په ظاهره له قوانينو څخه د سرغړونو له امله بند کړي دي. په دغو کې ځينو خبريالانو یې يوټيوب او فیسبوک ته مخه کړې او له هغه ځايه د حالاتو څيړنې وړاندې کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د ویب سایټ ترمخه په ټول ملک کې ۹۲ ټيليويژن چينلونه، له سلو زیات راډيو سټيشنونه او له درې سوو څخه زیاتې رجسټرډ ورځپاڼې موجودې دي. خو د بې سرحده خبريالانو ادارې د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې دا مطبوعات بشپړه خپلواکي نه لري. د اسیا لپاره د دې ادارې مشر، ډينيل باسټرډ د اکتوبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: ''د بيان ازادي د يو جمهوريت لپاره ډیر اهميت لري. دا له چارواکو څخه د حساب غوښتلو تر ټوله ښه چاره ده. موږ هر کال د رسنيوو د ازادۍ معلومولو لپاره د هېوادونو ليست خپروو. ‌پاکستان اوسمهال له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۴۵ نمبر دی. دا ښه پوزیشن نه دی. په دې ملک کې خبريالان خوندي نه دي او بېلابېلې ډلې یې ژوند ګواښي. د دې ترڅنګ د حکومت تر څرګنده سینسرشپ لاندې هم دي.''

خو د پاکستان حکومت پر رسنيوو څار او د هغوی کنټرول نه مني. وزیراعظم عمران خان په بيا بيا ويلي چې په پاکستان کې د خبريالانو ازادي بې مثاله ده. د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د اکتوبر په ۱۲مه ورته خبرې کړې دي. هغه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې حکومت د آن لاين او روايتي رسنيوو خپلواکي مني او همېشه یې تر څنګ ولاړ دی. خو هغه زیاته یې کړه. ''رسنۍ د رياست څلورمه ستنه ده. اوس دا یو متل نه دی پاتې بلکې حقیقت دی. حقیقت په دې دی چې د وخت په تيريدو سره د رياست د ادارو سره د رسنيوو اړيکې زیاتې شوې دي. تاسو بايد د خپل هېواد ښه تصوير وړاندې کړئ. د ریاست بيانيه رسنۍ، يعنې تاسو جوړوئ.''

فريډم هاوس په خپل راپور کې ويلي چې په ډېرو هېوادونو کې حکومت پر انټرنيټ‌ د ازادۍ کمولو لپاره له بېلابېلو لارو پر خبريالانو فشار اچوي. دوی په دې اړه ډېر وضاحت نه دی کړی. د سپتمبر په میاشت کې د پاکستان خوا او شا پنځوسو ښځينه خبريالانو د يو ليک له لارې د تحريک انصاف حکومت پر ملاتړو تور پورې کړی وو چې پر ټويټر او فیسبوک یې ځوروي. تحريک انصاف د دغو خبریالانو سره همدردي ښودلې وه خو دا تور یې رد کړی وو.

XS
SM
MD
LG