د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان تر مرګ ۴ کاله پس د هغه په پوهنتون کې د بيان او فکر ازادي په څه حال ده؟


د کراچۍ مدنې ټولنې فعالين د مشال خان د وژنې د پېښې پرضد د مظاهرې پر مهال. ارشېف-عکس

د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل ۱۳مه نېټه او د پسرلي توده ورځ وه. د خیبرپښتونخوا په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالېزم زده کوونکی مختار عالم د نورو ورځو په شان خپلې څانګې يا ډېپارټمېنټ ته ننوت خو هلته د زده کړو پرځای د تاوتريخوالي چاپېریال وو.

د پارېدلو ځوانانو يوې ډلې، د "مذهب سپکاوي" تر تور پورې کولو وروسته، عبدالله نومي زده کوونکی واهه.

مختار عالم له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال هغه ورځ یاده کړه او وې ویل چې څانګې ته له ورننوتو سره سم يې پنځه، شپږ پارېدلي ځوانان وليدل چې د خپل بل هم صنفي عبدالله چارچاپېره راتاو ول او تور یې پرې لګاوه چې تاسو له مشال خان سره ناسته پاسته کوئ نو تاسو هم "مرتد" ياست.

پلټنو ښودلې چې پر مشال خان تور بې بنياده وو. هغه د مذهب سپکاوی نه وو کړی
د پوليسو پلټنې

دی وايي: "عبدالله يې دومره تر فشار لاندې راووست چې هغه يې په زوره کرسۍ ته وخېژاوه، هغه په جګ ږغ اول کلیمه وويله، بيا يې وويل چې "الحمدالله زه مسلمان يم، مور او پلار مې اوس اوس له عمرې راستانه شوي دي او په تبلیغ هم ځي" خو پر دې سربېره هم هلکانو هغه په وينو سور کړ او په زخمي حالت کې روغتون ته يووړل شو."

د عبدالله له وهلو سره په پوهنتون کې تاوتريخوالی نور هم زيات شو. د ژورنالېزم يو بل زده کوونکي فهيم عالم خان هم دا هرڅه په سترګو ليدل چې لږ وخت وروسته په موبايل فون ورته پیغام ورغی چې د پارېدلو زده کوونکو يوه بله ډله د پوهنتون هاسټل ته رسېدلې ده او د ده پر دوست مشال خان يې حمله کړې ده.

فهيم مشال راډيو ته وويل چې هغه په منډه منډه هاسټل ته ورسېد چې ګوري ګڼ ځوانان د مشال خان مړی په داسې حال کې له پوړيو غورځوي چې په وهلو وهلو يې د هغه ټولې جامې ورڅخه ایستلې دي. "چا به مشال خان پر سر، چا به پر ملا، چا به د بدن پر بل ځای... په ګملو، په ډبرو، په څووباړو او په لتو (لغتو) ویشته او واهه. له ډېره تشدده د هغه بدن په وينو سور لړلی وو."

تر دې وخته بهر نړۍ ته نه وه معلومه چې په عبدالولي خان پوهنتون کې داسې يوه پېښه روانه ده چې هغه به ډېر ژر هر یو ولړزوي.

خو په لږ وخت کې پر ټولنيزو رسنيو داسې يوه ويډیو خپره شوه چې پکې ښکاري چې پارېدلي ځوانان يو هلک په وهلو وهلو وژني. تر دې وروسته دا هلک د صحافت د څانګې ۲۳ کلن ځوان مشال خان وپېژندل شو او وويل شول چې د مذهب سپکاوي په تور وژل شوی دی.

خو هغه چې په کومه طريقه او په کوم تور وژل شوی وو، دې نه يوازې پاکستان بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک ودردول، د نوموړي په ملاتړ د امريکا او اروپا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې مظاهرې وشوې،په ياد کې يې څلي جوړ شول او شمعې بلې شوې.

ویشل شوې ټولنه

د مشال خان وژنې د پاکستان ټولنه په دوو برخو ووېشله. يوې غاړې ته ښي لاسې تندلارې مذهبي فکره ډلې وې چې د هغه وژونکي يې وستايل او د "اتلانو" په توګه يې یاد کړل او بلې خوا ته هغه خلک ول چې دا وژنه يې د اسلامي تعليماتو ضد وبلله او دې ته يې د "مذهبي لېونتوب" په سترګه وکتل.

خو د خيبر پښتونخوا حکومت د پلټنو لپاره يوه ۱۳ کسيزه ډله جوړه کړه چې د ۲۰۱۷ز کال د جون په میاشت کې يې خپل تحقيقاتي رپورټ په ډاګه کړ. په رپورټ کې راغلي، د مشال خان له لوري یې د مذهب د سپکاوي هېڅ ثبوت و نه موند. په رپورټ کې دا هم ويل شوي ول چې د نوموړي وژنه د يونيورسټۍ ځينو چارواکو وار له مخه ځکه پلان کړې وه چې هغه به په پوهنتون کې د روانې بد انتظامۍ او درغلیو (کرپشن) په اړه غږ پورته کاوه.

د دې رپورټ له خپرېدو و سره سم،پولیسو ۶۱ کسان چې پکې ۱۳ د پوهنتون چارواکي هم ول د مشال خان په وژنه کې په لاس لرلو ونيول چې بیا د شاوخوا يوه کال عدالتي اورېدنو وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ۳۳ کسانو ته سزاګانې وارولې. عدالت د مشال د وژلو مهم تورن کس عمران علي ته د مرګ سزا ورکړه خو تر اپيل وروسته د ۲۰۲۰ز کال د نومبر په مياشت کې پېښور های کورټ د مرګ سزا په عمر بند واړوله.

په عبدالولي خان پوهنتون کې څه حالت دی؟

خو د مشال خان د مرګ څلور کاله پوره شوي، پلټنو هغه بې ګناه ثابت کړی، په وژنه کې تورن کسان مجرم ګرځول شوي او سزاګانې ورته اورول شوي خو پر دې سربېره هم نن په عبدالولي خان پوهنتون کې خورا کم خلک دا جرات کولای شي چې د مشال خان د وژنې پر لاملونو خبرې وکړي.

ډيری چارواکو نه غوښتل د مشال خان او يا هم د هغه تر مرګ وروسته رامنځته شوي حالت په اړه خبرې وکړي

مشال راډيو د مشال خان د څلورم تلين په مناسبت د هغه د مرګ پر عبدالولي خان پوهنتون د اغېز په اړه د دې ځانګړي رپورټ چمتو کولو لپاره له ګڼو زده کوونکو او چارواکو سره تماسونه ونيول چې پکې زیاترو پر دې موضوع له خبرو کولو انکار وکړ. البته ځينو د نوم نه ښوولو په شرط او ځينو په ښکاره وويل چې د مشال خان تر وژل کېدو وروسته په پوهنتون کې د بیان، فکر، مکالمې او بحث دود کم شوی دی او د تنقيدي بحثونو دايره تنګه شوې ده.

په دوی کې يوازې دوه زده کوونکي خبرو کولو ته حاضر شول، چې یو یې، احسان الله زريان دی چې شاعر دی، له عبدالولي خان پوهنتون څخه يې تازه په پښتو ادب کې ماسټري کړې او د سرو زرو مېډال يې ګټلی دی.

د زده کوونکو په وينا، د مشال خان تر مرګ وروسته د مذهب د توهين بيانيه دومره پياوړې شوې او حساسه شوې چې اوس چې څوک هم د دین په اړه په فلسفيانه انداز کې خبره وکړي نو ژوند يې له خطر سره مخامخېدای شي.

پولیس په هاسټل کې د مشال خان کوټه لټوي
پولیس په هاسټل کې د مشال خان کوټه لټوي

احسان الله زریان له دغسې يو حالته تېر شوی دی. هغه مشال راډیو ته وويل چې یو غزل يې ليکلی وو چې پکې په شاعرانه انداز کې پر هغو خلکو تنقيد شوی چې مذهب د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالوي.

زده کوونکي د خپل فکر اظهار نه شې کولی. ویریږي.
زریان

نوموړي زياته کړه چې تر دې شعر وروسته ورته مشکلات جوړ شول او بالاخره مجبوره شو چې له غزله هغه بیت وباسي. "د مشال خان تر مرګ وروسته په پوهنتون کې داسې خبرې کول ډېر جرات غواړي او هلکان چې کله وويني د ده نظر د بل چا له نظره مختلف دی نو شعوري هڅه کوي چې خپل نظر څرګند نه کړي."

د مشال خان د وژنې تر پېښې وروسته عبدالولي خان پوهنتون، چې پکې دا مهال شاوخوا ۱۱،۰۰۰ زدکوونکي دي، په نړيواله کچه بدنامه شو، د دغسې پېښې د تکرار مخنیوي لپاره پوهنتون سخت اقدامات وکړل او ‌ډېر محدوديتونه يې ولګول.

د مشال خان څلورم تلين:عبدالولي خان پوهنتون کې د بيان او فکر ازادي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مشال راډيو په دې اړه د پوهنتون له رجسټرار ميا سليم سره په ټېلېفون او وټس اېپ تماس ونيو او هغه په وټس اېپ پېغام کې وليکل چې خبرو ته تیار دی خو چې کله مو ورته وويل چې د مشال خان تر پېښې وروسته پر پوهنتون د شوي اغېز او اقداماتو په اړه راپور چمتو کوو، نو هغه د دې راپور تر جوړېدو پورې ځواب رانکړ. موږ بیا ورته ټېلېفون وکړ او پر وټس اېپ مو بل پیغام ورته پرېښود خو نه يې فون پورته کړ او نه يې هم پېغام ځواب کړ.

د مشال تر وژل کېدو وروسته پوهنتون څه کړي؟

د دې ترڅنګ مو د پوهنتون له څو نورو اړونده چارواکو سره هم رابطه وکړه خو هغوی هم رسمي خبرو ته حاضر نه شول. البته يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مشال خان تر مرګ وروسته يې سخت انتظامي ګامونه پورته کړي دي.

د چارواکي په خبره، دوی په پوهنتون کې پر سياسي هلو ځلو او غونډو بشپړ بنديز لګولی دی، د زده کوونکو شاوخوا ۲۰ ټولنې يې جوړې کړي چې هدف يې ذهينه ځوانان په داسې سرګرميانو کې بوخت ساتل دي چې هغوی له سياسي سازمانونو سره له ملګرتيا وګرځوي.

د نوموړي په وينا، له دې پرته دوی د زده کوونکو د څارولو لپاره په هره څانګه يا ډېپارټمېنټ کې يو یو زده کوونکی د پراکټر يا نګران په توګه ټاکلی دی چې کار يې په خپله څانګه او پوهنتون کې د هغو کړنو په اړه معلومات ټولول او له انتظاميې سره شريکول دی چې د ده په خبره، د پوهنتون له قواعدو او ضوابطو سره په ټکر کې دي .

د چارواکي په خبره، د دې نګرانو شمېر شاوخوا ۱۲۰ دی. "دوی ټولې سرګرمياني رپورټوي، که څوک د پوهنتون ته د ورننوتو کارټ نلري، که هلک له جينۍ سره چېرته کښېني، که يو هلک له استاد يا جينۍ سره ناوړه برخورد وکړي، او ان که څوک د پوهنتون ودانۍ ته زيان رسوي."

پوهنتونو د نګرانو يا څارونکو په نوم ډلې جوړې کړې خو زده کوونکي ورته د جاسوسانو په توګه ګوري

د ده په خبره، څارونکي یا نګران زده کوونکي پوهنتون ته معلومات ورکوي او هغه بیا هغه هلکان او جينکۍ جرمانه کوي او که مسله ډېره جدي وي نو هغه د يونيورسټۍ د نظم وضبط ساتونکې کمېټۍ (يو ډي سي) ته سپاري چې هغه د سزا په اړه حتمي فيصله وکړي.

خو مشال راډيو چې له زده کوونکو سره خبرې وکړې نو هغوی وويل چې د دې اقداماتو له کبله استادان او بیوروکراسي پیاوړې شوې او د دوی په ادعا، ان د خپلو تعليمي حقونو او اندېښنو په اړه غږ نه شي پورته کولای.

دوی څارونکو یا نګرانانو ته د "جاسوسانو" د یوې شبکې په سترګه ګوري. نمره خان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکې ده، او وايي، په پوهنتون کې دومره سخت چاپېريال دی چې ان که استادان سم درس نه ورکوي نو دوی له وېرې د هغوی شکايت هم نه شي کولای.

د ځينو زده کوونکو زړه له پوهنتونه موړ دی

د نمرې لپاره د مشال خان وژنه په پوهنتون کې د خبرو او بحثونو نه کولو يو ښکاره مثال دی. د دې په وینا، نشي کولای چې په ډاګه تنقيد وکړي."د مشال خان تر مرګ وروسته داسې نجونه هم وې چې مور پلار يونيورسټۍ ته له تللو منع کړې."

د مشال خان تر وژل کېدو وروسته، عبدالولي خان پوهنتون تړل شوی وو چې بیا تر څه د پاسه يو مياشت وروسته یعني د ۲۰۱۷ز کال د مې پر ۲۲ نېټه بیا پرانیستل شو. خو نه يوازې د اوسنيو زده کوونکو بلکې د مشال خان د ملګرو لپاره پوهنتون د دوی په وينا، په يو ډول "زندان" بدل شوی وو.

ملګري له ملګرو ويرېدل
امنه خان

د مشال خان ځينې ملګري وېرېدل او هڅه يې وکړه چې بل پوهنتون ته ځان بدل کړي خو د استادانو په ډاډ ورکولو یې هم هلته زده کړو ته دوام ورکړ. فهيم عالم خان د مشال خان ډېر نېږدې ملګری وو چې د هغه تر وژنې وروسته یې تر دوو مياشتو پورې يې ځان په کور کې بند کړی وو. "زه چې به کله له کوره راووتم نو هر چا ته به مې د شک په سترګه کتل."

خو د پوهنتون تر خلاصېدو وروسته چې کله فهيم خان کلاس(ټولګي) ته ورننوت نو د ده په خبره، هغه کسان يې وليدل چې د مشال خان وژنې ته يې لمن وهلې وه خو د ثبوتونو د نشتوالي له وجې پولیسو نه ول نيولي. "دغه هلکان به له ماسره پر مېز جوخت ناست ول او دې به زه ډېر ځورولم." فهيم خان به د ماسټري تر خلاصېدو پورې په خاموشۍ يونیورسټۍ ته ورغی او د درسونو تر خلاصېدو وروسته به نېغ کور ته ستنېده.

د ژورنالېزم څانګې زده کوونکې امنه خان هغه لومړۍ نجلۍ وه چې د مشال خان تر وژنې وروسته یې د ویر په توګه او له هغه سره د ملاتړ ښوولو لپاره پر خپله فېسبوک پاڼه د نوموړي عکس ولګاوه، چې سمدستي ورباندې هغو خلکو انتقادونه شروع کړل چې پر مشال خان د مذهب سپکاوي د تور په اړه د پروپیګنډې تر اغېز لاندې راغلي ول.

امنه خان چې کله يوه مياشت وروسته يونيورسټۍ ته ولاړه نو هر څه يې بدل وليدل. دې مشال راډيو ته وويل چې سهار به له کوره پوهنتون ته تلله نو مور به په تاکيد ورته ويل چې له هېچا سره پر هېڅ موضوع خبرې و نه کړي."ما له خلکو سره خبرې بېخي بندې کړې، چا چې به هسې پوښتنه وکړه نو ما به ورته ويل چې زه نه یم خبره. ملګری به له ملګري ویرېده. دا ځکه چې د مشال خان پېښه هم د ملګرو له لاسه شوې وه. د هغه تر مرګ وروسته به چا ویل، دا يې ويلي دي چا به ويل ماته یې دا خبر کړې وه نو له دې وجې د ملګرو له يو بله وېره کېده."

زده کوونکو مشال راډيو ته وويل چې د مشال خان تر مرګ وړاندې په عبدالولي خان پوهنتون کې تر يوه حده د فکر او وينا ازادي وه خو د مذهب سپکاوي په تور د هغه تر مرګ وروسته روڼ اندي کسان د ډار له لاسه خاموشۍ ته اړ شول.

د پوهنتون یوه پخوانۍ زده کوونکې نازیه خان وايي، تر دې پېښې وروسته د وينا ازادي ختمه شوې وه."د بحث کلچر ختم شوی وو او زده کوونکي به وېرېدل چې داسې څه ووايو چې راباندې د مذهب سپکاوي تور پورې شي. د مشال تر مرګ وروسته چې کومه مذهبي بيانيه جوړه شوې وه هغه دومره اغېزناکه وه چې ان د مشال خان ځينې ملاتړې هم د هغه خلاف ودرېدل."

پر مشال خان شوي تشدد دومره وېره خپره کړې وه چې ان د پوهنتون ۹۹ فيصده استادان غلي شول. د مشال خان د وژونکو په ملاتړ کې په مردان کې ځینو مذهبي ګوندونو مظاهرې او جلسې وکړې چې له کبله يې شته وېره نوره هم زیاته شوه. د ډار دا څپه ان د يونيورسټۍ تر استادانو هم ورسېده او خورا کم استادان داسې ول چې په دې اړه خبره وکړي.

پر مشال خان شوي تشدد دومره وېره خپره کړې وه چې ان د يونيورسټۍ ۹۹ فيصده استادان غلي شول
ضیارالله همدرد

ضیاء الله همدرد هغه يوازینی استاد وو چې پر مشال خان د پورې شويو تورونو له ټول بهيره نه يوازې خبر دی بلکې په دې کې يې د روغې جوړې کوښښ هم کړی وو. هغه د مشال خان تر وژنې څه موده پس پر لومړي ځل د پاکستان له شخصي ټېلېوېژن جيو سره مرکه وکړه، په اول ځل يې د قتل په اړه ټول حقيقتونه په ډاګه کړل او وې ويل چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی.

تر دې وروسته د ضیا الله همدرد ژوند ته خطر پېښ شو او هغه بیا تر ډېره وخته پوليس په خوندي ځای کې پټ ساتلی وو. نوموړي د مشال خان په حق کې عدالت ته ګواهي ورکړه او وروسته ژوند ته د وروړاندې خطر له کبله د خپلې ډاکترۍ (پي اېچ ډي) لپاره برتانيا ته ولاړ.

د مکالمې د دوام اړتيا

همدرد له لندنه مشال راډيو ته وويل چې د مشال خان تر مرګ وروسته پر يونيورسټۍ او ټولنه باندې د خاموشۍ يوه څپه راغلله او ده کوښښ وکړ چې دا څپه ماته کړي. "پر مشال خان شوي تشدد دومره وېره خپره کړې وه چې ان د يونيورسټۍ ۹۹ فيصده استادان غلي شول. استادانو که نور څه نه شو کولای خو دومره تمه مو ورڅخه کولای شوه چې د دې پېښې غنده وکړي او د مشال خان کور ته د دعا لپاره ورشي."

مختار عالم چې د پوهنتون تر خلاصېدو وروسته بیرته زده کړې پیل کړې نو د مشال خان په ملاتړ کې يې د خبرو جرات وکړ خو بیا ورو ورو ده ته هم دړکې ورکول پيل شوې او هغه اراده وکړه چې بل پوهنتون ته ځان بدل کړي. د ده په خبره، پر دې مهال دوه استادان نوي وګومارل شول او له هغو سره د ملګرتيا تر جوړېدو وروسته يې بل پوهنتون ته تللو اراده بدله کړه.

په دغو دوو استادانو کې يو هم عبدالروف يوسفزی وو چې د مشال خان تر مرګ شاوخوا يو کال پس په عبدالولي خان پوهنتون ژورنالېزم څانګه کې ښوونکی شو. نوموړی چې دا وخت په امريکا کې دی، مشال راډيو ته وايي، چې کله ژورنالېزم څانګې ته ورغی نو فکر يې کاوه چې د مشال خان د مرګ خبره به اوس له هر چا هېره شوې وي، خو خبره برعکس وه. د ده په وینا، خلک وېرېدلي ول او د ساه بندۍ فضا وه.

دی وايي، د دې فضا ختمولو لپاره يې سوچ وکړ چې په کلاس کې په غیر حساسو موضوعاتو بحثونه شروع شي او د دې لپاره هغه دغسې کتابونه انتخاب کړل چې ورسره ورو ورو خبرې اترې بیا پیل شوې. "په دې بحثونو کې هغه هلکانو هم برخه اخيسته چې د مشال خان په مرګ کې په لاس لرلو تورن ول. ما به هغوی ته ويل چې مشال خان ولې په وهلو ټکولو ووژل شو؟ دا کار خو په قانوني لاره هم کېدای شو، تاسو به يوه قانونپوه ته پیسې ورکړې وې او د عدالت له لارې به مو هغه ته سزا ورکړې وه."

خو روف يوسفزی وايي، چې کله داسې بحثونه وشول نو له کلاس وروسته به ځينې زده کوونکي ورغلل چې ستاسو دا خبرې دومره سختې دي چې کله کله موږ هم و وېرېږو. "مابه هغوی ته ويل چې د وېرې دا ماحول ماتول [په کار دي] او بايد موږ پر دې په تکرار خبرې وکړو. بیا مو ورو، ورو دا جمود تر یو حده مات کړ."

خو د پوهنتون چارواکي مشال راډيو ته وويل چې په رسمي توګه پر بحث، مکالمې، وينا او د بیان پر ازادۍ بندیز نه دی لګولی. هغه زیاته کړه چې په عمومي توګه، ټوله ټولنه پر مذهب د خبرو پر مهال احتیاط کوي. د ده په وينا، د مشال خان تر مرګ وروسته خلکو ته پخپله هغه کرښه معلومه شوې ده چې د مذهب په اړه کومه خبره وکړي او کومه نه.

د پوهنتون چارواکي يو دليل دا هم ورکوي چې د نظم و ضبط د ساتلو لپاره اقداماتو د زده کړو معيار ښه کړی دی. دوی په دې لړ کې پر نړيواله کچه د پوهنتونونو د تعليمي معیار د ارزونې ادارې (ټایمز هاير ورلډ يونيورسټي رینکينګ) حواله ورکوي. دې ادارې په ۲۰۲۰ز کې د پاکستان ۱۷ پوهنتونونه و ارزول چې پکې د تحقيق او حواله جاتو په برخه کې عبدالولي خان يونيورسټۍ د هېواد پر کچ لومړی او پر نړیواله سطح یې ۵۱۰ مقام ګټلی وو.

د مشال خان پلار د ځوانيمرګ زوی کیسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:57 0:00

XS
SM
MD
LG