د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیسبوک په پاکستان، روس او امریکا کې سلګونه جعلي اکانټونه تړلي


فېسبوک وایي، تېره اګست میاشت یې په پاکستان، روس او امریکا کې یې له خپلې پاڼې د جعلي اکاونټونو درې شبکې لیرې کړي دي. فېسبوک غواړي له خپلې پاڼې هغه ټول اکانټونه هیسته کړي چې د جعلي خبرونو په خپرولو سره ولس اغېزمنوي.

د امریکا د ټولنیزي میډیا ادارې فېسبوک د سپټمبر پر لومړۍ نېټه ویلي، په روسیه کې یې د هغه ۱۳ فېسبوکاکاونټونو او دوو پاڼو یوه وړه شبکه له منځه وړي چې وړاندې د انټرنیټ څېړنې ایجنسۍ سره تړلي کسان ول. پاکستانۍ لیرې کړې شبکه ډېره لویه وه چې پکې د فېسبوک۴۵۳ اکاونټونه، ۱۰۳ پاڼې، ۷۸ ګروپونه او دغسې د انسټګرام ۱۰۷ اکاونټونه شامل دي.

په عین حال کې فېسبوک ویلي، د امریکا هغه شبکه چې دوی له منځه وړې، د سټراټیژیکي مواصلاتو واشنګټن مېشته ادارې سي ایل ایس سره اړه لري. په دې شبکه کې د فېسبوک ۵۵ اکاونټونه، ۴۲ پاڼې او دغسې د انسټګرام ۳۶ اکاونټونه شامل دي. له پاکستانه چلېدونکي اکانټونه او پاڼې پر هند او پاکستان راڅرخېدل.

فېسبوک په همدومره موده کې په ټوله نړی کې ۱۰۰ شبکې له منځه وړي دي.

فېسبوک کمپني د انسټاګرام او واټس اېپ ملکيت هم لري.

د سټېټيا ډاټ کام ويبپاڼې ترمخه د روان ۲۰۲۰ز کال تر جولای پورې په پاکستان کې د فېسبوککارونکو شمېر ۳۸ ميليون وه.

په ټوله نړۍ کې د فېسبوک صارفينو شمېر ۱.۶۹ اربه دی.

د سماجي رابطو نورو ويبپاڼو لکه ټويټر، يوټيوب، واټس ايپ، وې چيټ، ټمبلر، انسټاګرام او ګوګل پرتله فېسبوک تر ټولو زيات مشهور دي. خو په دي وروستيو کې پرې انتقادونه هم شوي ول.

په پاکستان کې د ټولينزو رسنيو فعالانو هم په وار وار شکايتونه کوي چې په دغه ملک کې د فېسبوک جعلي اکاونټونو مسله موجوده ده.

په مردان کې د ټولينزو رسينو يو فعال محمد داود د سېپټمبر په دويمه مشال راډيو ته وويل چې فېسبوک د معلوماتو ډېره مهمه سرچينه ده خو په پاکستان کې ترې استفاده نه کېږي.

ده وويل: ''دلته به يوه هلک وي هغه به د جينۍ په نوم اکاونټ جوړ کړي وي. دغه شان د پاکستان مختلفي ادارې داسي دي چې جعلي اکاونټونه جوړ کړی او له هغې پروپيګنډي کوي. څوک جعلي خبرونه خپروي څوک تري خپلي ګټې پورته کوي. په هغې کې دوکه دا وي چې پاڼه له پاکستانه اپريټ [چلول] کېږي، خو په هغې کې مواد د نورو ملکونو وي. د فېسبوک انتظامې له دې خبره وي چې پاڼه له کوم ملک او له کوم ځاي څخه چلول کېږي. نو ظاهرا خبره ده چې له فېسبوک سره دوکه نشي کولی. خو له بده مرغه پاکستانيان په دې کار [جعلي اکاونټونو جوړولو] کې ډير تيز دي.''

محمد داود زياته کړه، په پاکستان کې يو عام صارف له دې خبر نه دي چې دا اکاونټ جعلي دي او که نه؟ هغه يې د رابطو لپاره کاروي، خو کوم خلک چې پوه لري نو هغوي يې خپلو مقاصدو لپاره کاروي. د ده په خبره هغه خلک يې پيسو لپاره استعمالوي او يا پرې پروپيګنډه کوي.

د پاکستان حکومت د روان کال فروري مياشت کې د سټيزن پروټيکشن په نامه د قانون منظوري ورکړي وه چې مقصد يې په ټولينزو رسينو لکه فيسبوک، ټويټر او ګوګل قابل اعتراض مواد بلاک کول يا لېري کول وو. د چارواکو په خبره د دي قانون مقصد د نورو کارونو ترڅنګ د جعلي خبرونو د کرکې او نفرت خورونکې موادو مخنيوي کول دی.

خو د ټولينزو رسينو فعالان پر دې قانون نيوکې کړي وي.

په اسلام اباد کې يو څيړونکې ارش خان د سېپټمبر په دويمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د فېسبوک اکاونټ جوړول ګران کار نه دي او جعلي اکاونټونه يو لويه مسله ده.

ده وويل: ''فېسبوک د پروپيګنډې هم کارول کېږي. خو يوازې فېسبوک نه دی بلکې ټويټر او نورو سماجي رابطو پاڼو هم دا کار کېږي. په ټولينزو رسنيو څوک پوسټ ورکړي او هغه سوچ سره نور خلک مخالفت کوي نو منفې خبرې پرې شروع شي. بيا د ټولينزو رسينو په اصلاح ټرولنګ [ځوروني] شروع شي. نو څوک چې موثره ټرولنګ [بې ادبې/ځوروني] کول غواړي نو د هغې لپاره ډېر جعلي اکاونټونه موجود وي.''

فېسبوکپاڼې دا هم ويلي دي چې د روسي شبکو جعلي اکاونټونه يې هم د تحقيقاتو وروسته لېري کړي دي.

د روسي نيټورک فېسبوک اکاونټونو لومړني مقصد په امريکا، بريتانيا، الجريا، مصر، منځني ختيځ او شمالي افريقا کې پروپيګنډې لپاره کارول کيدل. امريکايي چارواکو هم په وار وار ويلي دي چې روس د ۲۰۲۰ز کال صدارتي انتخاباتو کې د مداخلت لپاره انلاین کمپاينونو په هڅه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG