د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک د پاکستاني پوځ اکاونټونه ولې وتړل؟


انسټاګرام هم د فېسبوک ملکيت دی
انسټاګرام هم د فېسبوک ملکيت دی

د ټولنيزو مطبوعاتو يوې کمپنۍ فېسبوک د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې ISPR د کارکوونکو سره تړلې ۱۰۳ اکاونټونه بند کړې دي. فېسبوک د اپرېل په لومړۍ نېټه خپاره کړو معلوماتو کې وويل چې په دې اکاونټونو کې پاڼې او ګروپونه شامل دي.

دا له فېسبوک او د فېسبوک له یوه بل مشهور ويب سايټ انسټاګرامه ليري کړل شوي دي. د فېسبوک د انټرنیټ امنیت یا سایبر سیکیوريټي مشر، نيتېنیل ګلېشر په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو اکاونټونو تر شا خلکو کوښښ کاوه چې خپله پيژندګلوي پټه کړي خو دوی وموندله چې دغه خلک د آی، ايس، پي، آر سره تړاو لري او د هند سره د جنګ په اړه پاروونکي مواد خپروي.

ما چې د پاکستان پوځ په اړه کوم تحقیق کړی په هغه کې مې موندلي چې پوځ پر ټولنيزو مطبوعاتو څه د پاسه ۱۷۰۰۰ داسې اکاونټونه لري چې يا یې پخپله چلوي او يا يې هم نورو ته په قرداد ورکړي دي
ډاکټره عايشه صديقه

ډاکټر عايشه صديقه چې د پاکستاني پوځ د کاروبار په اړه یې دوه کتابونه ليکلې، وايي چې د پوځ عامه اړيکو څانګه پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو کې زرګونه اکاونټونه لري. هغې د اپريل په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د فېسبوک له خوا د دې اکاونټونو بندول به د پوځ حېثیت ته زيان ورسوي.

((زما د تحقیق ترمخه د پوځ عامه اړيکو څانګه، ISPR له ۱۷۰۰۰ څخه زيات سوشل ميډيا اکاونټونه لري. دوی يې يا نېغ په نيغه پخپله چلوي او يا يې هم قرارداديانو ته ورکړي دي. فېسبوک چې اوس کوم اکاونټونه بند کړي دي دا د ISPR سره په موجودو وسايلو کې يوه وړه برخه ده. دا د دوی حېثیت ته زيان رسوي خو اوس به دوی له نورو ستراتيژيوو کار واخلي. داسې ستراتيژي چې د خپلو اکاونټونو د بندېدو مخنیوی وکړي.))

تر اوسه پورې پاکستانيو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. فېسبوک امريکايي کمپني ده چې په دا وروستيوو کې يې ويلي چې د جعلي خبرونو د بندولو لپاره يې هم کار پېل کړی دی. د تصويرونو شريکولو پاڼه، انسټاګرام او د پېغامونو لېږلو ايپ وټس- اېپ هم د فېسبوک ملکيت دی. د انټرنيټ په اړه شمېرې ساتونکي ويب سايټ، Internet World Stats.com تر مخه پر فېسبوک له پاکستانه دوه ديرش ميليونه اکاونټونه فعاليت لري.

فېسبوک اعلان کړی چې د اکاونټونو چڼلو لپاره د ارټيفيشل انټيليجنس يا اې ای (AI) په نامه تخنيکي لارې کاروي. په کابل کې د ټيک نېشن په نامه انټرنيټي کمپنۍ مشر عمر منصور انصاري وايي دغه لاره اغېزمنه ده خو بيا هم د انټرنيټي کمپنيو لپاره د جعلي يا تشدد پاروونکو اکاونټونو بندولو اسانه نه وي. ((ستونزه دا ده چې دغه اکاونټونه په بدلو نومونو بيا بيا راښکاره کېږي. خو نن سبا فېسبوک داسې ځيرک سافټ وېرونه کاروي چې په استعمال سره يې هغه اکاونټونو موندلی شي چې د دوی له اصولو سرغړونه کوي.))

د فېسبوک د لارښود ترمخه خلک کولی شي چې يو اکاونټ راپور کړي. دا په دې مانا چې که يو څوک جنګ زيږونکي مواد يا کرکه پاروونکي شيان خپاره کړي نو بل څوک يې فېسبوک ته خبر ورکوي. که د فېسبوک له قوانينو پکې سرغړونه شوې وه، هغه ليرې کېږي.

XS
SM
MD
LG