د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس کره معلومات له انټرنيټه څنګه واخلو؟


فېسبوک د جعلي‌معلوماتو خپرولو مخنيوي لپاره جدي‌ګامونه اخیستي
فېسبوک د جعلي‌معلوماتو خپرولو مخنيوي لپاره جدي‌ګامونه اخیستي

د پاکستان ټيليکيميونیکېشن اتارټي د اپرېل په دوهمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی په غوښتنه، شخصي ټيليفوني کمپنيوو د انټرنيټ د استعمال بیې کمې کړې دي. خبرپاڼې د ځينو دغو ټيليفوني خدمتونو وړاندې کوونکو کمپنيوو نومونه خپاره کړي دي.

دوی زیاته کړې چې خلکو ته يې د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو تر څنګ د خبرو، ميسيجونو لېږلو او انټرنيټ‌ کارولو په پيکيجونو کې یې له دېرش فیصده څخه تر اتیا فیصده کمی اعلان کړی دی. پي ټي اې ويلي چې د دې کار مقصد خلکو ته له کوره د دفتر کار په سمه طریقه کولو لپاره انټرنيټ او په کور بندو خپلوانو سره د خبرو سهولت ارزانه کړی دی.

ډان ورځپاڼې د پي ټې اې له خولې ويلي چې په پاکستان کې د انټرنيټ استعمال ۱۵ فیصده زیات شوی دی. ټکنالوژۍ پوه او د انټرنيټ ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې، بولو بهی! مشر، اسامه خلجي د اپرېل په دوهم نېټه مشال رېډيو ته وويل چې خلکو د کورونا وایرس په اړه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره انټرنيټ ته مخه کړې.

هغه زیاته کړه چې پر انټرنيټ خپرېدونکي معلومات بايد د راډيو له لارې هم خلکو ته ورسول شي ځکه چې په پښتنو سيمو کې لا هم ډېر خلک انټرنيټ نه لري.

د عامې روغتيا نړیوالې ادرې د ټولنیزو مطبوعاتو مشهورو کمپنيوو سره لاس یو کړی چې د کورونا وایرس په اړه خلکو د جعلي خبرونو پر ځای کره معلومات ورسېږي.

د پاکستان ټيليکيمونيکېشن اتارټي خبر ورکړی چې د ټنکالوژۍ لویې نړیوالې کمپنۍ ګوګل د بول په نامه يو اېپ جوړ کړی دی.

دا اېپ ماشومانو ته په اردو ژبه زدکړو کولو کې مرسته کوي. د ګوګل معلومات ترمخه،‌ دوی دا اېپ لومړی په ۲۰۱۶ کال کې د هند کليوالو سيمو لپاره جوړ کړ خو اوس یې پاکستان ته هم غځولی.

ګوګل په نړۍ کې د انټرنيټي موادو د موندلو لپاره تر ټولو مشهوره کمپني ده. دوی د کورونا وايرس په اړه د کره معلوماتو خپرولو لپاره خپل د لټون طرز بدل کړی دی. کله چې څوک په ګوګل ډاټ کام د کورونا په اړه لټون کوي نو لومړی ورته د دې وايرس نښې،‌ بيا له دې وايرسه د ځان ژغورنې طریقې او ورپسې د روغتيايي ادارو معلومات مخې ته راځي.

د ټکنالوژۍ او ټولنیزو اړيکو يو بل لوی ویب سايټ فېسبوک هم ورته ګامونه اخيستې دي. نن سبا چې څوک فېسبوک ته ننوځي نو لومړی ورته کورونا وایرس انفارمېشن سنټر يا د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو مرکز برخه راځي.‌ دلته خلک کولی شي په خپل ملک کې د کورونا وایرس په اړه تازه معلومات،‌ له دې وايرسه د ځان ساتنې طریقې او همداراز د اړونده ادارو د اړیکو ټينګولو لارې چارې زده کړي.‌

ورته کارونه اینسټاګرام او يوټیوب هم کړې دي. يوټيوب د آن لاين زده کړو مشهور مرکز، خان اکيډمي سره ګډ کار شروع کړی او کوښښ‌کوي چې ماشومانو ته په کور دننه زده کړې برابرې کړي.

ټکنالوژۍ پوه، اسامه خلجی وايي د دې کارونو ترڅنګ د ټکنالوژۍ دې لويو کمپنيوو په ځينو هېوادونو کې د خپلو ويب سايټونو وزن کم کړی او اوس یې خلک په کمزوري انټرنيټ هم پرانیستلی شي. نوموړی هيله لري چې دا کار به د جعلي خبرونو د خپرېدو مخه ونیسي.

خلجي زياتوي: ((په اوس وخت کې ځينو خلکو داسې معلومات پر وټس اپ او فېسبوک خپاره کړي چې کوم ډاکټر نه دې تاييد کړي. موږ بايد کوښښ‌وکړو چې د کره او غلطو معلوماتو په فرق پوه شو. د دې کار لپاره په سمه توګه د ټکينالوژۍ استعمال ضروري دی.))

د ټکنالوژۍ کارول که له یوې خوا ګټه لري نو له بلې خوا د جعلي خبرونو خپرولو ته لار جوړوي. په دې وروستيوو کې پر فېسبوک يوه ويډيو مشهوره شوه چې يو سړی پکې له دې وايرسه څخه ځان ژغورنې لپاره د تورو چایو د څښلو غږ کوي. ډاکټرانو که څه هم دا کار احمقانه بللی خو ډېرو خلکو پرې باور کړی وو.‌

د عامې روغتيا نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او د سمو معلوماتو خپرولو لپاره د فېسبوک،‌ يوټیوب، ګوګل،‌ ټويټر، انسټاګرام او پېغام رسوونکو اېپس لکه وټس اپ،‌ وايبر،‌ میسینجر او ټيليګرام سره لاس يو کړی دی.

صابن زما قانون!
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG