د لاسرسي ځای

تازه خبر

ديني عالمان: د کفر فتوو او جهاد حکم ورکوونکو ضد دې کارروايي وشي


په پېښور کې د دینې عالمانو غونډه
په پېښور کې د دینې عالمانو غونډه

پېښور - په خیبرپښتونخوا کې ديني عالمانو د کفر فتوو او د جهاد حکم ورکوونکو پرضد د کارروايي غوښتنه کړې ده.

د اپريل پر ۲۸مه، په پېښور کې د مختلفو مذهبي فرقو ديني عالمانو يوه غونډه وکړه چې د پاکستان د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري يې مشر مېلمه وو.

بېلا بېلو ديني عالمانو تر ويناګانو وروسته يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې په پاکستان کې د هزاره ګانو په ګډون د يو خاص مسلک چې اشاره يې شيعه ګانو ته وه باندې د حملو غندنه شوې ده.

د ديني عالمانو ذمه واري جوړېږي چې د جمات او منبر له لارې په خلکو کې تبليغ وکړي چې په اسلام کې ترهګري، سختدريځي، په يوه مسلمان د کفر فتوی لګول او له خپلې مخې د جهاد اعلانول حرام دي.
حامد حسين امامي

په اعلاميه له حکومت غوښتل شوي چې د هغو خلکو خلاف دې کارروايي وکړي چې څوک پر بل چا د کفر فتوې لګوي يا د جهاد حکم ورکوي.

نورالحق قادري مشال راډيو ته وويل چې د کانفرنس هدف په پاکستان کې د مذهب او مسلک پر اساس چې تشدد کېږي، د هغه مخنيوی کول دي.

د شيعه علما کونسل د خیبر پښتونخوا څانګې مشر حامد حسين امامي مشال راډیو ته وويل چې د ټولو ديني عالمانو ذمه واري جوړېږي چې د جمات او منبر له لارې په خلکو کې تبليغ وکړي چې په اسلام کې ترهګري، سختدريځي، په يوه مسلمان د کفر فتوی لګول او له خپلې مخې د جهاد اعلان کول حرام دي.

ديني عالمانو په اعلاميه کې دا هم ويلي چې دوی به د صوبې او ضلعو په کچه د عالمانو شوراګانې جوړوي او بيا به له مهال وېش سره سم د مدرسو دورې کوي.

XS
SM
MD
LG