د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ړنګو کورونو د معاوضې لپاره د مسيد قام احتجاجي پرلت


په ټانک کې پر احتجاج ناست د جنوبي وزیرستان خلک
په ټانک کې پر احتجاج ناست د جنوبي وزیرستان خلک

د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسيدونکو د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی.

د جنورۍ پر ۲۷مه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي.

د یو مسید د څلويښت تنیزې کمېټي غړي یوسف مسید ویلي چارواکي دې په فوري توګه خلکو ته پېسې ورکړي. هغه د جنورۍ په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل: ((هر چاته چې ټوکن یا د پېسو اخیستو پرچه ورکړل شوې ده، هغه ته بايد سمدستي پېسې ورکړل شي. بله خبره دا ده چې کوم ړنګ کورونه په سروې کې نه دې ليکل شوي، هغه بايد پکې درج شي.))

د حکومتي سروې ټېمونو کار ډېر سست دی. خلک خپل وار ته په مياشتو میاشتو انتظار کوي
شاه فېصل

د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ګڼ پوځي عمليات کړي دي. په دوی کې لوی هغه یې راه نجات او ضرب عضب وو. د دغو عملياتو پر مهال د پوځ او وسلې والو ترمنځ په سختو نښتو کې ګڼ‌کورونه وران شوي، سړکونه ويجاړ شوي او مارکیټونه ړنګ شوي دي. حکومت د زیان ليدلو خلکو سره د مرستې لپاره سروې کړي او ځينو ته یې پېسې ورکړې دي خو ځايي‌خلک یې پر کار نيوکې لري.

شاه فیصل غازي چې په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته ناستو مظاهره چيانو سره مل دی، مشال راډيو ته وويل چې د سروې لپاره د حکومت ټېمونه خپل کار په وخت نه کوي چې له امله یې غریب خلک خپل وار ته په مياشتو میاشتو انتظار وباسي.

په احتجاج کوونکو کې داسې خلک هم شامل دي چې د معاوضو په اړه د حکومتي مرستو پر ځنډ د نيوکو تر څنګ د امنيتي ځواکونو له خوا د بشري حقونو له مبیینه سرغړونو شکايت کوي.

په ټانک کې د مظاهره چيانو مشر، شیرپاو مسيد د جنورۍ په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل: ((له ۲۰۰۲ کال راهیسې ظلمونه روان دي. خلک لادرکه شوي او غېرقانوني کارونه کېږي. ولس دومره مجبوره شوی چې د بسترې او کمپلې سره نن دلته احتجاج ته راغلی دی. حکومت دې زموږ ټولې مطالبې ومني.))

پوځ هيڅکله غېرقانوني کړنې نه دې منلي. ملکي چارواکي بيا دې خلکو ته د صبر کولو وايي. د جنوبي وزیرستان کمیشنر یحيی اخونزاده د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د ړنګو شوو کورونو د سروې پوره کولو لپاره ۱۱ ټېمونه لګيا دي کار کوي. ((نيزدي شپږ دیرش زره کورونه دي‌چې موږ يې د تصديقولو کوښښ‌کوو. خلکو ته د پېسو د ورکړې مسله به ژر حل شي.))

XS
SM
MD
LG