د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: د قبايلو ۵۷۰۰۰ ويجاړو کورونو خاوندانو ته مو پېسې ورکړې


په شمالي وزيرستان کې يو ويجاړ شوی کور
په شمالي وزيرستان کې يو ويجاړ شوی کور

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په پنځوو قبايلي ضلعو کې يې د ۵۷۰۰۰ ويجاړو شوو کورونو خاوندانو ته اتلس اعشاريه څلور اربه روپۍ ورکړي دي.

د مې په ۱۳مه د وزيراعظم عمران خان سلاکار، افتخار دراني له دفتره مشال راډيو ته لېږل شوو معلوماتو تر مخه دا پېسې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزيرستان، خېبر، کرمه او اورکزو کې هغو ته ورکړل شوې چې کورونه یې په جګړو او پوځي عملياتو کې يا په بشپړ ډول او يا هم لږ وران شوي وو.

خو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان منتخب استازي، علي وزير د مې په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت لومړی غلطه سروی وکړه او اوس د خپل سياسي حېثیت د ټينګولو لپاره داسې اعلانونه کوي.

علي وزير: دا يوازې سياسي بيانونه دي
علي وزير: دا يوازې سياسي بيانونه دي

هغه زياته کړه: ((د ورانو شوو کورونو سروی کې ډېر مشکلات وو. ځيني کورونه په غلطو ځايونو کې شمېرل شوي وو. ځيني بيخي شمېرل شوي نه وو. دا هم معلومه نه ده چې دا پېسې دوی خپلې ښيي که د تېر حکومت له خوا مصرف شوي هم پکې ګډې دي. اوس دوی په اقتدار کې دي نو د ټاکنو په رانيزدې کېدو داسې بيانونه ورکوي.))

په قبايلي سيمو کې چې اوس ورته قبايلي ضلعې ويل کېږي، د پاکستاني پوځ د طالبانو ضد راه نجات او ضرب عضب عملياتو پر مهال په زرګونو کورونو وران شوي وو. د تېر مسلم لېګ (ن) حکومت پر مهال پکې خلکو ته د بېا رغونې لپاره پېسې ورکول پېل شوې.

له تېر کال راهيسې دا سيمې د خېبر پښتونخوا صوبې برخه دي. وزیراعظم عمران خان د مې په ۱۳مه په پارليمان کې له صوبو غوښتنه وکړه چې خپله هغه درې فېصده پېسې د قبايلي ضلعو لپاره ورکړي چې دوی لپاره بېلې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ لپاره له دې ضلعو څخه د استازو ټاکلو لپاره دغلته ټاکنې کېدونکې دي.

دا سياسي کمپاين نه دی. په کومو ځايونو کې چې پېسې نه دې ويشل شوي، هلته یې هم ويشو.
اقبال افريدی

له جنوبي وزيرستان د متحده مجلس عمل په ټکټ پارليمان ته ټاکل شوي مولانا جمال الدين نن مشال راډيو ته وويل چې د تحريک انصاف ګوند په دغو انتخاباتو کې د خلکو رايو راجلبولو لپاره داسې اعلانونه کوي. ((دوی اعلانونه ډېر او کارونه کم کوي. نن وزيراعظم په پارلمان کې له ټولو صوبو سوال وکړ چې د قبايلو لپاره درې فېصده روپۍ راکړئ. نو چې د هغه حق پېسو لپاره وزيراعظم سوال کوي نو دا اتلس اربه یې بيا له کومې کړي؟ هسې سياسي بيانونه ورکوي.))

خو حکومتي غړي دا تورونه بې بنياده بولي. له خېبر څخه په قامي اسمبلۍ کې د حکمران ګوند تحريک انصاف غړي، اقبال افريدي مشال راډيو ته د مې په ۱۳مه وويل چې پر سروی دوی هم تحفظات لري خو په ټوله کې د کورونو د رغولو لپاره ورکړل شوې پېسې د سياسي کمپاين برخه نه ده.

هغه زياته کړه: ((دا د خلکو لپاره د سهولتونو د بربرولو خبره ده. د ټاکنو نه ده. په شوي سروی کې ځينې تېروتنې شوي دي. مثلا خلکو ته بايد د پېسو چيک سمدستي ورکړل شوی وای چې داسې نه دې شوي. خو په ډېرو ځايونو کې په کروړونو روپۍ حقدارو ته رسېدلې دي. زه هم پکې وم. ما پخپله ورکړې دي.))

حکومت هر بشپړ ويجاړ شوي کور مالک ته څلور لکه او د هر لږ ويجاړ شوي کور خاوند ته يو نيم لک روپۍ ورکوي. د مشال راډيو سره په بيلابېلو وختونو کې د خبرو پر مهال د قبايلي سيمو خلکو دا پېسې کمې بللې دي.

XS
SM
MD
LG