د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيرستان: د وسله والو د بياراپورته کېدو وېره


د جنوبي وزيرستان نقشه
د جنوبي وزيرستان نقشه

له جنوبي وزيرستانه د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړو په قبايلي ضلعو کې د وسله والو په بيا راپورته کېدو اندېښنې ښودلې دي. د صوبايي اسمبلۍ غړی ميرکلام وزير وايي په دې وروستيوو کې د دوی په ځایونو کې هدفي وژنې او د خلکو تښتول ډېر شوي دي.

نوموړي د اکتوبر په څوارلسمه مشال راډيو سره خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د بې امنۍ د پراخېدو مخه دې ونيسي. ((هر شل ورځې يا مياشت پس په يو او بل شکل د بې امنۍ پېښې کېږي. داسې ښکاري چې زموږ پر سيمه بيا ترهګري راروانه ده. مخکې تر دې چې دا ډېره پراخه شي بايد حکومت ورته پام وکړي. هسې نه چې بيا پوځي عمليات وي او زموږ کورونه پکې ورانېږي، کاروبار مو پکې خرابېږي او موږ پکې کډوالېږو.))

د اکتوبر په يوولسمه د جنوبي وزيرستان ډاکټر حنان وزير له واڼه او ډاکټر عابدالله مسيد له تيارزنه تښتول شوي وو. دغو ډواړو ډاکټرانو په ځايي روغتونونو کې کار کاوه. تحريک طالبان پاکستان یې د تښتولو زمه واري منلې او په يوه ويډيو کې يې ښکاره کړي دي. دې ډاکټرانو پر حکومت غږ کړی چې د دوی په خوشي کولو کې دې مرسته وکړي.

د جنوبي وزيرستان ځايي اننتظاميې په دې اړه مشال راډيو سره خبرو ته زړه ښه نه کړ. خو د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د دغې ضلعې يو استازي او د حکمران ګوند، تحريک انصاف غړي، نصير الله وزير مشال راډيو ته وويل نه يوازې د دې ډاکټرانو د خوشي کولو بلکې په ټوله کې د امن ټينګ ساتلو لپاره کوښښ روان دي. ((حکومت چې څومره کولی شي په دې لړ کې هلې ځلې کوي. ځيني محدوديتونه شته دی خو زه پخپله د ځايي انتظامیې سره په رابطه کې يم، کوښښ شروع دی. دا هم درته ووايم چې دلته بيخي ډېر کلونه جنګ شوی دی چې اثرات يې تر اوسه پورې پاتې دي او هر څه داسې ژر نه شي سمېدلی.))

د پاکستان پوځ په قبايلي ضلعو کې په ۲۰۰۹ کال کې راه نجات او په ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عمليات وکړل. د دوی په وېنا د وسله والو ملا یې ماته او له ۹۰ فېصدو څخه زياته خاوره یې له ترهګرو پاکه کړه. د پوځ پخوانی بريګيډير او د امنيتي چارو پوه، سيد نزير د دې دعوې سره همنظره دی خو زياتوي چې د قبايلي ضلعو د ارامۍ لپاره پکار ده د ډيورنډ کرښې آغاړه، افغانستان کې امن راشي.

هغه زياتوي: ((تر څو چې په دا ټوله خاوره يو شان امن نه وي، وسله وال به په يو يا بل ځای کې پټېږي او د بيا راپورته کېدلو کوښښ به کوي. په تېرو پوځي عملياتو کې دوی په بشپړ ډول نه وو ختم شوي نو ځکه دا وېره شته چې که دوی لږه موقعه پېدا کړه بيا به را اوچت شي.))

د پاکستان حکومت تېر کال قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړي. دوی وويل چې دې سره به په دغو سيمو کې د پرمختيايي کارونو د کېدو تر څنګ امن هم راشي. د امنيت چارې پوليسو ته د سپارلو خبره هم شوې وه خو تر اوسه پورې دا کار په ټولو قبايلي ضلعو کې نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG