د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيراعظم عمران خان دې کړې ژمنې پوره کړي:وزيرستانيان


عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په يوه ورځني سفر د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته ورسېد.(انځور: ارشیف)
عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په يوه ورځني سفر د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته ورسېد.(انځور: ارشیف)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د جنوبي وزيرستان اويا فيصده ابادي غريبه ده او د راپورته کولو لپاره به يې ځوانانو ته قرضې،تعليم او مېرمنو ته څاروي ورکوي او پر ځمکو به يې د زیتون بوټې لګوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان دغه خبرې په چارشنبه د جنوبي وزيرستان د سفر پر مهال په واڼه کېډیټ کالج کې ځوانانو ته وکړې.

پر دې موقع نوموړي په ځينو ځوانانو کې د يو کروړ څلويښت لکه روپیو چېکونه هم ووېشل.

د جنوبي وزيرستان ځینو اوسېدونکو مشال رېډيو ته وويل چې دوی پر دې خوشاله دي چې وزيراعظم عمران خان د دوی سيمې ته ورغلی او ځينې اعلانات يې وکړل.

خو د مولا خان سرای يوه قبايلي مشر ملک نور خان په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د ۲۰۱۹ م کال په ۲۴ م اپريل چې عمران خان د جنوبي وزيرستان په سپينکۍ رغځۍ سيمه کې له وزيرستانيانو سره کومې ژمنې کړې وې نو هغه يې هم تر دې دمه نه دي پوره کړي: "زموږ په سيمه کې يې د يوه مېډيکل کالج او سړکونو جوړولو او خلکو ته د روزګارونو ورکولو ژمنې کړې وې خو تر دې دمه يې عملي شکل نه دی ورکړی."

نور خان وايي چې وعدو ته د عملي شکل نه ورکولو له کبله په حکومت د خلکو اعتبار کم شوی دی.
د جنوبي وزيرستان د توی خولې يو مشر غلام حسن په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت وزيرستانيانو ته د څه ورکولو پر ځای له هغو شته وسايل اخلي:

"له افغانستان سره زموږ تجارت وو نو د لارو بندېدو له وجې هغه بند شو. د زڼغوځیو په ګډون له يوشمېر نورو فصلونو بې برخې شو. کورونه، هسپتالونه او تعليمي ادارې مو ړنګې پرتې دي."

د جنوبي وزيرستان ځانګړه شبيخيلو شير پاو مسيد چې يو وکيل دی په پنجشبه يې مشال رېډيو ته وويل دوی پر دې خوشاله دي چې د پاکستان وزيراعظم په تېر يونيم کال کې دوه ځله وزيرستان ته لاړ او د دوی له تکليفونو يې ځان خبر کړ.

خو نوموړی وايي که څه هم وزيراعظم عمران خان ژمنه کړې وه چې په قبايلي سيمو کې به د قانون بالادستي راولي خو د ده په خبره اوس هم چې يو پوځي په دغه سيمه کې د وسله والو لخوا ووژل شي نو په بدل کې يې بې ګنا ولس نيول کيږي:

"پنځه سوه بې ګنا کسان به ونيول شي. ځينې پکې لادرکه شي او عدالت ته يې هم نه وړاندې کوي. نو دا د قانون بالادستي ده او که توهين دی. البته که حکومت زموږ په سيمو کې د زېتون بوټي کري او مېرمنو ته د امدن ترلاسه کولو لپاره څاروي ورکوي نو دا ښه خبره ده خو تر هرڅه مخکې بايد د خلکو ژوند خوندي شي."

د جنوبي وزيرستان يادو قبايلي مشرانو دا هم وويل چې د دوی په سيمه کې د وسله والو پرضد د راه نجات پوځي عملياتو څه باندې لس کاله وشول خو په دې عملياتو کې د ړنګ شوو زرګونه کورونو معاوضه اوس هم نه ده ورکړل شوې. دوی وايي تعليمي ادارو، هسپتالونو او روزګارونو ته اړتيا لري.

دا روسته له هغو ده چې وزيراعظم عمران په چارشنبه په واڼا کېډټ کالج کې ځوانانو ته په وينا کې وويل چې له نننه به په وزيرستان کې تري جي او فور جي انټرنېت فعالوي او ځوانانو ته به د کاروبارونو شورو کولو لپاره قرضې ورکوي: "وزيرستان وروسته پاتې شو. زموږ د اندازې له مخه دلته ۷۰ فيصده خلک د غربت له کرښې ښکته دي.موږ به دې خلکو ته پېسې ورکوو. مېرمنو ته به څاروي ورکوو چې د کور خرچه پرې پوره کړي.وظيفې به ورکوو،په تعليم ترلاسه کولو کې به ورسره مرسته کوو. موږ به له راتلونکې مياشتې دلته د زېتونو بوټي کرل پېلوو. د زېتون تېل ډېر ګران دي او تاسو ته به يې دورمره ګټه ورسيږي چې بيا به بهر ته د مزدورۍ لپاره نه ځۍ ، سړکونه به درله جوړو او نور سهوليات به درته هم زياتوو."

په اسلام اباد کې د نړيوال سلامي پوهنتون د اقتصادي زده کړو د څانګې استاد پروفسر معراج الاسلام وايي د غربت له کرښې د يو تن د ښکته کېدو مطلب دا دی چې د هغه تن د ورځې ګټه له دوو ډالرو يا درې سوه شلو پاکستانيو روپو کمه ده.

نوموړی وايي وزيراعظم چې کله وايي د جنوبي وزيرستان اويا فيصده خلک د غربت له کرښې ښکته دي نو د دې مطلب دا شو چې دلته کې خلکو ته تعليم،پوره خوراک،له يخنۍ او ګرمۍ د ځان بچ کولو پوره جامې،سرپنا ځايونه ،صحت او نورې بنيادي اسانتياوې په سمه توګه نه ملاويږي.

نوموړي په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل که عمران خان په وزيرستان کې د زېتون بوټو کرلو او نورو منصوبو ته عمل شکل ورکړي نو د خلکو ژوند ورسره تر څه حده ښه کېدای شي: "د وزيراعظم له دغو منصوبو سره به يوازې دومره وشي چې خلک به ځان ته دوه وخته ډوډۍ پېدا کولای شي خو د نورو اسانتياو لپاره به يې حکومت ته لا نور ډېر څه کول وي."

بلخوا د جنوبي وزيرستان مشران وايي اقتصادي حالت به يې هله ښه کيږي چې حکومت د دوي د امدن پخوانۍ وسيلې بحال کړي چې پکې له افغانستان سره د دوي تجارت بحالول ، پر وخت چلغوزو او نورو فصلونو ته د دوي رسايې يقيني کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG