د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په جنوبي وزیرستان کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي'


په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پرضد په عملیاتو کې شاوخوا ۴۵ زره کورونه ړنګ شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پرضد په عملیاتو کې شاوخوا ۴۵ زره کورونه ړنګ شوي دي.

دا خبره د جنوبي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ ظفرالاسلام د پنجشبنې پر ورځ له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې کړی ده.

ظفرالاسلام زیاته کړه چې حکومت له اغېزمنو شویو خلکو سره د مالي مرستې لپاره ۶ اربه روپۍ منظورې کړې وې چې وېشل شوي دي.

نوموړي وویل چې اوس هم د ډېرو ړنګو شویو کورونو سروې پاته ده او پر هغې کار روان دی.

پولیټیکل انتظامیې ویلي دي چې له خلکو سره د مالي مرستو لپاره يې له حکومته نورې درې اربه روپۍ غوښتي دي.

ياده دې وي چې په جنوبي وزيرستان کې راه نجات عمليات په ۲۰۰۹م کې ترسره شوي وو چې په زرګونو خلک يې بېکوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG