د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان بنیادي بشري حقونو ورکولو کې پاته راغلی: اېچ ار سي پي


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن غونډه.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن غونډه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل یو راپور کې ويلي دي د ۲۰۱۴م کال راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو ته پانسي ورکړل شوې ده او په ۲۰۱۸م کال کې ۱۴ کسانو ته پهانسي ورکړې شوه.

د اپرېل پر ۱۵مه د بشري حقونو کمېشن په ۲۰۱۸م کال کې په پاکستان کې د انساني حقونو په اړه خپل کلنی راپور کې چې پکې يې ويلي دي پاکستان د انساني حقونو کونسل غړې ټاکل کېدو پر وخت د دې خبرې پخلې کړې وه چې د هر وګړي بنیادي ازادي پر ځای ساتلو سره د هغوی د ژغورنې خيال به ساتي خو تنظيم په خپل راپور کې پر دې خبره تشويش څرګندونه کړې چې پاکستان د انساني حقونو بنیادي چارې صرف نوټ کړې وې خو عمل يې پرې نه دې کړې.

راپور وايي، د انساني حقونو په خلاف ورزۍ کې ککړ د امنيتي سرتېرو پرضد يې نه خو څه قسمه پلټنې او نه يې قانوني کاروايي کړې ده.

دې سره سره د کمزورو طبقاتو پرضد امتيازي قوانينو کې ترميم کول، د مذهب سپکاوي قوانينو غلط استعمال مخنيوې کول او د مذهبي اقلېتونو پرضد د تشدد مخنيوي کې هم نه دي کامياب شوي.

اېچ ار سي پي پر خپل راپور کې وايي، نه صرف د ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې درغلي شوي وو بلکې د انتخاباتو وړاندې ټولو کوندونو ته د کمپاين چلولو یو شان موقعې هم ورنکړل شو.

د انتخاباتو په نتايچ هغه وخت شکونه راپيدا شول چې امنیتي سرتېرو د ووټونو اچولو عمل وروسته د پولنګ اسټيشنو کنټرول په خپلو لاسو کې واخیستو او ټولو پولنګ ايجنټانو ته يې وویل چې یو ساعت وروسته راشئ.

دې ترڅنګه رسنیو په انتخاباتو کې د ناقانونه ګرځول شویو تنظيمونو برخه اخیستو موضوع هم راپورته کړه خو د دوی د کوښښونو هم څه نتيجې راونه وتلې.

په یاد کال کې یونما یا پرمختګ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخې ته راتلل دي.

د ذکر ده چې د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ مياشت کې په کراچۍ کې له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې ځوان نقيب الله مسود په مبينه پوليس مقابله کې وژل شوی وو.

دا پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړيدلو سبب وګرځېده.

دا غورځنګ له تېر کال فېبرورۍ مياشتې راهیسې د هېواد په مختلفو برخو کې د احتجاجي مظاهرو او جلسو له لارې د پښتنو لپاره خپل جايز حقونه غواړي.

بلخوا حکومت او امنیتي ادارې وايي، د غورځنګ زياتره غوښتنې يې منلي دي بلکې ورسره د خبرو لپاره هم تيار دي خو د دوی ځينې نعرې د منلو وړ نه دي.

اېچ ار سي پي په خپل کلن راپور کې د کډوالو او په عارضي توګه بې کوره کړل شویو خلکو په اړه وايي د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې (نادرا) ترمخه چې پاکستان کې د زړو او نوي راجستر شویو افغان کډوالو شمېره تر ۲۸ لکو زياته ده خو په هېواد کې دا تاثر جوړ کړل شوی چې افغان کډوال په جرمونو او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ دي او نشاندهي يې د دوی د زورونۍ او ورسره د بدې رويې نه کېږي او ځینې وخت خو د دوی پرضد پورته کيدونکيو ګامونو حوصله افزايي هم کېږي.

دې سره سره د هېواد دننه تر ۱۶ زرو زياتې په عارضي توګه بې کوره شوې کورنۍ خپلو سيمو ته نه دي ستانه شوې.

په قبايلي سيمو کې د ضرب عضب، راه نجات او ځینې نورو عملياتو له وجې په لکونو کورنیو خپلې سيمې پريښودې وې د سیفران وزارت په وينا چې زياتره کورنۍ يې خپلو سيمو ته لېږلي دي او پاتې کورنۍ به هم ژر خپلو سيمو ته ولېږي.

د پاکستان د بشري حقونو تنظيم په راپور کې د یادو موضوعاتو پرته په قانون سازۍ، د انصاف انتظام، امن و امان، په ازادۍ سره تګ راتګ کول، د خپلې رای په ازادۍ سره اظهار کول، په سياسي عمل کې برخه اخیستو، په جېلونو کې قېد مجرمانو، زنانوو، ماشومانو، خواري کښو، تعليم، صحت، رهايشي سهوليات او ماحول په ګډون د ځینې نورو موضوعاتو په اړه پکې تفصيلات ورکړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG