د لاسرسي ځای

په پاکستان او افغانستان کې د داعش راتلونکی


په افغانستان او پاکستان کې د داعش لومړی مشر، حافظ سعيد خان چې په ډرون بريد کې ووژل شو

د باجوړ، مومند ايجنسۍ او چترال سره پر پوله پروت، د افغانستان کونړ ولايت امنيه قوماندان جمعه ګل همت وايي په مسلسل ډول يې د داعش هغو وسله والو خلاف بريالي عمليات کړي چې پر ډيورنډ کرښه د مرکزونو جوړولو په لټه کې دي.

نوموړي پرون مشال ريډيو ته وويل چې داعش وسله واله ډله غواړي دلته ځوانان د ځان ملګري کړي. ((موږ دوی له نيزدي څارو. داعش غواړي دلته دايمي هستوګنځايونه ولري. دې کې عرب، چيچنايان، پاکستانيان او نور شته دی. تجهيز يې پاکستاني وسله وال کوي. دوی سره ښځې هم شته دی چې د ځانمرګو بريدونو لپاره يې کارولی شي. خو زه ډاډ درکوم چې د خدای په مرسته به یې ټول پلانونه شنډ کړو.))

که له منځني ختیځ څخه د داعش وسله وال دلته راهم شي، مشري به يې دا ځايي ډلې کوي

په شام او عراق کې د ابوبکر البغدادي تر مشرۍ لاندې داعش د ۲۰۱۵ کال په لومړيو مياشتو کې افغانستان او پاکستان د خراسان په نامه خپلې سيمې اعلان کړي. حافظ سعيد خان يې مشر او ملا عبدالرووف خادم يې مرستيال اعلان کړل. دوی او د حافظ سعيد ځای ناستی، حارث لوګری ټول په ډرون بريدونو کې وژل شوي دي.

بې امني او فرقه ييزه کرکه

د افغان چارواکو د اټکل ترمخې داعش په افغانستان کې تر درې زرو پورې وسله وال لري چې اکثره يې په ختيځو او شمالي ولايتونو کې فعاله دي. په افغان پارليمنټ کې د شمالي ولايت بغلان استازې، شکريه عیسی خېل وايي د ځايي غيرمسوله وسله والو موجوديت له وجې داعش په اسانۍ شمال کې ځان ټينګولی شي.

سره له دې چې داعش وسله والې ډلې په پاکستان کې هم د ځينو بريدونو زمه واري منلې خو دغلته حکومت او پوځ په رسمي ډول د دې ډلې له شتون څخه انکار کوي. د پاکستان دفاعي چارو کارپوه، حسن عسکري وايي که څه هم په دې ملک کې د داعش بهرنيوو وسله والو د شتون شواهد نشته خو امنيتي ادارې بايد د دې ډلې ګواښ له پامه ونه غورځوي.
د داعش مشر ابوبکر البغدادي چې په شام او عراق کې يې دا ډله جوړه کړه
د داعش مشر ابوبکر البغدادي چې په شام او عراق کې يې دا ډله جوړه کړه

هغه زياتوي: ((په پاکستان کې فرقه ييزو جنګونو کې ښکېلې ډلې شته دی چې د داعش وسله والې ډلې نظريات لري. خو زما په فکر که له منځني ختیځ څخه د داعش وسله وال دلته راهم شي، مشري به يې دا ځايي ډلې کوي ځکه چې دوی دلته واردمخه شتون لري او دا ځای ورته ښه معلوم دی.))

سخت دريځي، بي تعليمي او خراب اقتصاد

په قبايلي سيمو او افغانستان کې بې روزګاري، غريبي، نظرياتي يووالی، سخت دريځي او بې امني د څېړونکو او سياستوالو په وينا داعش ډلې سره له منځني ختيځ وروسته، دلته پښې ټينګولو کې مرسته کولی شي.

  • افغانستان کې ۴۰ فیصده خلک بې روزګاره دي (نړيوال بينک)
  • او د تعليم شرح پکې ۳۲ فيصده ده (ملګري ملتونه)
  • قبايلي سيمو کې د تعليم شرح ۳۳ فیصده او بې روزګاري ۱۹ فیصده ده. (د پاکستاني حکومت دوه کاله پخوانۍ سروی)

د پاکستان سينيټ غړی، هلال الرحمان وايي که حکومت غريبو ځوانانو ته تعليم او روزګار برابر نه کړي نو کيدای شي داعش يې په اسانۍ د ځان ملګري کړي. ((حکومت تر اوسه دې ځوانانو ته پام نه دی کړی. دوی ته روزګار ضروري دی. که پام ورته ونه شي نو د ۲۰۰۹ کال په شان به يې وسله والې ډلې خپل ځان سره شامل کړي.))

ويډيو: زابل کې د داعش مرکزونو په اړه اندېښنې

پاکستاني ځواکونو د اپريل په مياشت کې لاهور کې يوه چاپه کې يو تن وواژه او درې يې ونيول. نيول شوو کې يوه ميرمن، نورين لغاري وه چې په سند کې يې د داعش غړيتوب لپاره طب پوهنځی پريښی وو. تر دې وروسته څيړونکو وويل چې پاکستان بايد د داعش پر خطر سترګې پټې نه کړي.

د افغانستان د سولې د مطالعاتو او شخړو د حل ادارې يو څيړونکی حکمت الله اعظمي وايي داعش له دې وجې هم د افغانستان او په ځانګړې ډول پاکستان لپاره خطرناکه ده چې خورې ورې وسله والې ډلې سره يوځای کوي.

((داعش په پاکستان او افغانستان کې د ځان قوي کولو لپاره له داسې طريقو کار اخلي چې ټول وسله وال ورسره کار وکړای شي. دوی په پاکستان کې د لشکر جنګوي، جماعت الاحرار او نورو ډلو سره د هغوی د اهدافو ترسره کولو کې مرسته کړې. پاکستان کې تعليم يافته ځوانان هم دې ډلې سره مينه ښئ.))

XS
SM
MD
LG