د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امريکايي چارواکو مثبتو خبرو ته ډېر پام کوو"


نفېس ذکريا
نفېس ذکريا

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، نفېس ذکريا د ملګرو ملتونو لپاره د امريکايي سفيرې، نېکي هېلي د وروستي بيان په اړه ويلي غواړي واشنګټن سره ښو اړيکو لپاره د منفي پر ځای مثبتو بيانونو ته ډېر پام وکړي.

نوموړي د اکتوبر په ۱۹مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل: ((موږ غواړو مثبتو خواوو ته ډېر پام وساتو. په دې وروستيوو کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړيکو ښه کېدو خواته تګ لپاره ځيني کارونه شوي دي. له دې وجې مو خپل منځی پوهاوی او د راتلونکې لپاره د همکارۍ هيلې ډېرې شوي دي. موږ د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اکتوبر په څوارلسمه نېټه ورکړی هغه بيان هم ستايوو چې ويلي يې وو امريکا د پاکستان سره د بهتره اړيکو پېل کړی دی.))

د مطبوعاتو ترمخه د ملګرو ملتونو لپاره د امريکې استازې، نېکي هېلي د اکتوبر په ۱۷ تاريخ واشنګټن کې د امريکا – هند دوستۍ کونسل په يوه غونډه کې وويل چې د افغانستان ثبات او پر پاکستان د نظر ساتلو لپاره، د هند مرستې ته ضرورت لري.

د سياسي چارو پوهه، سوهاسيني حيدار وايي د نېکي هېلې خبرې نوې نه دي او ګڼو امريکايي چارواکو دا په بيا بيا په بل شکل کړي چې مقصد يې په سيمه کې امنيت برابرول دي. هغې وويل: ((د دې خبرو درې مطلبه دي. يو دا چې هند بايد د افغانستان په بيا رغونه کې خپل اوسنی کردار نور هم پراخه کړي. دوهمه دا چې هند دې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته وکړي او دريم دا چې هند او پاکستان بايد د خپلو اختلافي مسايلو په اړه په خپلو کې سره کښېني او خبرې وکړي.))

هند او افغانستان په خپل منځ کې ستراتيژيک تړون لري. هند په افغانستان کې د بيا رغونې پر کارونو ميليونونو ډالر لګولي دي. دوی د افغان سرتېرو د روزنې وعده هم کړې وه.

د اګست په يوویشتم تاريخ، امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان نيوکې کړې وي چې ترهګرو ته پناه ورکوي او زياته کړې يې وه چې هند په افغانستان کې د ارامۍ لپاره د امريکې سره همکاري کولی شي. خو پاکستان دريځ خپل کړی چې په افغانستان کې د هند سياسي کردار نه شي زغملی.

په نوي دهلي کې د اين، ډي، ټي وي د بهرنيوو چارو ايډيټره، کدامبيني شرما وايي د هېلي خبرې د هند، پاکستان، افغانستان او امريکې په اړيکو خرابه اغېزه کولی شي: ((د هند په شان يو هېواد څنګه پر يو ملک نظر ساتلی شي؟ نېکي هېلي خپله خبره په سمه طريقه نه ده کړې. پاکستان د امريکا سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې اتحادي دی. نو آيا داسې نه شي کیدلی چې امريکا د پاروونکو بيانونو له ورکولو بغير نېغ په نېغه پاکستان سره خبرې وکړي؟))

نېکي هېلي
نېکي هېلي

افغان او امريکايي چارواکي دريځ لري چې پاکستان کولی شي طالبان مذاکراتو ته راولي او هند بيا په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو په پراخولو سره خپله ونډه لا نوره زياتولی شي.

د بهرنيوو چارو پوه، او د پاکستان پخوانی ديپلومات شمشاد احمد وايي په سيمه کې د ثبات لپاره د نورو هېوادونو دخېلولو پر ځای بايد د چين، امريکا، پاکستان او افغانستان له څلور اړخيزو غونډو څخه ګټه پورته شي. ((دا څلور اړخيزې غونډې له نيزدي دوو کلونو راهيسې روانې دي. دا ښې دي. بله خبره دا ده چې د افغانستان مسلې حل بايد پخپله د افغانانو په ملکيت او مشرۍ راووځي.))

د څلور اړخيزو غونډو وروستئ هغه د اکتوبر په ۱۶مه وشوه. که څه هم هند تر اوسه د افغانستان سره خپله همکاري تر اقتصادي مرستو ساتلې او د څو هيلي کاپټرو له ورکولو بغير يې کابل سره نورې لويې نظامي مرستې نه دې کړي خو پاکستاني چارواکي يې پر افغانانو له پراخېدونکې اغېزه، په اندېښنه کې دي. افغان چارواکي بيا وايي د افغانستان خاوره به د هيڅ چا خلاف استعمالېدو ته نه پريږدي او د يو خپلواکه هېواد په توګه د هر ملک سره د اړيکو ساتلو حق لري.

XS
SM
MD
LG